ميثاق - Misaq

ميثاق - Misaq کره خبرونه | ځانګړي مستندات | ايکس بحثونه | پاډکاسټ خپرونې
(2)

د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر:پنجشېر کې د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د تولیدي فابریکو د جوړولو چارې پیل شوېد پنجشېر ولایت د...
13/08/2026

د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر:
پنجشېر کې د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د تولیدي فابریکو د جوړولو چارې پیل شوې

د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر ویلي، چې یو شمېر سوداګرو په دغه ولایت کې د څښاک اوبو، سیروم او غیرالکولي مشروباتو د تولید د فابریکو د جوړولو لپاره د شاوخوا ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پروژو عملي چارې پیل کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د تفریحي پارکونو د جوړولو په برخه کې هم پنځه میلیونه افغانۍ پانګونه شوې ده.

د پنجشېر والي محمدآغا حکیم له یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کې د خصوصي سکټور پر ملاتړ ټینګار کړی او له سوداګرو یې غوښتي چې په دغه ولایت کې له شته پانګیزو فرصتونو ګټه واخلي.

د ولایت د رسنیو دفتر زیاتوي، د دغو پانګونو موخه د تولیدي فعالیتونو پراختیا، د خصوصي سکټور پیاوړتیا او د کار زمینه برابرول بلل شوې ده.

#میثاق

نړیوال بانک پاکستان ته:د بلوچستان د سېلاب‌ځپلو مرستې نورو پروژو ته مه لېږدوئنړیوال بانک په بلوچستان کې د سېلاب‌ځپلو کورن...
12/08/2026

نړیوال بانک پاکستان ته:
د بلوچستان د سېلاب‌ځپلو مرستې نورو پروژو ته مه لېږدوئ

نړیوال بانک په بلوچستان کې د سېلاب‌ځپلو کورنیو لپاره د ځانګړو شویو مرستو د وېش په اړه اندېښنه ښودلې او له پاکستانه یې غوښتي چې دغه مرستې نورو پروژو ته ونه لېږدوي او د عملي کېدو بهیر یې له ځنډ سره مخ نه کړي.

د راپورونو له مخې، شاوخوا ۱.۱۹ میلیونه سېلاب‌ځپلې کورنۍ لا هم له اړوندو مالي مرستو بې‌برخې پاتې دي.

نړیوال بانک ټینګار کړی، چې د بیارغونې او مالي مرستو په بهیر کې ځنډ کولی شي د سېلاب‌ځپلو کورنیو اقتصادي او ټولنیزې ستونزې لا زیاتې کړي.

نړیوال بانک تر دې وړاندې هم د بلوچستان د سېلاب‌ځپلو ټولنو د معیشت، بنسټیزو خدمتونو او د سېلابونو پر وړاندې د مقاومت د پیاوړتیا لپاره د ۲۱۳ میلیونه ډالرو د تمویل پروژه تصویب کړې وه.

#میثاق

پاکستانی خبریال:په بلوچستان کې امنیتي وضعیت تر دې کچې خراب شوی چې پر سړکونو خندقونه کیندل شويپاکستاني خبریال او سیاسي شن...
12/08/2026

پاکستانی خبریال:
په بلوچستان کې امنیتي وضعیت تر دې کچې خراب شوی چې پر سړکونو خندقونه کیندل شوي

پاکستاني خبریال او سیاسي شنونکي افتخار احمد امیني په بلوچستان کې د امنیتي وضعیت د ترینګلتیا ادعا کړې ده.

امیني پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د سیمې امنیتي وضعیت تر دې کچې خراب شوی چې پاکستاني امنیتي ځواکونو د بلوڅو وسله‌والو او نورو ډلو د بریدونو د مخنیوي په موخه د بېلابېلو سړکونو په اوږدو کې خندقونه کیندلي دي.

نوموړي د کلات ښار اوسنی وضعیت د سختو امنیتي محدودیتونو ښکارندوی بللی او ادعا یې کړې، چې په ځینو سیمو کې د موټرو او ان د امبولانسونو تګ راتګ هم ناشونی شوی دی.

د امنیتي څېړنو له مخې، بلوچستان په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې د ناامنۍ له مهمو مرکزونو څخه و او د بریدونو شمېر په دغو کلونو کې د تېرو کلونو په پرتله ۵۰ سلنه زیات شوی دی.

#میثاق

ټرمپ:د ایران د ترور د ګواښ له امله پټ بلې الوتکې ته ولېږدول شومد امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تایید کړې، چې په ترکیه کې د ن...
12/08/2026

ټرمپ:
د ایران د ترور د ګواښ له امله پټ بلې الوتکې ته ولېږدول شوم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تایید کړې، چې په ترکیه کې د ناټو له غونډې وروسته د ایران له لوري د ترور د احتمالي ګواښ له امله په پټه بلې الوتکې ته لېږدول شوی و.

ټرمپ ویلي، د امریکا د پټو خدمتونو او پوځ د سپارښتنې له مخې یې الوتکه بدله کړې، خو نوموړي زیاته کړې چې د ګواښ د جزیاتو په اړه یې پوښتنې نه دي کړې.

