Rahmatullah

Rahmatullah Markiting

27/02/2026

سرچینې اریانا نیوز ته تاییدوي چې د پاکستان یوه جیټ الوتکه د افغان امنیتي ځواکونو له لوري راغورځول شوې ده

#آریانانیوز

مهمه خبرتيا!!د اخله او دف.اع وزارت که چېرې مو د پاکستان پیلوټان سیمه کې پراشوټونو کې راښکته شول او تاسې ونیول یا مو نیول...
27/02/2026

مهمه خبرتيا!!
د اخله او دف.اع وزارت که چېرې مو د پاکستان پیلوټان سیمه کې پراشوټونو کې راښکته شول او تاسې ونیول یا مو نیولي وي نو حک.ومت سره سملاسي اړیکه ونیسئ. درېمه جېټ مو هم نسکوره کړه
کاپی

12/02/2026
میلیونر او پنځه زره ډالرو پور 👇یو شتمن سړی، چې د میلیونونو ډالرو مالک و، یو وخت بانک ته ننوت. جامې یې ساده خو باوقاره وې...
11/02/2026

میلیونر او پنځه زره ډالرو پور 👇
یو شتمن سړی، چې د میلیونونو ډالرو مالک و، یو وخت بانک ته ننوت. جامې یې ساده خو باوقاره وې، خبرې یې ډاډمني وې. د بانک له مدیر سره کېناست او ویې ویل:
«زه پنځه زره ډالره پور غواړم.»
د بانک مدیر حیران شو او ویې پوښتل: — ضمانت لرې؟
سړي وخندل او ویې ویل: — هو، زما د فیراري موټر اسناد.
د بانک د موټر ارزونه وکړه؛ موټر سلګونه زره ډالر ارزښت درلود. بانک سمدستي پور منظور کړ او پنځه زره ډالر یې ورکړل. فیراري موټر د بانک په پارکینګ کې د ضمانت په توګه پاتې شو.
یو څو اونۍ وروسته، هماغه سړی بیرته راغی. پور یې بیرته ادا کړ: پنځه زره ډالر اصل، یواځې شاوخوا ۱۵ ډالر سود.
د بانک مدیر په حیرانتیا وویل: — ته خو دومره شتمن یې، ولې دې پور واخیست؟
میلیونر موسکی شو او ځواب یې ورکړ:
«دا په ښار کې یوازینی ځای و چې کولی شم خپل فیراري د څو ورځو لپاره یوازې په ۱۵ ډالرو خوندي پارک کړم.»
💡 د کیسې درس
شتمن خلک احساساتي نه، بلکې هوښیارې پرېکړې کوي.
پیسې د هدف لپاره کاروي، نه د ښکلا لپاره.
کوچني فکر → لویه ګټه
کاپی

دفورجي دغوره تولیداتو څخه استفاده وکړی
04/02/2026

دفورجي دغوره تولیداتو څخه استفاده وکړی

هغه کاروباریان چې د ناراضه مشتریانو له تجربې او پیغام څخه زده کړه نه کوي، مجبورېږي چې هماغه تېروتنې له لسګونو نورو مشتری...
08/01/2026

هغه کاروباریان چې د ناراضه مشتریانو له تجربې او پیغام څخه زده کړه نه کوي، مجبورېږي چې هماغه تېروتنې له لسګونو نورو مشتریانو سره هم تکرار کړي.
په حقیقت کې، کله چې یو مشتری له موږ څخه ناراضه او خپه لاړ شي، هغه حتماً موږ ته یو مهم پیغام پرېږدي. دا پیغام موږ ته دا را په ګوته کوي چې یا خو زموږ په سیستم کې نیمګړتیا شته، یا زموږ چلند د معیار مطابق نه دی، یا مو خدمات کمزوري دي، او یا هم بله داسې تېروتنه او غلطی شتون لری چې له امله یې د مشتری د ناراضه کیدو سبب شوی ده.
که یو مشتری ناراضه او پرته له سودا کولو ولاړ شي، نو تر هر څه مخکې باید د هغه د تلو اصلي علت پیدا شي، دا معلومه شي چې کومه نیمګړتیا موجوده وه چې مشتری یې مایوسه کړ. وروسته باید هماغه نیمګړتیا اصلاح شي، تر څو له نورو مشتریانو سره بیا تکرار نه شي. ځکه هره اصلاح شوې اشتباه، د راتلونکي لسو مشتریانو د ساتلو سبب ګرځي.
نو اوس پوښتنه داده چې تراوسه در څخه څومره مشتریان ناراضه شوی دی او علت یې څه وه؟
کاپی

کۀ تر ننه مو خپل شخصي کاروبار پۀ پرانيستلو او درلودلو کې څومره لټې کړې وې بالا بۀ مو همدومره لټۍ او غفلت زۀ وام کفایت کو...
25/12/2025

کۀ تر ننه مو خپل شخصي کاروبار پۀ پرانيستلو او درلودلو کې څومره لټې کړې وې بالا بۀ مو همدومره لټۍ او غفلت زۀ وام کفایت کوي.
لۀ همدا نن ورځې د خپل شخصي کاروبار د پيل پۀ اړۀ فکر وکړئ.
سبا تۀ مۀ تمه کېږئ مهمه نۀ ده چې تاسو اول لوی پيل وکړئ لۀ صفره یې شروع کړئ خو شروع یې کړئ.🏃💪
خپل مالي استقلالیت تۀ زېر شئ.
دا هم درسره ومنئ چې ژوند د لوړو ژورو زغم، ايماندارۍ، مسؤلیت او مبارزې نوم دی.
چې دا دې ومنل نو باره د خپلې مالي سوکالۍ لپاره مټې راونغاړۀ.
خپل شاوخوا وګوره چې مارکيټ کې څه ډېر خرڅېږي.
ذهن او فکر دې د کاذب غرور او بېځايه شرم له احساس بېغمه او پاک کۀ.
د کاروبار دنیا ښار ته لاړ شۀ پکې وګرځۀ، وګورۀ چې خلک پۀ څه کاروبار بوخت دي دوي څنګه عاید لاسته راوړی.
وګورۀ کوم کاروبار ښه چلېږي؟ کوم نوی کاروبار ته اړتيا ده چې تۀ یې شروع کړی.
د کاروبار پۀ اړه مطالعه وکړۀ چې کاروبار څنګه پر مخ وړل کېږي؟
دا او دې ورته نورو پښتنو باندې پوهېدو او پۀ لارو چارو د غور کولو او موندلو وروسته یې پۀ لوی عزم سره پيل کړۀ.
د خلکو منفي خبرې دې لۀ غوږونو او بېځايه وېره دې لۀ زړۀ وباسۀ.
په ځان باور او حرکت وکړۀ کوچني خو منظم ګامونه واخله دا مۀ هېروۀ چې بې لۀ حرکته برکت نشته.
پر ځان سخته او خطر ومنۀ‌ ښه وخت ته مۀ پۀ تمه کېږه.
استقامت وکړه د سخت حالت پۀ مقابل کې استادګې وکړۀ.
یوه ورځ داسې فرصت حتماً درته راتلونکی دی چې ستاسو ژوند او کاروبار بۀ دې پۀ بله واړۀ وي.
کاپي

Address

Awami Market
Jalalabad
0093

Telephone

+93791351836

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Rahmatullah posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Rahmatullah:

Share