22/12/2023
مړ انسان څنګه خبريږي چې زه مړ یم؟
انا الله وانا الیه راجعون،
مړ شخص هېڅ نه پوهيږي چې زه مړ یم هغه د مرګ خوبونه ویني کله لامبي کله ژاړي تر هغو چې په قبر کې کېښودل سي،
کله چې خپل ټول خپلوان ځيني ولاړسي او په قبر کې یوازې پاته سي نو خدای ورته په بدن کې روح واچوي کله چې سترګي وغړوي اول خو یې زړه ښه سي چې ګواکې د یو بد خوب څخه راویښ سوم خو کله چې خپل شاه و خوا ته وګوري او ځان په کفن کې تاوو وویني نو بیا بېره پر غالبه سي او چغي شروع کړي چې زه چېرې یم زما کالي چېرې دي بیا به د مرستې په پار د خپلو دوستانو او خپلوانو نومونه اخلي، احمده محموده چېرې یاست مرسته وکړئ،
که چېري شخص نېک عمله وي نو دوې ملایکي به ورته راسي او تسئلي به ورکوي او د هغه شخص به ښه پالنه وکړي،
خو که شخص بد عمله وي نو ملایکي به یې د هغه بدو اعمالو سزا ورکړي او سختې به نوره هم پر ډېره کړي،
الله پاک دې زمونږ ښکاره، پټ، لوي کوچني ټول ګناهونه معاف کړي الله پاک دې مونږ نېک عمله انسانان جوړ کړي!
امين🤲
د عبرت په خاطر یی له نورو سره شیر کړی
اللهُمَّ اَجِرنیِ مِنَ النَّار.🤲🏻