مثبته فکری ټولنه

مثبته فکری ټولنه یوالی ـ پوهنه ـ پرمختګ

چهار فعال مدنی زن در مزارشریف تیرباران شدنداجساد این زنان که تیرباران شده بودند در گودالی در حومه شهرک خالد‌ بن‌ ولید در...
09/11/2021

چهار فعال مدنی زن در مزارشریف تیرباران شدند
اجساد این زنان که تیرباران شده بودند در گودالی در حومه شهرک خالد‌ بن‌ ولید در جنوب مزارشریف پیدا شد

پکتیکا کې د جمهوریت ملاتړ ولسي غونډهد پکتیکا ولایت مرکز ښرنې او ولسوالیو سلګونو اوسیدونکو د شنبې په ورځ د یوې راټولېدنې ...
06/04/2021

پکتیکا کې د جمهوریت ملاتړ ولسي غونډه

د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې او ولسوالیو سلګونو اوسیدونکو د شنبې په ورځ د یوې راټولېدنې په ترڅ کې له جمهوریت څخه ملاتړ او د موقت حکومت د جوړېدو مخالفت وکړ.

په دې غونډه کې چې قومي مشران، سپین ږېري، ځوانان او مېرمنې را ټولې شوي په یوه غږ د جمهوریت تر څنګ د اوربند، سولې او د تېرو اتلس کلنو لاسته راوړنو په ساتلو ټینګار کوي.

دوی وایي، موقت او سرپرست حکومتونو کې ورته خپل راتلونکی سم نه بریښي او له ښکیلو لوریو غواړي څو د سولې په خبرو کې د قدرت تر لاسه کولو پر ځای اوربند ته لومړیتوب ورکړي.

د غونډې ګډونوالو په قطر کې د سولې خبرو له دواړو پلاوو وغوښتل، چې د نظامونو د بدلون پرځای دې په اوربند او نورو اساسي موضوعاتو پایله لرونکي بحثونه وکړي.

دوی وایي، د نظام بدلون د تېرو وختونو د ترخو تجربو تکرار دی او نه غواړي د نظام اوسنۍ لاسته راوړنې یوه په بله پسې له لاسه ورکړي.

د پکتیکا اوسیدونکي زیاتوي چې موقت او سرپرست حکومتونه د اویایمو لسیزو ترخو تجربو تکرار دی او نه غواړي د سولې تر نوم لاندې د یوه بل جنګ او ناورین سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په خوست، پکتیا، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم زرګونو خلکو په جلا جلا راټولېدنو کې له جمهوریته ملاتړ اعلان کړی دی.

خو په دې سربېره بیا هم هم د خلکو او سیاسي چارواکو تر منځ د سولې په روانو خبرو کې وخت ناوخت د موقت، همه شمول او سرپرست حکومتونو خبرې او بحثونه کیږي.

تازه د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب ویلي، چې افغان حکومت د جمهوریت او ټاکنو له لارې د واک انتقال ته ژمن دی.

محب وایي، وسله وال طالبان لا هم نه دي بدل شوي، جنګ ته یې تیاری نیولي او غواړي د زور له لارې واک ته ورسیږي.
وسله والو طالبانو بیا دا خبرې رد کړي.

کورنیو چارو وزارت: طالبانو تېره یوه ورځ کې ۲۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولېکورنیو چارو وزارت وايي، وسلوالو طالبانو د خپل تا...
03/04/2021

کورنیو چارو وزارت: طالبانو تېره یوه ورځ کې ۲۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

کورنیو چارو وزارت وايي، وسلوالو طالبانو د خپل تاوتریخوالي پر دوام تېره یوه ورځ کې ۲۷ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، تېره ورځ د وسله والو طالبانو په بریدونو او ماین چاودنو کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱ تنه ټپيان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن شنبه ( د حمل ۱۴) رسنیو ته په استول شوي غږیږ پیغام کې ویلي چې په وژل شوو کسانو کې یو ماشوم او ټپیانو کې ښځې هم شاملې دي.

هغه ویلي: “دغه پېښې د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالي په منجان، د تخار د خواجه غار ولسوالي په قشلاق کندهاري سیمه، د سرپل ولایت د ګوسفندي ولسوالي په صیاد سیمه، په جلال اباد ښار، په حصارک ولسوالي او د خوست ولایت د صبري ولسوالي په نهار کلي کې رامنځته شوې دي.”

