BNA Paktia

BNA Paktia پکتیا باختر خبري اژانس

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دغه ولایت اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د «بهلول دانا» په نوم تاریخي او تفریح...
25/05/2026

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دغه ولایت اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د «بهلول دانا» په نوم تاریخي او تفریحي سیمه د سیلانیانو لپاره د نوې سیاحتي سیمې په توګه تشخیص او معرفي شوه.
د یاد ریاست رئیس مـ ـولوي فیض الله جوهري په مشرۍ ځانګړي هیئت، چې د اطلاعاتو آمر اصیل ځاځي او د ګرځندوی مدیر مـ ـولوي حبیب الرحمان حامد یې ملتیا کوله د سیمې له طبیعي او تفریحي ځایونو څخه لیدنه وکړه.
دوی وایي، دغه سیمه د ښکلو منظرو، شنو غرونو او ارام چاپېریال له امله د سیلانیانو لپاره ځانګړی ارزښت لري.
ښاغلي مـ ـولوي فیض الله جوهري باختر اژانس ته وویل، چې د بهلول دانا د ناستې ځای له پخوا راهیسې د خلکو ترمنځ په روایتي ډول مشهور دی او ګڼ خلک د طبیعي ښکلاوو لیدو لپاره دغې سیمې ته ورځي.
نوموړي زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي په یادو سیمو کې د سیلانیانو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته او د ګرځندوی سکتور لا پیاوړی کړي.
د پکتیا د ګرځندوی عمومي مدیر ښاغلی مـ ـولوي حبیب الرحمان حامد هم وویل، چې پکتیا د طبیعي ښکلاوو او تاریخي سیمو له پلوه د هېواد له مهمو ولایتونو څخه شمېرل کېږي او ګڼې تفریحي سیمې لري.
د نوموړي په وینا، د بهلول دانا سیمې ترڅنګ د ګردې څیړۍ ولسوالۍ «بیسوې» سیمه هم د سیلانیانو لپاره له غوره تفریحي او سیاحتي ځایونو څخه ګڼل شوې ده.
هغه د ګردیز ـ پټان لویې لارې د بیارغونې روانو چارو ته په اشارې وویل، چې اوسمهال د لارې د خرابوالي له امله سپینې شګې سیمې ته تګ راتګ له ستونزو سره مخ دی، له همدې امله یې له سیلانیانو وغوښتل، څو د راتلونکي لوی اختر پر مهال د پکتیا نورې سیاحتي سیمې هم وټاکي.
نوموړي زیاته کړه، چې د سړک د رغونې له بشپړېدو وروسته به په سپینه شګه سیمه کې د هوټلونو او نورو خدماتي اسانتیاوو د برابرولو چارې هم پیل شي.
بلخوا د اطلاعاتو آمر ښاغلی اصیل ځاځي وایي، چې په وروستیو کې پکتیا ته د کورنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی او د نویو تفریحي سیمو په تشخیص سره به د دغه ولایت ګرځندوی لا پراختیا ومومي.

د یادونې وړ ده، چې پکتیا د سوړ اقلیم، غرنیو سیمو او طبیعي ښکلاوو له امله هر کال ګڼ شمېر سیلانیان ځان ته راجلبوي.

#باختراژانس

د پکتیا خوړو او درملو آمریت له لوري په مرکز ګردیز کې ۴۲ ټنه تاریخ تیره او بې کیفیته  درمل او خوراکي توکي د مرکز ګردیز او...
24/05/2026

د پکتیا خوړو او درملو آمریت له لوري په مرکز ګردیز کې ۴۲ ټنه تاریخ تیره او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي د مرکز ګردیز او یو شمېر ولسوالیو له درملتونونو او روغتیايي مرکزونو څخه راټول او له منځه یوړل شول.

د عامې روغتیا ریاست څارنې او پلټنې آمر وسیم خان اکبري باختر اژانس ته وویل، چې په دغو توکو کې ۱۱ ټنه درمل او ۳۱ ټنه نور خوراکي توکي د تیرو شپږو میاشتو په جریان کې راټول شوي وؤ.
یاد درمل او خوراکي توکي د اړوندو ادارو د استازو په حضور کې د ځانګړو تدابیرو لاندې له منځه یوړل شول، څو د خلکو روغتیا خوندي وساتل شي.