د راپورونو له مخې، ټرمپ په انقره کې په عامه توګه پخوانۍ ایرفورس ون الوتکې ته وخوت، خو وروسته په پټه له هغې جلا او یوې کوچنۍ پوځي الوتکې، C-32A، ته انتقال شو.

د ناټو د ۲۰۲۶ کال غونډه د جولای په ۷مه او ۸مه په انقره کې ترسره شوې وه.

#میثاق

بلوڅ متحد پوځ:د بولان په دراج بګټي سیمه کې مو څلور پاکستاني پوځیان ووژلبلوڅ متحد پوځ په یوه اعلامیه کې د بلوچستان د بولا...
12/08/2026

بلوڅ متحد پوځ:
د بولان په دراج بګټي سیمه کې مو څلور پاکستاني پوځیان ووژل

بلوڅ متحد پوځ په یوه اعلامیه کې د بلوچستان د بولان ولسوالۍ د دراج بګټي سیمې، د پنجرا پُل ته څېرمه پر یوې پاکستاني پوځي پوستې د برید مسؤولیت منلی دی.

یادې ډلې ادعا کړې، چې په دغه برید کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي او یو بل سخت ټپي شوی دی.

د دغې ډلې په اعلامیه کې ویل شوي، چې عملیات د ۲۰۲۶ کال د اګست پر ۱۰مه، د ماښام شاوخوا ۷:۱۰ بجې، د لرې واټن څخه د کنټرولېدونکي چاودېدونکي توکي په وسیله ترسره شوي دي.

بلوڅ متحد پوځ ادعا کړې، چې له برید وړاندې یې د سیمې د پوځي پوستو ترمنځ د سرتېرو تګ راتګ څارلی و او د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ یې عملیات ترسره کړي دي.

دې ډلې ویلي، چې د بلوچستان د بشپړې خپلواکۍ تر ترلاسه کېدو پورې به خپلو ورته عملیاتو ته دوام ورکړي.

#میثاق

راپورونه:ایران اربیل کې پر کردي ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړيد راپورونو له مخې، ایران د عراق د کردستان په اربیل...
12/08/2026

راپورونه:
ایران اربیل کې پر کردي ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي

د راپورونو له مخې، ایران د عراق د کردستان په اربیل سیمه کې د ایراني کردي مخالفو ډلو پر مواضعو توغندیز او بې‌پیلوټه بریدونه کړي دي.

د نیو ریجن د راپور له مخې، د اربیل د سوران ولسوالۍ په «الانا دره» کې د یوې کردي مخالفې ډلې پر مرکز درې توغندي لګېدلي او د دغې ډلې دوه غړي په کې ټپیان شوي دي.

راپورونه ښيي چې په وروستیو میاشتو کې د عراق د کردستان سیمه په ځانګړي ډول د ایراني کردي مخالفو ډلو پر مرکزونو د ایران د توغندیزو او ډرون بریدونو شاهد وه.

#میثاق

ځانګړی مستند له بـــــریا تـــر بریـــــاډیر ژر.... #میثاق
11/08/2026

ځانګړی مستند
له بـــــریا تـــر بریـــــا

ډیر ژر....

#میثاق

08/08/2026

مستند کمپاین - خوست، موسی‌خیل

قاری عمر، رهبر آن گروه شش‌نفره بود که در همین منطقه، پس از جنگی سخت، بر قطعات کمپاین پیروز شدند.

می‌گوید: در مقایسه با آنان، هم سلاح کم‌تر داشتند و هم افراد اندک؛ اما باور داشتند که آنها نمی‌توانند بر ایشان غلبه حاصل کنند.

در این‌جا به قطعات کمپاین «ضربتیان» نیز گفته می‌شود.

قاری عمر می‌گوید: عساکر امریکایی از نیروی «کی‌پی‌ایف» به‌ عنوان سپر استفاده می‌کردند و «کی‌پی‌ایف» نیز به‌ نوبهٔ خود، از مردم ملکی به‌ مثابهٔ سپر بهره می‌گرفت.

#میثاق #خوست #افغانستان #افغان #کمپاین #جنایت

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د عمران خان د بندي کېدو د درېیمې کلیزې په مناس...
05/08/2026

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د عمران خان د بندي کېدو د درېیمې کلیزې په مناسبت ویلي، چې پاکستان د درېیو کلونو پخوا په پرتله له اقتصادي او امنیتي پلوه په لا خراب وضعیت کې قرار لري.

نوموړي ویلي، که څه هم پاکستان په بهرني سیاست کې ځینې لاسته‌راوړنې لرلې، خو اقتصادي او امنیتي ستونزې یې زیاتې شوې دي.

خلیل‌زاد زیاته کړې، چې د اسلام‌اباد اړیکې له افغانستان او هند سره هم ترینګلې شوې دي او پاکستان د اوسني بحران د حل لپاره د خپلو تګلارو بنسټیزې بیاکتنې او کورنۍ پخلاینې ته اړتیا لري.

#میثاق

Address

Kabul
Kabul
۱۰۰۱

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ميثاق - Misaq posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to ميثاق - Misaq:

Shortcuts

Share

Category