Sarkhat

Sarkhat your go-to source for balanced, inـdepth coverage of afghan society, politics, culture, and thinking from within and outside afganistan!

رویټرز په یو تحلیلي راپور کې له ایران سره په جګړه کې د ډونالډ ټرمپ د اعلان شویو موخو او د هغوی د پوره کېدو کچه څېړلې ده....
17/06/2026

رویټرز په یو تحلیلي راپور کې له ایران سره په جګړه کې د ډونالډ ټرمپ د اعلان شویو موخو او د هغوی د پوره کېدو کچه څېړلې ده.
د سرخط د راپور له مخې او د رویټرز په حواله، د امریکا ارزونې ښيي چې په وروستۍ جګړه کې د اسلامي جمهوري د توغندیزو، ډرون او دودیزو پوځي وړتیاوو لویه برخه زیانمنه شوې ده، خو د واشنګټن اصلي موخې لا تر اوسه په بشپړه توګه نه دي ترلاسه شوې.
د دغه راپور پر بنسټ، امریکا ادعا کوي چې د ایران په زرګونو توغندي او ډرون الوتکې ویجاړ شوي یا له عملیاتي دورې څخه ایستل شوي او د اسلامي جمهوري د دفاعي او سمندري سیسټمونو لویه برخه هم په نښه شوې ده.
له دې سره سره، د اتومي انرژۍ دوسیه لا هم بې برخلیکه پاتې ده. رویټرز لیکي چې د امریکا استخباراتي اټکلونه ښيي چې اتومي وسلو ته د لاسرسي لپاره د ایران اړین وخت د جګړې د مخکې په پرتله کوم د پام وړ بدلون نه دی کړی او دا موضوع اوس د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو اترو په اصلي محور بدله شوې ده.
د راپور په یوه بله برخه کې راغلي چې په سیمه کې د اسلامي جمهوري دولت د متحدو ډلو نفوذ او عملیاتي ځواک کم شوی، خو تهران لا هم د دغو ډلو ملاتړ کوي او په دې برخه کې د محدودیتونو منلو ته چمتو شوی نه دی.
رویټرز دغه راز لیکي چې د ټرمپ یو له لومړنیو موخو څخه په ایران کې د چلند بدلون یا حتی د واک د جوړښت بدلول وو، خو اسلامي جمهوري دولت لا هم په واک کې پاتې دی او دا موخه هم په بشپړه توګه نه ده ترلاسه شوې.
په ټوله کې، د دې راپور پایله دا ده، چې امریکا د اسلامي جمهوري دولت د پوځي ځواک په کمزوري کولو کې لاسته راوړنې لرلې دي، خو د اتومي دوسیې، د تهران د سیمه ییز نفوذ او خپلو اوږدمهالو سیاسي موخو په برخه کې لا هم وروستۍ پایلې ته نه ده رسېدلې.
Sarkhat #سرخط

د جون په ۱۴مه، د هالنډ د بېورویګ په ښار کې د غرغښت او پیوستون کلتوري ټولنو په ګډ نوښت د پښتو ژبې نړیواله ورځ په شانداره ...
16/06/2026

