15/04/2026
نن یو ځل بیا د پښتنو تکړه او زړور مشر Ali Wazir عدالت ته وړاندې شو. هغه د دادو په جیل کې له ډېرې مودې راهیسې بندي دی، او خپله یې عدالت ته وویل چې په سخته تنهایي کې ساتل کېږي. وایي داسې ځای کې اچول شوی چې نه ازادي شته او نه بنسټیز حقونه، حتی د جیل دننه حرکت یې پرې محدود کړی دی.
علي وزیر دا هم وویل چې تېره شپه یې طبیعت ډېر خراب شو، بلډ پریشر یې خطرناک حد ته ورسېد، خو بیا هم جیل انتظامیې ورته سم علاج ورنکړ. پر علی وزیر لګېدلي مقدمې سیاسي دي او بې بنیاده دي، ځکه چې دی یو سوله ییز سیاسي فعال دی.
عدالت د هغه خبرې واورېدې او د هغه د وکیلانو دلایل یې هم واورېدل، او د بي کلاس او میډیکل بورډ په اړه یې اړخونو ته نوټسونه جاري کړل. خو د ایف آی آر ختمولو په اړه لا کومه فیصله نه ده شوې.
بل لور ته، د پي ټي ایم مرکزی کمیټی غړی حاجي عبدالصمد خان درې مقدمې هم نن عدالت کې وې، خو هېڅ کار پرې ونه شو. وکیلان عدالت کې حاضر وو، او ژر به د دې مقدماتو په اړه نور معلومات هم شریک شي.