البحر احسان خصوصي ښوونځى ۔ Al-Bahar Ihsan Private school

البحر احسان خصوصي ښوونځى ۔  Al-Bahar Ihsan Private school Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from البحر احسان خصوصي ښوونځى ۔ Al-Bahar Ihsan Private school, Advertising/Marketing, غوچک قلعه خان, Jalalabad.

All of us right now! 👊🤩Alhamdulillah, Ya Rab! 🙏  |   |   |
25/06/2024

All of us right now! 👊🤩

Alhamdulillah, Ya Rab! 🙏

| | |

افغان اتلانو تاریخ جوړ کړ!د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ستر تاریخ جوړ کړ او په نړیوال کرکټ کې یې د لومړني ځل لپاره استرالی...
23/06/2024

افغان اتلانو تاریخ جوړ کړ!

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ستر تاریخ جوړ کړ او په نړیوال کرکټ کې یې د لومړني ځل لپاره استرالیا ته ماتې ورکړه. د افغان اتلانو دغه ستره او تاریخي بریا دې ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارک وي.

افغان اتلان، د افغانستان ویاړ
ویاړلی ملت، بریالۍ لوبډله
-----
𝐀𝐟𝐠𝐡𝐚𝐧𝐀𝐭𝐚𝐥𝐚𝐧 𝐖𝐢𝐧! 🙌

creates history with their first-ever win against Australia in international cricket! What a terrific achievement this is from . 🤩👏

| |

البحر احسان خصوصي ښوونځی اداري او تدريسي پرسونل له طرفه د مبارکۍ پيغام!!د نېکمرغه لوي اختر د رارسيدو په مناسبت تاسو  او ...
16/06/2024

البحر احسان خصوصي ښوونځی اداري او تدريسي پرسونل له طرفه د مبارکۍ پيغام!!

د نېکمرغه لوي اختر د رارسيدو په مناسبت تاسو او د نړۍ ټولو مسلمانانو په ځانگړي ډول د افغانستان غيور ملت ته د زړه له تله مبارکي وايو ، عباداتونه ، نفلونه او قربانۍ مو الله ج په خپل دربار کې قبول او منظور کړه.
هېله لرو چې دغه لوي اختر په هېواد کې د تل پاتي سولي امن او وروروالۍ اختر شي.
هره ورځ مو اختر او اختر مو بختور شه.
په درنښت
البحر احسان خصوصي ښوونځی اداره

نن ورځ سه شنبه د ١٤٠٣/٣/١٥ نیټی سره سمون خوری د البحر احسان خصوصي ښوونځی د شپږم الف ټولګی زده کوونکو چی د کیک په پری کول...
04/06/2024

نن ورځ سه شنبه د ١٤٠٣/٣/١٥ نیټی سره سمون خوری د البحر احسان خصوصي ښوونځی د شپږم الف ټولګی زده کوونکو چی د کیک په پری کولو سره د ابتدایی دوری فراغت ولمانځلو او خوښی یی وخوده او ټول ښوونکی ترڅنګ ولاړ او دوی ته یی د ابتدایی دوری فراغت مبارکی ورکړه.
نشراتو څانګه
ستاسو د روښانه راتلونکی ضامن!

30/05/2024

د لقمان حکیم صاحب نصیحتونه:
۱:- لږي خبري کوه.
۲:- د دوستانو احترام کوه.
۳:- د نن کار سبا ته مه پرېږده.
۴:- په هېڅ کار کې عجله مه کوه.
۵:- په لاره تللو کې درميانه اوسېږه.
۶:- مصرف دي له پيداوار نه کم ساته.
۷:- ويل شوي خبره بار بار مه تکراروه.
۸:- له مور او پلار سره نيک چلند کوه.
۹:- لمونځ هغه قسم چې ښايې اداء کړه.
۱۰:- له بدانو او جاهلو سره بنډار مه کوه.
۱۱:- د مور او پلار وجود غنميت وشمېره.
۱۲:- ښوونکې د مور او پلار په څير وگڼه.
۱۳:- د نورو مال او مقام ته طمعه مه کوه.
۱۴:- له خپلوانو سره خپلوي مه پري کوه.
۱۵:- د ولاړو خلکو په حضور کې مه کېنه.
۱۶:- له مشرانو سره اوږدې خبرې مه کوه.
۱۷:- د نورو نيک کار په خپل ځانه مه تپه.
۱۸:- ادب او عاجزي هېڅ کله هم مه هيروه.
۱۹:- هېڅوک د چا په مخکې مه رسوا کوه.
۲۰:- د زنانه يې خوي او لباس نه ډډه وکړه.
۲۱:- په ټولو کارونو کې ميانه حاله و اوسه.
۲۲:- د نورو کومک او ياري ته مه منتظرېږه.
۲۳:- په کاروبار او نيک کار کې جدي اوسه.
۲۴:- تيره شوي دعوه او دشمني مه تازه کوه.
۲۵:- اولاد ته دي اسلام او دينداري ور وښايه.
۲۶:- د نورو نصيحتونه او مشوري مه هيروه.
۲۷:- په بدکارۍ کې له چاسره لاس مه يو کوه.
۲۸:- خپل رازونه دي فقط له ځانه سره وساته.
۲۹:- له نورو سره په کبر او غرور رفتار مه کوه.
۳۰:- د ځلميتوب ورځي دي ، غنيمت وشمېره.
۳۱:- د مشرانو احترام او په کشرانو نرمي کوه.
۳۲:- له نيکو او ايماندارو خلکو سره مشوره کوه.
۳۳:- د خبرو په وخت کې د نورو خبري مه پري کوه.
۳۴:- هېڅ کار مخکې له مکمل پلان لرلو نه مه کوه.
۳۵:-محتاجان له خپل مال او دارايي نه مه محروموه.
۳۶:- عمر د عبادت او بنده گي لپاره غنيمت وشمېره.
۳۷:- د خلکو په اصلاح کې يوه زره سستي هم مه کوه.
۳۸:- د ښځي او اولاد د بي ځايه غوښتنو پيروي مه کوه.
۳۹:- له عالمانو او هوښيارو خلکو سره تعلقات وساته.
۴۰:- پوه شه چې هېڅ شي له الله جل جلاله نه پټ نه دي.
۴۱:- هغه څه چې الله جل جلاله درکړي ، پري خوښ اوسه.
۴۲:- هر څومره چې کولای شي ، ميلمه سره مهربانه اوسه.
۴۳:- په لږ ويلو، لږ خوړلو او لږ ويده کېدلو ځان عادت کړه.
۴۴:- هېڅوک او يا هېڅ شي له الله جل جلاله سره مه شريکوه.
۴۵:- له بدکارو نه هېڅ وخت د نيکۍ او ځوانۍ طمعه مه کوه