د جون په ۱۴مه، د هالنډ د بېورویګ په ښار کې د غرغښت او پیوستون کلتوري ټولنو په ګډ نوښت د پښتو ژبې نړیواله ورځ په شانداره او ځانګړو فرهنګي مراسمو سره ولمانځل شوه. دا درنه غونډه د غرغښت ټولنې د مشر، محمد نوروز عظیم، په وینا پیل شوه؛ هغه پښتو د یوه عظیم ملت، غني تمدن او انساني ارزښتونو د استازیتوب ژبه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د دې ژبې ساتنه او پرمختګ د هر افغان ګډ مسؤلیت دی. ورپسې لیکوال او ژورنالیست، محمد صادق رښتیني، د غونډې ګډونوالو ته د پښتو ژبې او مصنوعي ځیرکتیا (AI) د اړیکو او ننګونو په اړه په زړه پورې وینا وکړه. نوموړي وویل چې نن سبا نوی نسل له ChatGPT، Google او Siri غوندې هوښیارو سیستمونو سره لویېږي او که پښتو په دغو ډیجیټلي علومو کې ځای ونلري، راتلونکي نسلونه به له خپلې مورنۍ ژبې لرې پاتې شي. هغه په ډاګه کړه چې دا یوازې یو تخنیکي بحث نه، بلکې زموږ د کلتوري او ملي هویت خبره ده او د پښتو خدمت اوس یوازې په شعر او ادب نه کېږي، بلکې کمپیوټر، موبایل او ځیرک سیستمونه باید په پښتو پوه شي.
د همدې هدف په لړ کې، په غونډه کې له احمد ولي اڅکزي، حنیف رحمان او جانداد جهاني څخه ځانګړې ستاینه وشوه چې له کلونو راهیسې یې د پښتو ژبې د ډیجیټلي کولو، ژبنیو پروژو او مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې خورا ارزښتمن او عملي ګامونه اخیستي دي. همدارنګه په هېواد کې د زده کړو د فعال مطیع الله ویسا د هڅو درناوی هم وشو چې په دې وروستیو کې یې په فرانسه کې د ازادۍ نړیواله جایزه ترلاسه کړې ده.
د دې فرهنګي لمانځنې په څنډو کې د پښتو کتابونو یو ښکلی نندارتون هم جوړ شوی و، چې د نویو او پخوانیو اثارو مینه والو ته پکې د مطالعې زمینه برابره شوې وه. د غونډې بلې برخې ته شاعرانو په خپلو تودو او عاطفي اشعارو سره کلتوري رنګ ورکړ او په پای کې محفل د استاد کریم لمر په ملي سندرو، زړه راښکونکو ترانو او د کډونوالو په دودیزو اتڼونو سره سرته ورسېد، په داسې حال کې چې ټولو د پښتو ژبې د معیاري کېدو او په نوې ډیجیټلي نړۍ کې د هغې د پیاوړي حضور غوښتنه کوله.
Sarkhat #سرخط

رویټرز د ایران او امریکا د هوکړې د مسودې جزیات خپاره کړلد رویټرز خبري اژانس د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي په حواله د تهرا...
14/06/2026

رویټرز د ایران او امریکا د هوکړې د مسودې جزیات خپاره کړل
د رویټرز خبري اژانس د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي په حواله د تهران او واشنګټن ترمنځ د تفاهم‌نامې د مسودې نوي جزئیات خپاره کړي دي؛ هغه سند چې د ایران له اټومي پروګرام څخه نیولې تر هرمز تنګي، د تېلو بندیزونو او د کنګل شویو شتمنیو پورې موضوعات په کې شامل دي.
د «سرخط» د راپور له مخې، د دې مسودې پر بنسټ ایران ژمنه کوي چې سمدستي به د هرمز تنګی د ټولو سوداګریزو کښتیو پر مخ پرانیزي او په بدل کې به یې امریکا هم د ایران د بندرونو د سمندري کلابندۍ (محاصرې) د پای ته رسولو لړۍ پیل کړي؛ هغه پروسه چې ټاکل شوې ده په ۳۰ ورځو کې بشپړه شي.
په اقتصادي برخه کې: امریکا ژمنه کوي چې تر وروستۍ هوکړې پورې به پر ایران نوي بندیزونه نه لګوي او د یوې ټاکلې مودې لپاره به د تېلو بندیزونه وځنډوي ترڅو تهران وکولی شي تېل صادر کړي او عاید یې ترلاسه کړي.
دغه راز، واشنګټن د ایران د ۲۵ ملیارد ډالرو کنګل شویو شتمنیو له ازادولو سره موافقه کړې ده. ټاکل شوې دا سرچینې د نغدي لېږد، د سیمې د هېوادونو د همکارۍ او د مالي اعتبار د کریډیټ لاینونو له لارې د ایران په واک کې ورکړل شي. له دې سره سره، لا روښانه نه ده چې دا پیسې به یوځای ورکول کېږي که په پړاوونو کې، او دا چې د شتمنیو ازادول به تر وروستۍ هوکړې مخکې وي که وروسته.
په اټومي برخه کې: تهران ژمنه کړې چې نه به د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوي او نه به یې د ترلاسه کولو لپاره ګام پورته کوي. همداارنګه به تر وروستۍ هوکړې پورې د یورانیمو بډایه کول نه پراخوي او نوي اټومي تاسیسات به نه جوړوي.
د دې راپور له مخې، ایران دنده لري چې په هېواد کې دننه او تر څارنې لاندې د لوړ غلظت لرونکو یورانیمو د زېرمو د رقیق کولو (کم غليظه کولو) چاره ترسره کړي. د اټومي پروګرام جزئیات، د بډایه کولو کچه او د یورانیمو د زېرمو د مدیریت څرنګوالي په اړه به په راتلونکو ۶۰ ورځو کې خبرې اترې وشي او په وروستۍ هوکړه کې به وټاکل شي.
Sarkhat #سرخط