ارین دغه راز زیاته کړی چې وسله وال طالبان هره ورځ د ماینونو ځای پر ځای کولو سره د ملکي خلکو ژوند اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې نن شنبه هم د بلخ مرکز مزارشریف کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه تنه ټپیان کړې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

مالیې وزارت: د ګمرکونو ۵۰ سلنه عواید شخصي جیبونو ته ځيد افغانستان د مالیې وزارت وایي، د هېواد ۵۰ سلنه عواید شخصي جیبونو ...
02/04/2021

مالیې وزارت: د ګمرکونو ۵۰ سلنه عواید شخصي جیبونو ته ځي

د افغانستان د مالیې وزارت وایي، د هېواد ۵۰ سلنه عواید شخصي جیبونو ته ځي.

د دغه وزارت سرپرست محمد خالد پاینده تېره ورځ په کابل کې یوې خبرې غونډې ته د وینا پر مهال د ولسمشر اشرف غني هغه نېوکې پر ځای وبللې چې ویلي وو د هېواد ۵۰ سلنه عواید شخصي جیبونو ته ځي.

نوموړي څرګنده کړه چې د یو شمیر ولایتونو په ګمرکو کې یې داسې اسناد موندلي چې د اصلي جنس پر ځای ناقانونه توکي او موټر افغانستان ته وارېدیږي.

هغه د ناقانونه توکو په وارېدېدلو کې د ګمرکونو کارکوونکي لوړپوړي چارواکي او خصوصي سکټور ګرم وباله.

دا په داسې حال کې ده چې ماليې وزارت په ګمرکونو کې د ډیرو ستونزو خبره کوي خو وایي د یادو ستونزو د هواري لپاره پر ډيجټیلي ترازو، د سکن ماشین، امنیتي کمرو، د ګمرکونو بیا رغونه، پارکېنک جوړول او په ګمرکونو کې د اصلاحاتو پر بدلون خبره ټینګار کوي.

سرپرست وزیر محمد خالد دغه راز زیاتوي چې څو ګاونډیو هېوادنو سره توافق ته نه وي رسېدلی یادې ستونزې حل نه کړل شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال د نورو کلونو په پرتله تر ټولو ډیر ۲۱۶ میلیارده افغانۍ عواید یې راټول کړي دي.

پکتیکا کې ترافیکي پېښې ۱۳ کسان ټپیان کړيد پکتیکا ولایت سیمه ایز چارواکي وایي، دې ولایت کې د واده موټرو د ټکر له امله ۱۳ ...
31/03/2021

پکتیکا کې ترافیکي پېښې ۱۳ کسان ټپیان کړي

د پکتیکا ولایت سیمه ایز چارواکي وایي، دې ولایت کې د واده موټرو د ټکر له امله ۱۳ کسان ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت د امنیه قومانداني ویاند شاه محمد ارین وایي، د دغه ولایت د ارګون او سر روضې ولسوالیو تر منځ په غځیدلي سړک د واده د دوو موټر د ټکر له امله ۱۳ کسان ټپیان شوي دي.

ارین زیاتوي چې دا پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته رامنځ ته شوې ده.

نوموړی وایي، په ټپیانو کې ښځې او نارینه شامل دي، چې تر منځ یې د شپږو کسانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او د ښې درملنې په موخه د پکتیا مرکز ګردېز ته لیږل شوي دي.

ورته مهال په همدې ورځ په ننګرهار ولایت کې هم د تورخم جلال اباد په لویه لار د واده د موټرو د ټکر له امله د ناوې او شاوو په ګډون ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

دا په داسې حال کې ده چې د دا ډول پېښو ډیری علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي په ګوته کیږي چې دې وروستیو کې یې کچه خورا لوړه شوې او له کبله یې د هېواد له بېلا بېلو ولایتونو د مرګ ژوبلو راپورونه ورکول کیږي.

د مالیې پخوانی وزیر او دوه کارمندان په فساد تورن شويپه امریکا کې د افغانستان سفارت ۷۰ متره دیوال په ډیره لوړه بیه ورغول ...
30/03/2021

د مالیې پخوانی وزیر او دوه کارمندان په فساد تورن شوي

په امریکا کې د افغانستان سفارت ۷۰ متره دیوال په ډیره لوړه بیه ورغول شوی په همدې اړه ډیری شکونه راولاړ شول چې ګوندې پدې دیوال جوړیدنه کې پراخ فساد شوی.

د مالیې پخوانی وزیر همایون قیومي، شامحمود څرګند د ولسمشر پخوانی مشاور او رویا رحماني په واشینګټن امریکا کې د افغانستان پخوانۍ سفیره د دیوال په فساد کې شریک ګڼل شوي.