د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو د درملتونونو له مالکینو غوښتي، چې د معیاري او قانوني درملو پلور ته پاملرنه وکړي او له تاریخ تېرو او بې‌کیفیته درملو څخه ډډه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د صنعت او سوداګري ریاست له لوري ۳۰ ټنه تاریخ تیره او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي له منځه وړل شوي وؤ.

د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر آمر مـ ـولوي عقل خان وهاج د ګردیز ښاروال مـ ـولوي حبیب الله اخندزاده سره ...
23/05/2026

د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر آمر مـ ـولوي عقل خان وهاج د ګردیز ښاروال مـ ـولوي حبیب الله اخندزاده سره د ګډو همکاریو، د ښاري اصیل فرهنګ د ترویج او په ښار کې د لیکنو د معیاري کولو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په پیل کې د فرهنګ او هنر آمر مـ ـولوي عقل خان وهاج د ښاري فرهنګ د ارزښت او ودې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې اطلاعاتو او کلتور ریاست او ښاروالۍ دواړه د سالم ښاري فرهنګ په رامنځته کولو او پیاوړتیا کې مهم رول لري.
نوموړي همداراز په غیر معیاري ډول لیکل شوې دي، او د هغو د اصلاح غوښتنه یې وکړه.

ورپسې د ګردیز ښاروال مـ ـولوي حبیب الله اخندزاده د اطلاعاتو او کلتور ریاست له همکاریو او همغږۍ مننه وکړه او د ښاري فرهنګ د دودولو، د عامه پوهاوي د پیاوړتیا او د لیکنو د معیاري کولو په برخه کې یې پر ګډ کار او دوامداره همکارۍ ټینګار وکړ.

د ناستې په پای کې دواړو لورو ژمنه وکړه، چې د ښاري فرهنګ د ودې، د عامه ځایونو د لیکنو د اصلاح او فرهنګي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره به ګډې هڅې لا پراخې کړي.

د نښتر ادبي بهیر مسؤل ښاغلي قـ ـاري عزت الله مخلص او د رسنیو څار مسؤل مـ ـولوي حماد تسل د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست ...
23/05/2026

د نښتر ادبي بهیر مسؤل ښاغلي قـ ـاري عزت الله مخلص او د رسنیو څار مسؤل مـ ـولوي حماد تسل د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د یاد ریاست رئیس مـ ـولوي فیض الله جوهري سره د فرهنګي فعالیتونو د پیاوړتیا او د شاعرانو د انسجام په موخه ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د شاعرانو، فرهنګپالو او ادبي بهیرونو د فعالیتونو، د مشاعرو د تنظیم، د اسـ ـلامي امـ ـارت د فرهنګي پالیسۍ او په ټولنه کې د فرهنګي وضعیت د لا ښه والي په اړه خبرې وشوې.

د نښتر ادبي بهیر مسؤل قـ ـاري عزت الله مخلص وویل، چې نښتر ادبي بهیر هڅه کوي څو د لویې پکتیا شاعران، لیکوالان او فرهنګیان د اطلاعاتو او کلتور ریاست تر چتر لاندې سره راټول او د هغوی لپاره د سالمو فرهنګي او ادبي فعالیتونو زمینه برابره کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د فرهنګي پروګرامونو دوام د ځوان نسل د فکري ودې او د ادبي ارزښتونو د ساتنې لپاره مهم رول لري.
د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي مـ ـولوي فیض الله جوهري په خپلو خبرو کې د فرهنګي او ادبي فعالیتونو ارزښت ته په اشارې وویل، چې د شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګپالو ملاتړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست له اساسي مسؤلیتونو څخه دی.
نوموړي څرګنده کړه، چې د پکتیا فرهنګي وضعیت پیاوړتیا، د ادبي بهیرونو همغږي او د فرهنګي پروګرامونو پراختیا د ریاست د لومړیتوبونو له ډلې شمېرل کېږي.
هغه زیاته کړه، چې فرهنګي ټولنې او ادبي بهیرونه د ټولنې د فکري بیدارۍ، د اسـ ـلامي او ملي ارزښتونو د ترویج او د ځوانانو د سالم فکر د روزنې لپاره مهم رول لري، او اطلاعاتو او کلتور ریاست به هڅه وکړي، چې د شاعرانو او فرهنګیانو لپاره لا ښه چاپېریال رامنځته شي.