وال‌سټریټ ژورنال: د ایران سیمه ئیزه تګلاره له بقا څخه د نظم جوړولو په لور بدلون موندلید «وال‌سټریټ ژورنال» ورځپاڼې په یو...
09/06/2026

وال‌سټریټ ژورنال: د ایران سیمه ئیزه تګلاره له بقا څخه د نظم جوړولو په لور بدلون موندلی
د «وال‌سټریټ ژورنال» ورځپاڼې په یوه نوي تحلیل کې لیکلي چې د ایران جمهوري اسلامي نور یوازې د خپلې بقا او د نظام د ساتلو په لټه کې نه دی، بلکې هڅه کوي ځان د منځني ختیځ د نوي نظم په رامنځته کولو کې د یو ټاکونکي او اصلي لوبغاړي په توګه تثبیت کړي.
د «سرخط» د راپور له مخې او د «وال‌سټریټ ژورنال» په حواله، پر اسرائیل باندې د اسلامي جمهوري مستقیم میزایل او بې‌پيلوټه الوتکو بریدونه باید یوازې یو پوځي عملیات ونه ګڼل شي، بلکې دا اقدامات په سیمه کې د ځواک د موازنې د بدلولو لپاره د یوې پراخې ستراتیژۍ د برخې په توګه ارزول کېږي.
دغې امریکایۍ ورځپاڼې لیکلي چې په تېرو څو لسیزو کې د اسلامي جمهوري دودیزه ستراتیژي د نیابتي ډلو لکه حزب‌الله، حوثيانو او په عراق کې د تړلو وسله‌والو ډلو پر کارولو ولاړه وه او تهران معمولاً له اسرائیل او امریکا سره له مستقیمې جګړې ډډه کوله؛ خو وروستي تحولات ښيي چې دغه الګو او کړنلاره د تغیر په حال کې ده.
د دې تحلیل پر بنسټ، ایران له دغو وروستیو مستقیمو بریدونو څخه درې موخې تعقیبوي: اسرائیل ته د (مخنیوي) د پیغام لېږل، په مذاکراتو کې پر امریکا د فشار راوړل او د سیمې په معادلو کې د یو اصلي لوبغاړي په توګه د خپل ځایګي ټینګول.
وال‌سټریټ ژورنال دغه راز د ایران اقتصادي وضعیت ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د بندیزونو د دوام، لوړ انفلاسیون او د اقتصاد د جوړښتي ستونزو سره سره، د ایران حکومت د خپلو پوځي فعالیتونو له کمولو ډډه کړې او لا هم له پوځي ځواک څخه د اقتصادي کمزوریو د جبرانولو او د چنې وهلو د ځواک د زیاتولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.
د دې تحلیل په بله برخه کې راغلي چې اسلامي جمهوري د خپل اتومي پروګرام، هرمز تنګي، نیابتي ډلو او میزایلي وړتیا په څېر موضوعات جلا جلا دوسیې نه ګوري، بلکې دا ټول په راتلونکو مذاکراتو کې د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د یوې واحدې ستراتیژۍ برخه ګڼي.
وال‌سټریټ ژورنال همدارنګه په دې باور دی چې په لبنان، غزه او سوریه کې د اسلامي جمهوري د ځینو نیابتي ځواکونو کمزوري کېدل د دې لامل شوي چې تهران د مخنیوي او دفاعي ځواک رامنځته کولو لپاره تر بل هر وخت زیات پر خپل میزایلي او ډرون ځواک باندې تکیه وکړي.
دغې ورځپاڼې د خپل رپوټ په پایله کې ټینګار کړی چې د اسلامي جمهوري وروستي اقدامات یوازې تاکتیکي غبرګونونه نه دي، بلکې د تهران په سیمه ییز سیاست کې د یوې اوږدمهالې ستراتیژیکي تحول نښه ده؛ هغه تحول چې موخه یې د نفوذ زیاتول او د منځني ختیځ په راتلونکي کې په مستقیم ډول د رول لوبول دي.
Sarkhat #سرخط

