Rana mushaira رڼا مشاعره

Rana mushaira رڼا مشاعره Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Rana mushaira رڼا مشاعره, Social Media Agency, Konduz.

د کندز ځوان شاعر او نومیالي شخصیت احسان الله آقتاش لنډه پېژندنه!ښاغلی احسان الله آقتاش محمدخېل د رئیس ضیاالحق آقتاش زوی ...
01/12/2025

د کندز ځوان شاعر او نومیالي شخصیت احسان الله آقتاش لنډه پېژندنه!

ښاغلی احسان الله آقتاش محمدخېل د رئیس ضیاالحق آقتاش زوی او د شهید ارباب عبدالحق لمسی، په ۱۳۷۷م لمریز کال د کندز ولایت د آقتاش ولسوالۍ د کابلیو په کلي کې، په یوه شهید پاله او علم‌دوسته کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې،
نوموړي د اقتصاد په برخه کې تر لیسانس پورې زده کړې کړې دي،ښاغلی آقتاش د ښې شاعرۍ تر څنګ د لوړ اخلاقو ژور فکر او بې‌سارې استعداد څښتن دی له ماشومتوبه یې له شعر او ادب سره ژوره مینه درلوده او د وطن ناخوالو او د ملت دردونو یې ذهن او زړه دومره راونغښت چې قلم یې په لاس کړ، او د شعر ژبه یې د خپل پیغام د رسولو وسیله وګرځوله اوس مهال په کندز راډیو کې د افغانستان د پښتو او دري ادبیاتو د ودې او روڼتیا په پار او د یاد شوي ژبي شاعرانو ملاتړ او هڅونې په موخه فرهنګي چارې پرمخ وړي نرم مزاجي، سخاوت، او صداقت یې د ژوند تګلاره ده د آقتاش ستر آرمان د ګران هېواد پرمختګ،د ځوان نسل لپاره د علم اسانه لاسرسی او تل‌پاتې سوله ده،
د شعر بیلګې یې په لاندې ډول دي
غزل!

چې ډاډه یم ستا په مینه مې باور دی
خدای درکړی د ښایست څنګ کې هنر دی

که راګورې نه رژېږمه لالیه!
ستا نظر لکه د ژمي موسم لمر دی

توره شپه ده، ستا یادونه، له خولې وینې
ټوټې شوی مې په تاپسې ځیګر دی

نور څه نشته خو بس دا به درته وایم
{(صدقه مې درنه دا شیندلی سر)} دی

زه یې څارمه آقتاشه ستا لپاره
دغه لاره که سهار که مازدیګر دی
**********************************
غزل !

ما لیدلي دي ډیر څه په دې وطن کې
هیر به نشی تر څو ساه مې وي په تن کې

اخ د مور وطن سلګۍ چې را په یاد کړم
شدید درد راته پیدا شي ټول بدن کې

د خیانت محفل ډیر ګرم ، د دې ښار و
بې تمرینه هر سړی ګډ وه آټن کې

با وجود د دومره زیاتو نعمتونو
خوشحالی نه وه،د ګران وطن چمن کې

ټول بچیان یې ترینه تیښتی ته مجبور ول
ښکاریدل په ژوندانه ټول زنکدن کې

چې پیـــدا له زرو پــلاره وي آقتاشه
هوم هغه کوي خیانت په دې ختن کې.
----------------------------------------------
نظم!

ژوند‌ د وطن خوږ دی که هرڅومره وي دلتنګ
زړونه پيونـــد شوي دل‍‍تـه نـه غواړو نور جنګ

خير که نن غربت دی د سبا په طمعه يو
هيلې مو تړلي د الله په طمعه يو
وړانګې د سهار ته د رڼا په طمعه يو
خدای به کړي راپيښه عاقبت زمونږ په رنګ
زړونه پيوند شوي دلته نه غواړو نور جنګ

ورک مو نفرتونه کړل، بخشش د زنده ګۍ
غيږه مو ورکړې ښه صفا د ورورولۍ
سترګې مو کړې ټيټې د مغرورې دنياګۍ
دواړه د يوه خاورې بچي به يو ترڅنګ
زړونه پيوند شوي دلته نه غواړو نور جنګ