ورپسې د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر آمر ښاغلي مـ ـولوي عقل خان وهاج د فرهنګي چارو د لا پیاوړتیا او ودې پر اهمیت خبرې وکړې.
نوموړي وویل، چې د فرهنګي ارزښتونو ساتنه او ترویج د ټولنې د فکري ودې پیاوړتیا لپاره اړینه ده، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست تر چتر لاندې ادبي او فرهنګي بهیرونه خپل فعالیتونه ترسره کړي.

پکتیا ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د ځوانانو چارو آمریت په همغږۍ د قلموالو او مبارزو ځوانانو تر منځ د فکري او رسنیزې...
21/05/2026

پکتیا ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د ځوانانو چارو آمریت په همغږۍ د قلموالو او مبارزو ځوانانو تر منځ د فکري او رسنیزې مبارزې پیاوړتیا، فعالیت، یووالي، انسجام او همغږۍ په موخه غوڼده وشوه.

په پیل کې د پکتیا پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد احسان الله نظري د غونډې ګډونوالو ته «د ډیټا او انټرنیټي خوندیتوب» په اړه سمینار وړاندې کړ.

ښاغلي نظري د سوشل میډیا بېلابېلو Platforms خوندي کارونې او پر هغو لارو چارو او تخنیکونو خبرې وکړې چې په کارولوسره یې کاروونکی په انټرنیټ کې خپله ډیټا خوندي ساتلی شي.
د ا.ا.ا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشرتي معینیت مشاور او د قلموالو مبارزینومسوول ښاغلي مـ ـولوي خالقیار احمدزي، عالیـ ـقدر امـ ـیرالمؤمنین حفـ ـظه الله تعالی د ۱۷ ګڼه فـ ـرمان د خوراښه تطبیق په پار د دې ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې د قلموالو مبارزینو پرمټ د پوهاوي پروګرامونو په تړاو ترتیب شوې جامع طرحه تشریح کړه، چې په خبره یې په نږدې راتلوونکي کې به یې عملي چارې پیل شي.
د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي مـ ـولوي فیض الله جوهري غونډې ته په وینا کې وویل، مبارز ځوانان د اسـ ـلامي نـ ـظام، ټولنې او اسـ ـلامي ارزښتونو اصلي ساتوونکي دي، دوی دې خپل مسؤلیت په ښه ډول او پوره اخلاص سره ادا کړي. هغه زیاته کړه، هغه مغرضې کړۍ چې د اسـ ـلامي نظـ ـام په وړاندې بې ځایه او غلط تبلیغات کوي، مبارز او قلموال ځوانان دې په وړاندې غښتلې مبارزه او دفاع وکړي.

ښاغلي جوهري ډاډ ورکړ، چې اطلاعاتو او کلتور ریاست په دغه برخه کې د مبازو او قلموالو ځوانانو بشپړ ملاتړ کوي او یاده مبارزه به په ګډه او همغږۍ ترسره کوي.
د پکتیا ولایت ویاند محمدرسول احمدي د مبارزو او قلموالو ځوانانو د کړنو او فعالیتونو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې مبارز ځوانان دې ولایت مقام او امـ ـارتي ادارو سره په همغږۍ خپله مبارزه پر مخ وړي او په دې برخه ولایت مقام د تېر په څېرهمکاردی.

#باختراژانس

د پکتیا ولایت د زندان ریاست اړوند ۳۶ تنه منصوبین له دیني، نظامي او اداري زده کړو څخه فارغ شول، چې په همدې مناسبت جوړه شو...
20/05/2026

د پکتیا ولایت د زندان ریاست اړوند ۳۶ تنه منصوبین له دیني، نظامي او اداري زده کړو څخه فارغ شول، چې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ولایت یو شمېر مسؤلینو او د زندان ریاست منسوبینو ګډون کړی و.