د هرمز تنګي ته نږدې د امریکا د پوځ یوې اپاچي هليکوپټرې سقوط کړید امریکا د پوځ یوه اپاچي (Apache) هجومي هليکوپټر د هرمز ت...
09/06/2026

د هرمز تنګي ته نږدې د امریکا د پوځ یوې اپاچي هليکوپټرې سقوط کړی
د امریکا د پوځ یوه اپاچي (Apache) هجومي هليکوپټر د هرمز تنګي ته نږدې لوېدلې ده او د پېښې لامل تر اوسه ندی په ډاګه شوی.
د «سرخط» د راپور له مخې او د نیویارک ټایمز په حواله، د امریکا د پوځ دغه اپاچي هجومي هليکوپټر د دوشنبې په ورځ د غبرګولي پر ۱۸مه د هرمز تنګي په څنډو کې نسکوره شوې ده.
د دغه رپوټ پر بنسټ، د هليکوپټرې دواړه پیلوټان توانېدلي چې له دې پېښې روغ ووځي او وژغورل شي.
نیویارک ټایمز د دوو باوري سرچینو له قوله لیکلي، چې تر اوسه دا روښانه نه ده چې ایا دا الوتکه د ایران د ځواکونو د ډزو له امله راغورځېدلې، که تخنیکي ستونزه وه او یا هم کوم بل لامل.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د دې پېښې رامنځته کېدل تائید کړي او ویلي یې دي چې واشنګټن به نن د دې پېښې د جزئیاتو په اړه یو رسمي بیانیه خپره کړي.
Sarkhat #سرخط

په موساد کې د واک جګړه؛ ولې ګوفمن نتانیاهو ته تر ټولو نږدې امنیتي څېره له دندې ګوښه کړه؟یوازې څو ورځې وروسته له هغې چې ر...
07/06/2026

په موساد کې د واک جګړه؛ ولې ګوفمن نتانیاهو ته تر ټولو نږدې امنیتي څېره له دندې ګوښه کړه؟
یوازې څو ورځې وروسته له هغې چې رومن ګوفمن د بنیامین نتانیاهو په ملاتړ د موساد د مشرۍ پر څوکۍ کښېناست، د هغه لومړنۍ لویه پرېکړه د اسرائیل په استخباراتي اداره کې په یو شوک بدله شوه؛ د موساد د مرستیال اخراج، هغه کس چې د اسرائیلو په رسنیو کې په مستعار نوم «الف» پېژندل کېږي او د دغه سازمان په معاصر تاریخ کې یو له خورا اغېزمنو څېرو څخه ګڼل کېده.
د سرخط د راپور له مخې او د اسرائیلي رسنیو په حواله، دا پرېکړه له دې امله د هېښتیا وړ ده چې د کیسې دواړه خواوې په یوه سیاسي کمپ پورې تړاو لري. ګوفمن په امنیتي برخه کې نتانیاهو ته تر ټولو نږدې کس دی او تر دې وړاندې یې د لومړي وزیر د نظامي سکرتر په توګه دنده ترسره کوله. «الف» هم په موساد کې د یو بشپړ «بي‌بي‌سټ» (د نتانیاهو کلک پلوی) په توګه شهرت درلود. دا واقعیت اصلي پوښتنه نوره هم جدي کوي: ولې نوي مشر له هماغه لومړیو ورځو څخه خپل یو سیاسي همپالی لرې کړ؟
د دې پوښتنې ځواب باید د موساد دننه د واک په سیالیو کې وپلټل شي. «الف» یوازې یو مرستیال نه و؛ هغه په موساد کې له دوو لسیزو څخه زیاته سابقه، د څو عملیاتي برخو قومانداني، پنځه امنیتي جایزې او تر ټولو مهم، د موساد د پخواني مشر ډیویډ بارنیا ملاتړ له ځان سره درلود، چې هغه یې د خپل ځایناستي په توګه روزلی و. په ساده ژبه، «الف» د ځواک یو مستقل مرکز و چې که پاتې شوی وای، نو نوی مشر یې تر خپل قوي اغېز لاندې راوستلی شوای.
د ګوفمن وضعیت له بل پلوه هم پېچلی دی؛ د موساد د ټولو پخوانیو مشرانو پر خلاف، هغه د دې سازمان له بدنې څخه نه دی راپورته شوی او په استخباراتي برخه کې مسلکي سابقه نلري. د موساد ډېری کارکوونکو تمه درلوده چې «الف» به لږ تر لږه د لېږد (انتقالي) په دوره کې پاتې شي ترڅو نوی مشر د دې سازمان له پېچلې شبکې سره بلد کړي. خو ګوفمن بله لاره غوره کړه؛ هغه وښودله چې نه غواړي موساد د بارنیا د دورې په میراث تکیه کولو سره اداره کړي.
د دې پېښې ابعاد له یوه مدیریتي بدلون څخه ډېر هاخوا دي. هاآرتص افشا کړې چې «الف» له جګړې وروسته د غزې د نفوس د بې‌ځایه کولو او لېږدولو په پلانونو کې یو له کلیدي څېرو څخه و. په داسې حساس وخت کې د هغه ګوښه کول، د نوي مشرتابه تر سیوري لاندې د موساد په عملیاتي لومړیتوبونو کې د بدلون یوه نښه کېدای شي.
په پای کې، هغه څه چې دا دوسیه د پام وړ ګرځوي دا دي چې د نښتې اصلي کرښې د نتانیاهو د موافقینو او مخالفینو ترمنځ نه، بلکې په واکمن کمپ کې دننه د دوو سیالو کړیو ترمنځ کښل شوې دي. ګوفمن له لومړۍ ورځې څخه خپل پیغام واستاوه: د بارنیا دوره پای ته رسېدلې او نوی موساد به د هغو د واک د توازن له مخې اداره کېږي چې دی یې تعریفوي.
Sarkhat

