21/09/2021
افغانستان د ټولو د زده کړیالانو د اتحادیو ګډه اعلامیه!
بسم الله الرحمن الرحیم
لکه څرنګه چې پوهېږو؛ ټول هېواد په ځانګړي ډول د هېواد ځوان پوهنتوني قشر، د کرونا د ناوړه وایرس له خپرېدو سره په تحصیلي سیسټم یوه نه جبرانیدونکې ضربه تجربه کړه، ورسره په څنګ کې یوه میاشت کېږي چې د هېواد د سیاسي نظام تغیر ددې لامل شو چې لاهم د تحصيلي مراکزو دروازې د زده کړیالانو پر مخ تړلې دي، چې دا د دې لامل کېږي چې له هیواد څخه پیاوړي او برجسته کادرونه ووځي او د مغزو تېښته رامنځته شي.
بناً! موږ د هېواد ټول زده کړیالان د ا.ا.ا د لوړو زده کړو له مسٶلينو څخه په جدي ډول غواړو چې ژر تر ژره مخکې له دې چې هوا سړه شي او د ژمي موسم پیل شي د پوهنتونو دروازې د زده کړیالانو(نارینه او ښځینه) په مخ پرانېزي او په حضوري ډول سره درسونه بیا پیل شي.
تر څو د هېواد ځوان او په زده کړو سمبال قشر نه مایوسه او نه له مېنځه ولاړ شي او دې هېواد او خلکو ته د خدمت مصدر وګرځېږي.
د هېواد له ټولو زده کړیالانو څخه هیله کوو چې په دغه کمپاین کې له موږ سره یو ځای شي.
مونږ ټول زده کړیالان، د هېواد د ټولو پوهنتونونو د زده کړیالانو د اتحادیو سره په څنګ کې دا تصمیم نیسو چې که چېرته مسٶل کسان توجو ونه کړي نو دوی به په سولیزو اعتراضاتو لاس پورې کړي او خپل حقوق چې تعلیم او تحصیل کول دي، ترلاسه کړي.
!
پوسټ شيئر کړئ ترڅو مسٶلو چارواکو ته ورسيږي.
کاپی