Abdul Basir Akbar

Abdul Basir Akbar Student of Biomedical Engineering at Prof.Ghazanfar Institute of Health Sciences

21/02/2026

يخ هم لکه اور سوځول کولى شي!
ډېره يخ کولی شي پوستکی وسوځوي.
دې حالت ته "Frostbite" ويل کېږي.
يعنې يخ هم د اور په شان زيان رسولی شي!

20/02/2026

🌳 ونې يو له بل سره خبرې کوي!
ونې د ځمکې لاندې د ريښو له لارې يو له بل سره معلومات شريکوي.
کله چې يوه ونه ناروغه شي، نورې ونې خبريږي او دفاعي مواد توليدوي!
دې شبکې ته د "Wood Wide Web" نوم هم ورکړل شوی.

19/02/2026

کله چې ته ويده يې، ستا دماغ د زهرجنو موادو پاکول پيلوي.
دې پروسې ته "Glymphatic system" ويل کېږي.
يعنې خوب يوازې استراحت نه ده، بلکې د دماغو د پاکولو
وخت هم ده.

18/02/2026

د ځمکې تر ټولو ژور ځای لا هم په بشپړ ډول نه دی سپړل شوی!
د ماريانا کندې (Mariana Trench) ژوروالی شاوخوا 11 کيلومتره دی.
انسانان سپوږمۍ ته تللي، خو د سمندر دې ژور ځای ته ډېر کم کسان رسېدلي دي.
هلته داسې ژوي ژوند کوي چې د سخت فشار او بشپړې تيارې سره عادت دي!

17/02/2026

د انسان په بدن کې ميلياردونه باکتریاوې ژوند کوي.
د ځينو څېړنو له مخې، د باکتریاو شمېر د انساني حجرو
سره نږدې يا حتا زيات ده!
ډېرې باکترياوې زموږ د هاضمې سيستم او روغتيا لپاره ګټورې دي.

16/02/2026

د ځمکې په مرکز کې د اوسپنې او نکل ډېره ګرمه مايع شته.
د ځمکې داخلي تودوخه د لمر د سطحې له تودوخې سره نږدې ده!
همدا تودوخه د اور غورځونکو (آتشفشانونو) سبب ګرځي.

شايد اکثره خلک دا فکر کوي چې پتنګان به هم د خپلې خولې په واسطه خوند حس کوي خو په اصل کې دا خبره سمه نه ده، پتنګان په خپل...
15/02/2026

شايد اکثره خلک دا فکر کوي چې پتنګان به هم د خپلې خولې په واسطه خوند حس کوي خو په اصل کې دا خبره سمه نه ده، پتنګان په خپلو پښو کې د ذايقې حسي غړي لري چې د هغه په واسطه د ګلانو او خوړو خوند حس کوي.

ايا پوهېږى نهنګان سلګونه کلونه ژوند کوي؟ 🦈په ګرينلينډ کې ځينې نهنګان شته چې ښايي تر څلور سوه کلونو پورې عمر ولري او د نړ...
14/02/2026

ايا پوهېږى نهنګان سلګونه کلونه ژوند کوي؟ 🦈
په ګرينلينډ کې ځينې نهنګان شته چې ښايي تر څلور سوه کلونو پورې عمر ولري او د نړۍ تر ټولو پخواني ژوندي موجودات وي، دغه نهنګان ډېر په کراره وده کوي، او تر سلګونو کلونو وروسته د دوى وده اعظمي حد ته رسيږي.

ایا تاسو پوهیږى چې ستاسو دماغ د ورځې په پرتله د شپې ډیر فعال وي؟ 🧠د انسان دماغ د ورځې پرتله د شپې ډېر فعال وي، ځکه د خوب...
13/02/2026

ایا تاسو پوهیږى چې ستاسو دماغ د ورځې په پرتله د شپې ډیر فعال وي؟ 🧠
د انسان دماغ د ورځې پرتله د شپې ډېر فعال وي، ځکه د خوب پر مهال دماغ حافظه تنظيموي، ستونزو ته حل پيدا کوي، او اضافي او غير ضروري خبرې هيروي.

ايا د خپل ريکارډ شوي غږ په اوريدو ناراحته کيږى؟شايد د اکثرو ځواب هو وي، او په دې اړوند په يوه څيړنه کې ذکر شوي چې انسانا...
12/02/2026

ايا د خپل ريکارډ شوي غږ په اوريدو ناراحته کيږى؟
شايد د اکثرو ځواب هو وي، او په دې اړوند په يوه څيړنه کې ذکر شوي چې انسانان د خپلو خبرو په وخت کې هغه غږ اوري چې د کوپړۍ په داخل کې د اهتزازونو له امله دماغو ته رسيږي، چې د انسان له اصلي غږ څخه توپير لري او دا د خبرې کوونکي اصلي غږ نه ده، اصلي غږ هغه ده چې نور خلک يې اوري او يا ريکارډ شوى وي.

د انټارکټيکا د يخونو لاندې پټ جهيلونه شته! د انټارکټيکا د يخونو لاندې لسګونه جهيلونه پټ دي.يو له هغوی څخه "Lake Vostok" ...
11/02/2026

د انټارکټيکا د يخونو لاندې پټ جهيلونه شته!
د انټارکټيکا د يخونو لاندې لسګونه جهيلونه پټ دي.
يو له هغوی څخه "Lake Vostok" نومېږي چې زرګونه کاله له نړۍ څخه جلا پاتې شوی ده!
هلته ښايي داسې ژوي وي چې انسانان يې لا نه پېژني.

تر اوسه مو اوريدلي و، چې په سپوږمۍ کې زلزلې کيږي؟ 🎑سپوږمۍ چې څه ډول موږ ونيو هغه ډول خاموشه نه ده، په سپوږمې کې هم زلزلې...
11/02/2026

تر اوسه مو اوريدلي و، چې په سپوږمۍ کې زلزلې کيږي؟ 🎑
سپوږمۍ چې څه ډول موږ ونيو هغه ډول خاموشه نه ده، په سپوږمې کې هم زلزلې کيږي چې اکثره يې د ځمکې د جاذبې قوې له امله وي، په سپوږمۍ کې داسې زورورې زلزلې هم کيږي چې په ځمکه کې حس شي.
د سپوږمۍ زلزلې ډېرې اوږدې وي او کېداى شي تر 30 دقيقو هم دوام وکړي.

Address

Kabul
1001

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Abdul Basir Akbar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share