د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې له ایران سره مذاکرات «په ښه توګه پرمخ ځي» او احتمال لري چې دواړه لوري په راتلونکو ورځو کې ی...
04/06/2026

د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې له ایران سره مذاکرات «په ښه توګه پرمخ ځي» او احتمال لري چې دواړه لوري په راتلونکو ورځو کې یوې هوکړې ته ورسیږي.
د سرخط د راپور له مخې، ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې ممکن د امریکا او اسلامي جمهوریت تر منځ هوکړه «همدا شنبه یا یکشنبه» نهایي شي، که څه هم هغه ټینګار وکړ چې لا هم هیڅ شی دقیق نه دی.
ټرمپ همداراز څرګنده کړه چې هغه غوره ګڼي د لبنان دوسیه له ایران سره له مذاکراتو جلا وساتي، ځکه د هغه په ​​وینا دا دواړه بېل مسائل دي.
د امریکا ولسمشر یو ځل بیا د ایران د بډایه شویو یورانیمو د زیرمو پر انتقال ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا چاره به په نږدې راتلونکي کې عملي شي. دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د اسلامي جمهوریت چارواکي لا هم د لبنان د بدلونونو د مذاکراتو له بهیر سره پر تړلو ټینګار کوي.
Sarkhat #سرخط

د روسیې د بهرنیو استخباراتو د ادارې مشر ادعا وکړه چې ناټو په ختیځ کې د یوې پراخې نښتې لپاره عملي چمتووالی نیسي؛ دا څرګند...
28/05/2026

د روسیې د بهرنیو استخباراتو د ادارې مشر ادعا وکړه چې ناټو په ختیځ کې د یوې پراخې نښتې لپاره عملي چمتووالی نیسي؛ دا څرګندونې د روسیې او لوېدیځ ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره هممهاله مطرح کېږي.
د سرخط د راپور له مخې او د رویټرز په حواله، د روسیې د بهرنیو استخباراتو د سازمان مشر سرګي ناریشکین اعلان وکړ چې اروپايي ټولنه په چټکۍ سره د پوځي کېدو په لور روانه ده او په عملي توګه «د روسیې پر ضد» په یوه پوځي ائتلاف بدلېږي.
هغه د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته، ناټو په ختیځه اروپا کې د جګړې لپاره پر چمتووالي تورنه کړه. دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ناټو غړو هېوادونو په وروستیو میاشتو کې د اروپا په ختیځو پولو کې خپل پوځي حضور زیات کړی او د روسیې سره د مستقیمې نښتې د احتمال په اړه یې خبرداری ورکړی دی.
Sarkhat #سرخط

د ایران او امریکا ترمنځ تاوتریخوالی یو ځل بیا خطرناک پړاو ته ننوتی دی او دواړه لوري تر متقابلو پوځي بریدونو وروسته، یو ب...
28/05/2026