ابتدایه محکمې داسې اسناد موندلي چې پکې دغه درې تنه په فساد کې ښکیل ګڼل شوي، زیاتوي په دغه ۷۰ متره دیوال ۲ میلیونه ډالر مصرف راغلی چې پکې فساد، د ظیفې سم نه درسره کول او د شفافیت نشتون وجود لري

په دغو تورونو تور دی چې ۷۱۹ زره ډالر اختلاص یې کړی ، تر اوسه دغو درې تنو پدې اړه څه ندي ویلي

ناڅرګندو وسله والو د جلال اباد ښار په بېلا بېلو سيمو کې درې ښځينه واکسيناتورانې په ډزو وژلې دي.د ولایت ویاند عطاءالله خو...
30/03/2021

ناڅرګندو وسله والو د جلال اباد ښار په بېلا بېلو سيمو کې درې ښځينه واکسيناتورانې په ډزو وژلې دي.

د ولایت ویاند عطاءالله خوږیانی وایې لومړۍ پېښه د څلورمې ناحیې اړوند مجبور اباد سیمه کې رامنځته شوې چې یوه ښځینه واکسناتوره پکې وژل شوې نوموړی وایې دویمه پېښه د اوومې ناحیې اړوند لعل قاسم آغا سیمه کې رامنځته شوې ده چې په کې دووه واکسناتورانې وژل شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې د صحت عامې ترڅنګ د کتلوي معافیت دفتر مختې ته لومړی ماین چاودنه شوې وه خو په کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې تراوسه د یادو پېښو مسئولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی

د کورونا ویروس د انتقال د احتمال په اړه تازه څېړنهراپورونه وایي، په یوه تازه څېړنه کې موندل شوې چې کورونا ویروس له حیوان...
30/03/2021

د کورونا ویروس د انتقال د احتمال په اړه تازه څېړنه

راپورونه وایي، په یوه تازه څېړنه کې موندل شوې چې کورونا ویروس له حیواناتو څخه انسانانو ته انتقال شوی وي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس په یوه تازه راپور کې ویلي چې د روغتیا نړیوال سازمان او چین هېواد په ګډه یوه تازه څېړنه پیل کړی، څو معلومه کړي د کورونا ویروس د پیدا کېدو رېښه له کومه ځایه پیل شوې ده.

راپور وایي، دا څېړنه لا هم بشپړه شوې نه ده خو وایي دا احتمال شته چې کورونا ویروس دې د ماښامي یا ښاپېرک په وسیله له بل حیوان نه انسان ته لېږدول شوی وي.

اسوشیتید پریس وایي، په دې څېړنه کې هغه راپورونه په کلکه له امکانه لرې بلل شوي چې ویل کېدل، کورونا ویروس له لابراتواره لیک شوی دی.

سرچینه کاږي، د کورونا ویروس د ریښې موندلو په هدف شوې مطالعه پراخه ده، خو داسې ویل شوي چې ګڼې پوښتنې لا بې ځوابه پاتې دي.

څیړونکو بیا د خپل کار د دوام وړاندیز کړی دی او ویلې یې دي، دوی په هره برخه کې پراخه څېړنه کوي، خو یوازې هغې تیوري سره غرض نه کوي چې له لابراتواره د ویروس د تیتېدو خبره په کې ده.

د راپورونو له مخې د چین او ډبلیو.ایچ.او د دې ګډ راپور خپرېدل هم ځنډیدلي دي، له دې سره داسې اندیښنې راپورته شوي چې ممکن چین د راپور په موندنو کې لاسوهنه وکړي او د ځان د ملامتۍ ټکی ترې وباسي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس دغه راز د روغتیا نړیوال سازمان د یوه چارواکي له قوله لیکلي، د دوی دا موندنې به په څو ورځو کې خپرېدو ته چمتو شي.

د موندنو په هغې طرحه کې چې اسوشیتید پریس ته یوه ډيپلومات د نوم نه ښودو په شرط ورکړې، څو برخې شاملې دي.

دلته ویل شوي چې له یوه حیوان یا ژوي د بل په وسیله انسان ته د ویروس د لېږد احتمال شته، دوی دغه لېږدونکی ژوی ماښامی یا ښاپیرک یاد کړی دی.

ځکه دغه ویروس ته د نژدې بل ویروس نښې نښانې په همدې ښاپېرک کې لیدل شوي دي.

پنګولین هغه سمندري ژوی دی چې د راپور له مخې د دغه ویروس نښې په کې لیدل شوي، خو د موندنې اټکل دادی چې د ویروس لېږدونکي همدا ښاپیریک او د مینک په نوم بل ژوی دی.

راپور کې راغلي، د کنګلي یا یخو خوړو له لارې هم د ویروس د لېږد احتمال شته، خو ډېر نه.

دا په داسې حال کې ده چې کورونا ویروس چې د چین له اوهان څخه پیل او د نړۍ ټولو هېوادونو ته په چټکۍ ورسید.