په یاده غونډه کې د پکتیا زندان رئیس ښاغلي قـ ـاري عبدالغني عادل د زده کړو او اعداد پر ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اسـ ـلامي امـ ـارت له بیا واکمنېدو وروسته د زندانونو په نظام کې مثبت بدلونونه راغلي دي.

هغه زیاته کړه، پخوا به له زندانونو څخه د وېرې او وحشت انګازې خپرېدلې، خو اوس زندانونه د اصلاح، روزنې او زده کړو پر مرکزونو بدل شوي، چې موخه یې د اشخاصو فکري، اخلاقي او مسلکي اصلاح ده.
ښاغلي عادل وویل، د زندان ریاست هڅه کوي څو خپلو منسوبینو ته د دیني، نظامي او اداري زده کړو زمینه برابره کړي، ترڅو د مسؤلیتونو د ښه ترسره کولو ترڅنګ د نظم، اصولو او غوره چلند فرهنګ هم پیاوړی شي.

ورپسې د پکتیا ولایت مقام دفتر رئیس ښاغلي مـ ـولوي نورالله ممتاز خبرې وکړې او ویې ویل، اسلامي امارت د ولس په ملاتړ بریا ترلاسه کړې او اوس د مسؤلینو لومړیتوب دا دی، چې په هره برخه کې خلکو ته اسانتیاوې برابرې او د خدمتونو کچه لوړه کړي.
هغه وویل هره ټولنه د فساد یوه برخه لري، خو د فساد مخنیوی او له منځه وړل په شکنجه نه کیږي اصلاح په ښه چلند او روزنه کیږي، چې د اسـ ـلامي امـ ـارت اړوند ټولو زندانونو کې د اصلاح په موخه له نرمښت حخه ګټه اخیستل کیږي.

په همدې حال کې یو تن فارغ شوي هدایت الله باختر اژانس ته وویل، د زده کړو له امله یې د مسؤلیت احساس زیات شوی او هڅه به وکړي، چې خپلې دندې لا په ښه ډول ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې د پکتیا زندان کې د منسوبینو تر څنګ زندانیانو ته هم دیني، عصري او حرفوي زده کړې ورکول کېږي، ترڅو له اصلاح وروسته ټولنې ته د مسلکي افرادو په توګه ور وپېژندل شي.

#باختراژانس

نن ورځ سه شنبه، د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیض الله جوهري او د یاد ولایت مقام، امنیه قوماندني، الکوثر فرهنګي ا...
19/05/2026

نن ورځ سه شنبه، د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیض الله جوهري او د یاد ولایت مقام، امنیه قوماندني، الکوثر فرهنګي ادارې مسؤل او د ۲۰۳ منصـ ـوري قول اردو ویاندویانو تر منځ د چارو پیاوړتیا، همغږۍ او معرفت ناسته وشوه.

په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي مـ ـولوي فیض الله جوهري په ناسته کې د رسنیو، ادارو ویاندویانو تر منځ د ګډې همغږۍ، مشکلاتو حل او ګډو هڅو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

ښاغلي جوهري په خبرو کې زیاته کړه، چې د امـ ـارت پالیسۍ او ګټو ته په کتو به د رسنیزو موضوعات انعکاس په برخه کې اجراات تر سره کړي او چا ته به اجازه نه ورکوي، چې د امـ ـارت پالیسۍ او ګټو خلاف ناسم معلومات نشر کړي.

د پکتیا ولایت مقام ویاند محمد رسول احمدي په خپلو خبرو کې وویل، چې د ولایت ویاندویانو تر منځ او رسنیو سره د خبري موضوعاتو په خپرولو کې ښه همغږي موجوده ده او رسنیو سره د ښې همغږۍ له امله په خپل وخت معلومات شریک شوي دي.

