21/09/2026
د بمبارۍ له شپو تر ویجاړیو؛ د مبین د ژوندي پاتې کېدو کیسه
کونړ ــ د کونړ د نورګل ولسوالۍ د پټن کلي اوسېدونکی مبین هغه شپه لا هم په یاد لري؛ هغه شپه چې د هوايي برید له درنو چاودنو سره یې د کورنۍ ژوند په یوه شېبه کې بدل شو.
مبین وايي، د شپې د بمبارۍ پر مهال د خپل زوی په فریاد راویښ شو. کله یې چې سترګې پرانیستې، د کور چاپېریال یې په ویجاړیو کې ولید او د کورنۍ د غړو د ژغورلو هڅه یې پیل کړه.
مبین وايي: «د خپل زوی په فریاد راویښ شوم، سترګې مې چې رڼې کړې؛ هر څه وران او ویجاړ وو.»
د نوموړي په خبره، د الوتکو او چاودنو غږونو د کورنۍ غړي سخت وېرولي وو. د بمبارۍ له پای ته رسېدو وروسته، د پخوانیو کورونو پر ځای ویجاړې ودانۍ او د ټپیانو او پاتې کسانو فریادونه اورېدل کېدل.
مبین، چې له دې برید څخه ژوندی پاتې شوی، وايي د هغه شپې صحنې به یې له ذهنه هېڅکله ونه وځي. نوموړی د خپلو کورنیو غړو د وضعیت او د رامنځته شویو ویجاړیو په اړه د دردناکو خاطرو یادونه کوي.
د پټن کلي د اوسېدونکو په وینا، هوايي برید نه یوازې د خلکو کورونه زیانمن کړي، بلکې د سیمې د خلکو پر ژوند یې هم ژوره اغېزه کړې ده. د برید له امله د رامنځته شویو مرګژوبلې او مالي زیانونو په اړه د کره شمېرې د معلومولو لپاره لا هم د سیمې د اوسېدونکو معلومات او نورې سرچینې ارزول کېږي.
د مبین کیسه د هغو کورنیو د درد یوه بېلګه ده چې د جګړې په ترڅ کې یې خپل کورونه، خپلوان او د ژوند د خوندیتوب احساس له لاسه ورکړی دی.