خوارو زار وطنه تابه سيال کړو د جهان
ستا په آبادۍ کې به کړو ټول افغانستان
جوړه به ټاپي کړو قوشتيپه به کړو ودان
سترې پروژې به رغوو لکه سالنګ
زړونه پيوند شوي دلته نه غواړو نور جنګ

ځار دې شم يعقوبه لا اوچت دې شه جلال
خدای درته درکړی د يوسف غوندې جمال
تت مه شه عمره ستا د زوی صورت حال
دی د غليمانو سترګو خار د خطر زنګ
زړونه پيوند شوي دلته نه غواړو نور جنګ

هر يو غوښتنه د ولس به پوره کيږي
پوهې ته به کار کيږي مينه به خپريږي
پيغله به ډاکتره وي ځوان به تکړه کيږي
زړه به د غليم آقتاشه کړو دننه ړنګ
زړونه پيوند شوي دلته نه غواړو نور جنګ.
"""""""""""""""""""""""""""""""""""""""""""""""""
غزل!

په یار مې رحم کړه خالقه خدایه
د زړه له کور یې خبر شوی یمه

زما راستي دې ورته وښودله
له خطا ګانو یې تېر شوی یمه

تاچې د کوم دوزخ کیسې راوړي
زه ډېر پخوا ترې بهر شوی یمه

چې سپوږمۍ،ستوري په کې نه ځایږي
له خپل وطن څخه سیر شوی یمه

زه به یې څه کوم آقتاشه ګله
دیار له سترګؤ چې هېر شوی یمه.

صفحه درسره لایک او فالو کړې ملګرو 😘
د نورو شاعرانو پيژند ګلوي لپاره موږ و څاري
Rana mushaira رڼا مشاعره

شاعر شاعر عنایت الله ارمانی Rana mushaira رڼا مشاعره 1404/8/28
16/11/2025

شاعر شاعر عنایت الله ارمانی
Rana mushaira رڼا مشاعره
1404/8/28

پتمه يو 😘1404/8/28
16/11/2025

پتمه يو 😘
1404/8/28

شاعر محمدقسیم حبیبي 1404/8/28
16/11/2025

شاعر محمدقسیم حبیبي
1404/8/28

رڼا مشاعره😘د کندز ولايت د ټولو شاعرانو - ليکوالانو او نعت وايونکو د پام وړ .رڼا مشاعره پام کې لري چې خپل لومړنې مشاعره د...
13/11/2025

رڼا مشاعره😘
د کندز ولايت د ټولو شاعرانو - ليکوالانو او نعت وايونکو د پام وړ .
رڼا مشاعره پام کې لري چې خپل لومړنې مشاعره د کندز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا راتلونکي چهار شنبه 1404/8/28 تاريخ باندې 2:00 بجې بعد له غرمې ترسره کړې نو کوم شاعران او نعت وايونکي چې غواړي ونډه واخلي ده مشاعره کې د رڼا مشاعره مسول سره د اړيکه ونيسې .
پته : د کندز ولایت سپين زر شرکت ته نژدې د کندز عامه کتابخانه
ګډون آزاد دی.
د رڼا مشاعره مسول : 0784060899---0729853058

به تمام شاعران و نعت خوانان و نويسنده ګان ولايت کندز رسانيده ميشود.
که رڼا مشاعره اولين محفل خود را توسط رياست اطلاعات و فرهنګ ولايت کندز روز چهار شنبه به تاريخ 1404/8/28 ساعت 00 :2 بعد از ظهر برګزار می نمايد پس شاعران کې خواهان اشتراک در اين مشاعره هستند
به مسول رڼا مشاعره به تماس شويد.
0784060899----0729853058
آدرس : شهر کندز نزديک شرکت سپين زر کتابخانه عامه ولايت کندز
نوت : اشتراک علاقه مندان آزاد ميباشد

نن ورځ د رڼا ټولنې مسول او مدير ښاغلی محمد عيسی حقمل د کندز ولايت  له يو شمير شاعرانو او فعاله ځوانانو سره ادبي ناسته وک...
08/11/2025