د ۲۰۳ منـ ـصوري قول ارودو ویاند عبدالحق فـ ـدا بیا وویل، چې د ادارو ویاندویان باید د نـ ـظام کړنې او فعالیتونه په ښه ډول د ولسونو تر غوږونو ورسوي.

د اطلاعاتو آمر نیاز الله اصیل ځاځي بیا په خپلو خبرو کې وویل، چې د ادارو ویاندویانو د ښې همغږۍ له مخې رسنیو په پوره مانا د امـ ـارت پالیسۍ ته په کتو اجراات تر سره کړي دي او ټینګار یې وکړ، چې باید په خبري موضوعاتو کې دقت او رښتنوالي په نظر کې ونېول شي.

د یادونې وړ دی، چې له دې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مـ ـولوي فیض الله جوهري د پکتیا ولایت یو شمېر سیمه ییزو رسنیو څخه د ستونزو اورېدنې، حل په موخه هم لېدنه کړې وه.

د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست او پکتیا پوهنتون په ګډو هڅو د کتاب لوستنې ملي اوونۍ په مناسبت د یاد پوهنتون په مرکزي کتا...
19/05/2026

د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست او پکتیا پوهنتون په ګډو هڅو د کتاب لوستنې ملي اوونۍ په مناسبت د یاد پوهنتون په مرکزي کتابتون کې یو علمي سیمینار وړاندې شو، چې موخه یې د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا او ځوان نسل د کتاب لوستنې ته هڅول و.

د دغه علمي سیمینار په پیل کې د پکتیا پوهنتون رئیس شیـ ـخ مولوي صفت الله حـ ـقانـ ـي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د علم، مطالعې او کتاب لوستنې پر ارزښت مفصلې خبرې وکړې.
ښاغلي حـ ـقـ ـاني وویل، چې مطالعه د انسان د فکري ودې، علمي پرمختګ او ټولنیز شعور د لوړتیا مهمه وسیله ده او پوهنتون هڅه کوي، څو د دغه ډول علمي سیمینارونو او فرهنګي پروګرامونو له لارې د مطالعې دود لا پیاوړی کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې په راتلونکې کې به ورته پروګرامونو ته لا پراختیا ورکړل شي، ترڅو زده‌کړیالان له کتاب او مطالعې سره لا زیات اشنا او وهڅول شي.

ورپسې د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس مـ ـولوي فیض الله جوهري د کتاب لوستنې پر فرهنګ، د مطالعې پر ارزښت او په ټولنه کې د علمي فکر د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
نوموړي وویل، چې د مطالعې دود د یوې پرمختللې او با شعوره ټولنې د جوړېدو اساسي اړتیا ده او هڅه کوي، څو د فرهنګي پروګرامونو له لارې ځوانان مطالعې ته راجلب کړي.

په همدې حال کې د پکتیا پوهنتون استاد دوکتور عبدالوهاب حکمت د سکرین پر پرده د پرزنټېشن له لارې ګډونوالو ته د کتاب لوستنې ارزښت، د مطالعې اغېزې او د زده‌کړو په بهیر کې د کتاب رول په اړه علمي معلومات وړاندې کړل.

په دغه علمي سیمینار کې د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس مـ ـولوي فیض الله جوهري، د پکتیا پوهنتون رئیس شـ ـیخ الحدیث مـ ـولوي صفت الله حـ ـقـ ـاني، د هنر او فرهنګ آمر مـ ـولوي عقل خان وهاج، د محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمان خپلواک، د علمي چارو مرستیال عبدالله مسلم او یو شمېر استادانو، اداري کارکوونکو او زده‌کړیالانو ګډون کړی و.

#باختراژانس

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کتاب ملي اوونۍ په مناسبت د پکتیا پوهنتون په انګړ کې یو ورځنی د کتابونو...
19/05/2026

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کتاب ملي اوونۍ په مناسبت د پکتیا پوهنتون په انګړ کې یو ورځنی د کتابونو نندارتون پرانیستل شو، چې موخه یې په ټولنه کې د مطالعې دود پیاوړتیا او ځوان نسل د کتاب لوستنې ته هڅول بلل کېږي.
په یاد نندارتون کې د پکتیا ولایت د بېلابېلو کتابتونونو او فرهنګي مرکزونو له لوري سلګونه بېلابېل علمي، ادبي، دیني، تاریخي او ټولنیز کتابونه نندارې ته وړاندې شوي وو، چې د لوستونکو لپاره په ۳۰ سلنه تخفیف سره د پلور زمینه هم برابره شوې وه.