دغه ویروس د افغانستان په ګډون په نړۍ کې د میلیونونو کسانو د ژوند د اخیستو سربېره ستر اقتصادي ناورین هم له ځانه سره درلود.

د یادونې وړ ده چې دا ویروس لا هم په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی او لا هم نړۍ کې هره ورځ د سلګونو کسانو ژوند اخلي.

ولسمشر: که د افغانستان طبیعي زېرمې مدیریت شي، هیڅ افغان به له لوږې سره مخ نه شيولسمشر محمد اشرف غني وایي، افغانستان پرېم...
29/03/2021

ولسمشر: که د افغانستان طبیعي زېرمې مدیریت شي، هیڅ افغان به له لوږې سره مخ نه شي

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، افغانستان پرېمانه طبیعي زېرمې لري او که د یادو زېرمو مدیریت په ښه توګه ترسره شي نو هېڅ افغان به له لوږې سره مخ نه شي.

هغه نن د ځوانانو شورا د پرانیستې مراسمو کې د وینا پر مهال وویل چې د هېواد طبیعي زېرمو په مدیریت سره به د ټولو هېوادوالو اقتصادي ستونزې حل شي.

ولسمشر دغه راز زیاته کړه چې د هېواد په حکومتي ادارو کې له دولتي منابعو هیڅ ګټه نه اخیستل کېږي.

هغه له ډېرو جزیاتو ورکولو پرته وویل چې اوسمهال د هېواد لږ تر لږه ۵۰ سلنه عواید غلا کېږي.

نوموړي ځوانانو ته په خطاب کې وویل، هر هغه څوک چې تعصب او فساد کوي، ملي وحدت ته صدمه رسوي، د هغوی پر وړاندې باید پیاوړې او کارنده مبارزه وشي.

ولسمشر غني دغه راز د سولې پروسې ته په اشارې څرګنده کړه چې په تېرو ۴۲ کلونو کې د افغانستان خلک د سولې له حقه بې برخې وو او اوس باید په خپله د خپل راتلونکي نظام د جوړونې لپاره پرېکړه وکړي.

په ورته وخت کې نن په خوست ولایت کې زرګونو خلکو د نظام د بقا په موخه د جمهوریت په ملاتړ غونډه ترسره کړه او له بهرنیو ګاونډیو هېوادونو څخه یې غوښتنه وکړه څو د افغانستان د جمهوریت په چارو کې له لاسوهنو لاس په سر شي.

صدیقي: په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي مسؤل طالبان ديد ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وایي، طالبانو د هېواد ورانولو ته د...
29/03/2021

صدیقي: په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي مسؤل طالبان دي

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وایي، طالبانو د هېواد ورانولو ته دوام ورکړی دی او دا ډله سولې ته ژمنتیا نه لري.

نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي: « د سولې په روان بهیر او زموږ د خلکو پر وړاندې د طالبانو د ناجایزې جګړې د پای ته رسېدو په اړه د افغان حکومت او خلکو هڅې، چې د ۴۲۰ قاچاقبرانو او لویو مجرمینو په ګډون د ۶۱۰۰ طالب بندیانو خوشې کول وو باید له پامه ونه غورځول شي.»

نوموړي زیاته کړې، یاده ډله په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي مسؤل دي.

صدیق صدیقي وړاندې لیکلي: «طالبانو د هېواد ورانولو ته دوام وکړی او سولې ته ژمنتیا نه لري، طالبان د روان تاوتریخوالي ځواب ویونکي دي، افغانان باید پوه شي، چې د ۶۱۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدلو باوجود ولې جګړه دوام لري.»

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیق دا څرګندونې داسې مهال کوي چې طالبانو په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې افغان ځواکونو د خوست د صبریو ولسوالیو مختلفو سیمو په ګډون نورو ولایتونو کې بمبارونه کړي دي او ګڼ شمېر ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په ورته وخت کې رویټرز خبري اژانس وایي، د ولسمشر بایډن اداره هڅه کوي، پر طالبانو او افغان حکومت فشارونه راوړي، څو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه تر ټاکلې نېټې له مخې پر سولې موافقه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په خپلو لومړنیو هڅو کې دواړه لوري یوه سیاسي توافق ته هڅوي، چې تلپاتې اوربند او سولې ته لار هواره شي.

28/03/2021
28/03/2021

نظرسنجی تازۀ نهاد تحقیقاتی گالوپ، نشان می‌دهد که زندگی افغان‌ها پیشرفت‌های قابل توجه نداشته و ۸۵ درصد آنان رنج می‌کشند که بلندترین آمار در سطح جهان است.

Address

Maidan Wardak
Wardak

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when مثبته فکری ټولنه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to مثبته فکری ټولنه:

Share