نن ورځ د رڼا ټولنې مسول او مدير ښاغلی محمد عيسی حقمل د کندز ولايت له يو شمير شاعرانو او فعاله ځوانانو سره ادبي ناسته وکړه چې يادې غونډه کې د رڼا ټولنې مسول او مدير ښاغلی حقمل صيب د رڼا ټولنې په اړوند ځيني خبرې وکړې او ياده يې کړه چې رڼا ټولنه هغه ځوانانو ته چې پټ استعدادونه لري لومړيتوب ورکوي تر څو نورو ته څرګند شي او خپل ټولنې ته د خدمت ډګر کې ځلاند ووسې.
او همدارنګه ياده يې کړه چې رڼا ټولنه د کندز ولايت د اطلاعات او کلتور رياست په هماهنګي خپل فرهنګي فعاليتونه کوي او له ياد رياست څخه يې مننه وکړه چې ده علمي سفر کې يې د همکاري ډاډ ورکړ.
او په پای کې ښاغلي حقمل صيب د يادې غونډی ځوانانو نه د هغو نظرونه واوريدل او د راتلونکي پروګرام په اړه يې يادونه وکړه.

1404/8/17
Rana mushaira رڼا مشاعره

کوم ملګري چې غواړې اډډ شي واټساب ګروب کې لاندې لينک شته https://chat.whatsapp.com/L4gJIEwTh3lFroxlfnH0Luلومړې کمنټ کې هم...
02/11/2025

کوم ملګري چې غواړې اډډ شي واټساب ګروب کې لاندې لينک شته
https://chat.whatsapp.com/L4gJIEwTh3lFroxlfnH0Lu
لومړې کمنټ کې هم لينک شته مننه
پاڼه فالو او شير کړې Rana mushaira رڼا مشاعره

رڼا مشاعره د کندز ولايت ټول شاعران او ليکوالانو د پام وړ.رڼا مشاعره پام کې لري چې خپل لومړنې مشاعره د کندز ولايت اطلاعات...
31/10/2025

رڼا مشاعره
د کندز ولايت ټول شاعران او ليکوالانو د پام وړ.
رڼا مشاعره پام کې لري چې خپل لومړنې مشاعره د کندز ولايت اطلاعاتو او فرهنګ لخوا ترسره کړي .
ټول شاعران او ليکوالان ملګري د خبر وي.

د لازياتو معلوماتو د پاره ده نمبر ته رابطه وکړې مننه
+93 729853058
کوم شاعران ملګري چې غواړې مشاعره کې برخه واخي نو ده نمبر سره د رابطه وکړي .

د ( رڼا مشاعرې ) مسول او مدير
محمد عيسی ( حقمل )
+93 784060899

پښتون ارمان خان محمد پېښوری
Rana mushaira رڼا مشاعره

مطيع الله تورابلنډ پيژند ګلويمطيع الله توراب د پښتو ژبې ډېر ځلېدونکی شاعر دی. نوموړی له کلونو راهیسې په پښتو ژبه شعرونه ...
29/10/2025

مطيع الله توراب
لنډ پيژند ګلوي

مطيع الله توراب د پښتو ژبې ډېر ځلېدونکی شاعر دی. نوموړی له کلونو راهیسې په پښتو ژبه شعرونه لیکلي او پښتوژبې ته يې خورا خدمت کړې او همدارنګه د سپین بغاوت په نوم شعري ټولګه هم لري. ښاغلی تراب د اروښاد مولوي رسول دوست زوی او اروښاد الله دوست لمسی په ۱۳۵۰ه ش کال د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د کوز بهار د کاله خېلو کلي په یوه دینداره کورنۍ کې سترګې غړولي. تراب په څلورم ټولګي کې وو چې ګران هیواد ته جنګونو او ګډوډیو لاره راوکړه،دی هم لکه د نورو افغانانو په څېر ګاونډي هیواد ته مهاجر او د پیښور په بډه بیره کې میشت او بیا یې له هغه ځایه کورمې صدې ته کوچ وکړ غربت او هجرت تراب صیب له تعلیم له عظیم نعمت څخه بې برخې کړو ،چې شاعري یې پیل کړه،تر دې دمه یې په زیاته پیمانه شاعري کړې او څو چاپ شوي اثار هم لري لکه غبار پر هندارو،للمي ګلونه،د کاڼي اوبه او داسې نور

نشر کونکې Rana mushaira رڼا مشاعره
د نورو شاعرانو پيژند ګلوي د پاره موږ وڅاري
خان محمد پېښوری
پښتون ارمان

Address

Konduz

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Rana mushaira رڼا مشاعره posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share