د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي مـ ـولوي فیض الله جوهري باختر اژانس ته وویل، چې د کتابونو دغه ډول نندارتونونه د مطالعې دود پیاوړی کوي او ځوانان د علم او پوهې ترلاسه کولو ته هڅوي.
نوموړي زیاته کړه، هڅه کوي په هغو سیمو کې هم ورته نندارتونونه جوړ کړي، چې د کتاب لوستنې دود پکې کمزوری دی، څو خلک د مطالعې له ارزښت او ګټو سره لا ښه بلد شي.
هغه همداراز وویل، چې د پکتیا ولایت د شته عامه او خصوصي کتابتونونو د پیاوړتیا او ملاتړ لپاره به خپلې هڅې جاري وساتي او د لوستو کسانو څخه یې وغوښتل، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند عامه کتابتونونو ته د مطالعې په موخه مراجعه وکړي.

بل لور ته د پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې یو تن زده‌ کوونکي محمد فیصل باختر اژانس ته وویل، چې د کتابونو دغه ډول نندارتونونه باید لا زیات شي، ځکه د زده‌کوونکو او ځوانانو په منځ کې د مطالعې روحیه پیاوړې کوي. نوموړي د انټرنېټ او نورو غیر ضروري لګښتونو پر ځای د کتاب اخیستلو او مطالعې ته د پاملرنې غوښتنه وکړه، څو راتلونکي نسلونه له علمي او فکري پلوه لا پیاوړي وروزل شي.

د کتاب اوونۍ نندارتون هر کال د ثور میاشتې په وروستیو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست عامه کتابتون له لوري پرانیستل کیږي.

#باختراژانس

د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست او د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت ترمنځ د اغېزمنې همکارۍ د ټینګښت په موخه د دوه اړخیزه ...
18/05/2026

د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست او د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت ترمنځ د اغېزمنې همکارۍ د ټینګښت په موخه د دوه اړخیزه همکاریو تړون لاسلیک شو.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس مـ ـولوي فیض الله جوهري د یاد تړون د لاسلیک پرمهال وویل، د ادارو ترمنځ دوه اړخیزه تړونونه د ښه خدمت او د ګډو پروګرامونو جوړولو لپاره ډیر ګټور تمامېږي او په خبره یې د داسې تړونونو په اساس ګډ پروګرامونه په منظم ډول عملي کېږي، د ادارو ترمنځ همغږي پیاوړې کېږي او شته امکاناتو څخه غوره ګټه اخیستل کېږي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر قـ ـاري راز محمد حماس په خپلو خبرو کې وویل، دوی په مرکز ګردیز او ولسوالیو کې ځوانانو ته مسلکي زده کړې ورکوي او د هغوی فکري ودې او روزنې لپاره کار کوي، د دې تړون له مخې به ځوانانو ته په ګډه علمي، فکري، اصلاحي او روزنیز پروګرامونه جوړ شي.

د دغه تړون له مخې به دواړه ادارې د اسـ ـلامي امـ ـارت له پالیسۍ سره سم د ګډو اهدافو د ترلاسه کولو، د دوه اړخیزه همکاریو او د ځوان نسل د تحصیلي او فکري ودې په برخه کې به په ګډه او همغږۍ پروګرامونه ترسره کوي.

د یادونې ده، چې اطلاعاتو او کلتور ریاست له نورو ادارو سره هم دوه اړخیزه همکاریو تړونونه لاسلیک کړي دي.

#باختراژانس

د کتاب لوستنې ملي اوونۍ اړوند  #خبرتیا
18/05/2026

د کتاب لوستنې ملي اوونۍ اړوند #خبرتیا

Address

Paktia
Gardez
2201

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when BNA Paktia posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category