07/06/2026
گران مشر او ملگری احمد علي لالا د یوسفزي نړيواله جرګې د لویې جرګې لخوا د مرکزي مشر (صدر) په توګه ټاکل شوی دی، چې دا د ټولو پښتنو قبیلو په ځانګړې توګه د یوسفزي قبیلې لپاره د ویاړ او خوښۍ ځای دی. احمد علي لالا یو روایتی، رښتونى او د ننګ خاوند پښتون مشر دی چې نن ولاړ وي خو د سبا غږونه اوري. د هغه نظرونه که څه هم د ځمکې په تریخو حقایقو وي، خو لید لوری (وژن) یې تر ستورو هم هخوا دی.
چېرته چې خلک د ستونزو غرونه ویني، هلته احمد علي لالا د هیلو او امکاناتو لارې لټوي. هغه په تيارو لارو کې د شمعې بلولو په هنر پوهېږي.
د هغه زړه یوازې د ځان لپاره نه، بلکې د ټولنې د هر وروسته پاتې او ځورېدلي انسان لپاره درکېږي. هغه نه یوازې د نورو درد احساسوي، بلکې د هغه د لمنځه وړلو لپاره یې خپله ژوند وقف کړی دی.
هغه په شور ماشور یا ناریو باندې نه، بلکې په خپل مخلصانه عمل او خاموشه جګړه (مبارزه) د ټولنې رېښې بدلوي. هغه د ماتو زړونو او د شیندل شوې (خپرې شوې) ټولنې د بېرته نښلوونکی کاريګر او جادوګر دی.
د کرکې او تعصب په طوفانونو کې هم هغه د مینې او زغم ډېوه روښانه ساتي. د هغه شتون پخپله زړونو ته د سکون او فکرونو ته د سولې پیغام ورکوي.
ترخې خبرې په مسکا تېرول پېژني. د هغه وسله ټوپک یا زور نه دی، بلکې جرګه (مکالمه)، تېرېدنه (درګزر) او پوهه او هکله ده.
هغه داسې یو انسان دی چې فکر یې له خپل وخت څخه ډېر وړاندې دی.
لالا هغه شخصیت دی چې د کرکو دېوالونه نړوي او د مینې پُلونه جوړوي.
څوک چې د ټولنې د جهالت او بې انصافۍ پر وړاندې د بغاوت بیرغ پورته کوي.
احمد علي هغه انسان دی چې د رنګ، نسل، مذهب او ذات پات څخه پورته، یوازې 'انسان' ورته د درناوي وړ دی.
خلاصه دا چې د احمد علي په څېر شخصیتونه د تاریخ په پاڼو کې یوازې نوم نه پرېږدي، بلکې راتلونکو نسلونو ته یوه روښانه لاره او د ژوند کولو سلیقه ښيي. د هغه خپل ژوند یو داسې لید لوری دی چې پیروي یې نړۍ د سولې په زانګو بدلولی شي.
لہ اڑخہ: یوسفزئے نڑیوالہ جرگہ