15/02/2026
د ۱۴۰۴ مالي کال د بدلون اطلاعیه
ټولو محترمو مشتریانو ته د مندوزي د مالياتي خدمتونو مرکز په استازیتوب خبر ورکول کیږي چی :
د عامه بودیجې د تطبیق اصولو (قانون مرجح موقت) په اساس، چې د فرمان نمبر (۲۱) د ۰۹/۱۱/۱۴۴۶ د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا توشیح شوی او وروسته د حکم نمبر (۲۶۰۹/۵۹۱۲) د ۱۳/۰۸/۱۴۴۷ د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره تایید شوی، لاندې مالي مهال ویش ټاکل شوی دی:
د مالي کال ۱۴۰۴ پای: ۳۰ دلو ۱۴۰۴
د مالي کال ۱۴۰۵ پیل: د حوت میاشتې لومړۍ نېټه، تر ۳۰/۱۰/۱۴۰۵ پورې
د یادونې وړ ده چې د مندوزي د مالياتي خدمتونو مرکز د مشتریانو د مالي چارو د شفافیت، قانوني تطبیق او دقیقې مدیریت په موخه تل چمتو دی چې مسلکي ملاتړ وړاندې کړي.
آدرس
دفتر: کارته پروان، بهارستان میرویس پلازه، څلورم منزل، کابل
تلیفون: 0788320933
بریښنالیک: [email protected]