کلنۍ ازموينې موپه ډېرښه شکل روانې دي.ان شاء الله ددوی راتلونکی روښانه دی !البحر احسان خصوصي ښوونځی ستاسې داولادونود ښې ر...
25/05/2024

کلنۍ ازموينې موپه ډېرښه شکل روانې دي.
ان شاء الله ددوی راتلونکی روښانه دی !
البحر احسان خصوصي ښوونځی ستاسې داولادونود ښې راتلونکې ضامن!

البحر احسان خصوصي ښوونځی د ١٤٠٣تعلیمی کال د کلنۍ ازموینه د قرانکریم په تلاوت سره پیل کړه.البحر احسان خصوصي ښوونځی ستاسو ...
21/05/2024

البحر احسان خصوصي ښوونځی د ١٤٠٣تعلیمی کال د کلنۍ ازموینه د قرانکریم په تلاوت سره پیل کړه.
البحر احسان خصوصي ښوونځی ستاسو د روښانه راتلونکی ضامن!
نشراتو څانګه

راشد خان څلور کاله وروسته هېواد ته راغی‏‎د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ځلانده ستوری راشد خان ۴ کاله وروسته نن افغان...
18/05/2024

راشد خان څلور کاله وروسته هېواد ته راغی
‏‎د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ځلانده ستوری راشد خان ۴ کاله وروسته نن افغانستان ته راستون شو.
‏‎کرکټ بورډ پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، راشد خان چې تېرو څو کالونو کې د بوخت مهالوېش له امله نه و توانېدلی هېواد ته راشي، نن سهار کابل ته راورسېد او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس او اجراییوي رییس له لوري ورته د کابل نړیوال هوایي ډګر کې ښه راغلاست وویل شو.
سرچینه لیکي، خان په یو لړ ځانګړو مراسمو تر کرکټ بورډ بدرګه شو.
البحر احسان ستاسو دروښانه راتلونکی ضامن!

البحر احسان خصوصي ښوونځید شپږم الف ټولګی زده کوونکو ترمنځ د درسونو رقابتی سیالۍ ترسره شوه او نن ورځ یی لایقه زده کوونکی ...
18/05/2024

البحر احسان خصوصي ښوونځی
د شپږم الف ټولګی زده کوونکو ترمنځ د درسونو رقابتی سیالۍ ترسره شوه او نن ورځ یی لایقه زده کوونکی په تحایفو ونازول.
نشراتوڅانګه
ستاسو د روښانه راتلونکی ضامن!

الله پاک دې د بغلان  ولايت  پر سېلاب ځپليو خاص رحم وکړي.مونږ ټول هيوادوال د یوه وجود غړي یو، هر درد مو شریک دی، باید پۀ ...
11/05/2024

الله پاک دې د بغلان ولايت پر سېلاب ځپليو خاص رحم وکړي.

مونږ ټول هيوادوال د یوه وجود غړي یو، هر درد مو شریک دی، باید پۀ سختو حالاتو کې د یو او بل ترڅنګ ودرېږو.

له ټولو شتمنو هېوادوالو هیله کوو چې خپلې مرستې ونه سپموي او د خپلو سيلاب ځپليو هیوادوالو لاسنیوی وکړي.

05/05/2024
دالبحر احسان خصوصي ښوونځی د دریم الف ټولګی یو ګلالی زده کوونکی موسی جان ولد منیر چی ناروغۍ له کبله نن دوشنبه چی ثور میاش...
29/04/2024

دالبحر احسان خصوصي ښوونځی د دریم الف ټولګی یو ګلالی زده کوونکی موسی جان ولد منیر چی ناروغۍ له کبله نن دوشنبه چی ثور میاشتی (١٠) تاریخ سره سمون خوری خپل روح الله تعالی ته وسپاره او ددي فاني نړۍ څخه یی تل لپاره خدای په اماني وکړه.دالبحر احسان خصوصي ښوونځی ټول پرسونل د نوموړي په وفات خفه او پري خفګان کی ورسره پوره ځان شریک ګڼی او کورنۍ ته یی د الله تعالی څخه صبر جمیل غواړو.
روح دی ښاد وی

Address

غوچک قلعه خان
Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when البحر احسان خصوصي ښوونځى ۔ Al-Bahar Ihsan Private school posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to البحر احسان خصوصي ښوونځى ۔ Al-Bahar Ihsan Private school:

Share