د ایران او امریکا ترمنځ تاوتریخوالی یو ځل بیا خطرناک پړاو ته ننوتی دی او دواړه لوري تر متقابلو پوځي بریدونو وروسته، یو بل د اوربند پر نقض تورنوي؛ هغه پېښه چې بیا یې د تېلو بازار او د خلیج امنیت لړزولی دی.
د سرخط د راپور له مخې، سپاه پاسداران اعلان کړی چې بندرعباس ته نږدې د امریکا د بریدونو په غبرګون کې یې، د امریکا یوه پوځي اډه په نښه کړې ده. په ورته وخت کې، امریکایي چارواکو ویلي چې د متحده ایالاتو پوځ د ایران څو بریدګرې بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې او په بندرعباس کې یې د بې پیلوټه الوتکو یو د کنټرول مرکز ویشتلی دی.
د دغو نښتو په پایله کې، د تېلو بیې یو ځل بیا لوړې شوې او د هرمز تنګي د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. کویټ هم د توغندیزو او ډرون بریدونو د مخنیوي خبر ورکړی او اسرائیل اعلان کړی چې د دغه هېواد په شمال کې د هوايي فعالیت خبرداری ورکړل شوی دی.
ډونالډ ټرمپ هم د هرمز تنګي د مدیریت په اړه له تهران سره د احتمالي هوکړې راپورونه رد کړل او ویې ویل چې هیڅ هېواد ته به د دې نړیوالې اوبېزي لارې د کنټرول اجازه ورنکړل شي. هغه همدا راز ګواښ وکړ چې د اړتیا په صورت کې به امریکا د هر هغه لوري پر وړاندې اقدام وکړي چې وغواړي د دې تنګي کنټرول په لاس کې واخلي.
په ورته وخت کې، ایران لا هم د بندیزونو پر لیرې کولو، د خپل اټومي پروګرام پر ساتلو او د هرمز په تنګي کې پر خپل رول ټینګار کوي؛ هغه موضوعات چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو ترټولو کلکې غوټې پاتې دي.
Sarkhat

سپاه پاسداران ته نږدې رسنۍ وايي چې له امریکا سره د احتمالي هوکړې پر څو کلیدي مادو اختلاف لا هم پر خپل ځای دی او تهران په...
24/05/2026

سپاه پاسداران ته نږدې رسنۍ وايي چې له امریکا سره د احتمالي هوکړې پر څو کلیدي مادو اختلاف لا هم پر خپل ځای دی او تهران په ورته وخت کې د مذاکراتو د ناکامۍ او د کړکېچ د زیاتوالي سناریو ته چمتووالی نیولی دی.
د سرخط د راپور له مخې چې له تسنیم څخه یې اخیستی، یوې خبرې سرچینې اعلان کړی چې د احتمالي تفاهم‌لیک پر «یوې یا دوو مادو» د ایران او امریکا ترمنځ اختلافات لا هم دوام لري او د هغه څه له امله چې «د امریکا د خنډونو جوړول» بلل شوي، هوکړه لا هم وروستۍ شوې نه ده.
دې سرچینې ادعا کړې چې تهران د پاکستاني منځګړي له لارې خپل دریځ رسولی او د اختلافاتو د دوام په صورت کې، د تفاهم د وروستي کېدو امکان شتون نلري.
تسنیم د پوځي سرچینو په حواله دا هم لیکلي چې د ایران وسله‌وال ځواکونه د مذاکراتو له بهیر پرته په بشپړ چمتووالي (آماده‌باش) کې دي او د جګړې د بیا پیلېدو په صورت کې به امریکا د «ایران د مبارزې له درېیمې څپې» سره مخ شي.
دې رسنۍ چې سپاه ته نږدې ده، د اټومي زېرمو د ایستلو یا د اټومي فعالیتونو د اوږدمهاله ځنډولو په اړه د ایران د ژمنو په تړاو خپاره شوي راپورونه هم رد کړل او ادعا یې وکړه چې اسلامي جمهوري په اوسني پړاو کې هېڅ ډول اټومي ژمنه نه ده منلې.
Sarkhat

Adres

N/A
Amsterdam

Website

Meldingen

Wees de eerste die het weet en laat ons u een e-mail sturen wanneer Sarkhat nieuws en promoties plaatst. Uw e-mailadres wordt niet voor andere doeleinden gebruikt en u kunt zich op elk gewenst moment afmelden.

Snelkoppelingen

Delen