ډاکټره نيازۍ

  • Home
  • ډاکټره نيازۍ

ډاکټره  نيازۍ Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from ډاکټره نيازۍ, Social Media Agency, .

17/09/2026

د امیندواره مېرمنو د غاښونو درملنه

امیندواري د غاښونو د هرې ستونزې د درملنې د ځنډولو دلیل نه دی. که امیندواره مېرمن د غاښ درد، عفونت، آبسه یا بلې عاجلې ستونزې سره مخ وي، د اړتیا په صورت کې باید پر وخت درملنه شي.

په لومړي درې‌میاشتني پړاو کې غیرضروري درملنې تر مناسب وخت پورې ځنډول کېدای شي؛ خو عاجله درملنه باید یوازې د امیندوارۍ له امله ونه ځنډول شي.

دوهم درې‌میاشتنی پړاو د ډېرو معمول غاښونو درملنو لپاره مناسب وخت ګڼل کېږي.

په درېیم درې‌میاشتني پړاو کې باید د مېرمنې د راحت او د غاښونو پر څوکۍ د مناسب وضعیت په اړه ځانګړې پاملرنه وشي. د اوږدې مودې لپاره پر شا په بشپړ ډول څملاستل د ناراحتۍ یا سرګرځېدو لامل کېدای شي.

د اړتیا په صورت کې Local Anesthesia کارول کېدای شي؛ خو د بې‌حسۍ دوا او اندازه باید د امیندوارۍ د حالت او د مېرمنې د عمومي روغتیا له مخې وټاکل شي.

د مسکنو او انټي‌بیوټیکونو له تجویز مخکې باید د امیندوارۍ موده، طبي سابقه او د دوا خوندیتوب په پام کې ونیول شي.

که Dental X-ray د تشخیص یا درملنې لپاره اړین وي، امیندواري په خپله د رادیوګرافي د نه ترسره کولو دلیل نه ده. رادیوګرافي باید یوازې د اړتیا پر مهال او د مناسب محافظتي اصولو په رعایت سره ترسره شي.

مهمه خبره: د غاښ درد، عفونت او آبسه باید یوازې د امیندوارۍ له امله له پامه ونه غورځول شي. د اړتیا پر مهال پر وخت Dental Treatment د مور د خولې د روغتیا د ساتنې لپاره مهم دی.

که امیندواري High-Risk وي یا کوم ځانګړی طبي حالت موجود وي، د اړینې درملنې د پلان له جوړولو مخکې د نسایي او ولادي متخصص سره همغږي کول غوره دي.

17/09/2026

اراده لوړه ساته
ترهغې چې لوړو پوړيو ته ورسيږې

17/09/2026

کۀ تاسو شعور زیاتول غواړئ نو کتابونه ولولئ!
کۀ تاسو د تنهایۍ ورک کول غواړئ نو کتابونه مطالعه کړئ.
که چېرې تاسو پۀ یوه ژوند کې سل ژونده ژوند کول غواړئ نو کتابونه ولولئ

16/09/2026

ټپه ده
خوله يی دوينو ډکه راوړه
جيني په يارپسې بنګړي خوړلی دینه

06/09/2026

چرته به يی چرته به نه يی
الله دی راوله چی ووايې حالونه

27/08/2026

نوی غزل

ته به دبل چاپه ارمان يې زما ته پکارې
اخته دخپل زړه په درمان يې زما ته پکارې

نه مې د زرو تمه شته، نه د دنیا شتمني
زما ژوندن دزړه جانان یې زما ته پکارې

په بت خانه باندې ولاړه يم اعلان کوم
ته مې ممبر ته مې اذان يې زما ته پکارې

خلک که ټوله دنيا راکړي زه يې څه کومه
ته مې دزړه په سر اسمان يې زما ته پکارې

نيازۍ په جار باندې اقرار کومه ښه کومه
زما د ژوند ښکلی ارمان يې زما ته پکارې

ډاکټره نيازۍ

24/08/2026
23/08/2026

ماته دی څه ويل پوهه نه شوم
ماته هغه خبره بيا وکه مينه

23/08/2026

په لالي دوه جلکی مينی
که شولی بنی کوربه سره لوخړه کړينه

23/08/2026

زما دې بيا طمعه پيدا کړه
چې په کاږه ورميږ دې شاته وکاتنه

Address


NEWYORK

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ډاکټره نيازۍ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

  • Want your business to be the top-listed advertising & marketing company?

Share