01/09/2026
بلورستان خصوصي ښوونځی د معیاري او عصري زده کړې د برابرولو په موخه په ۱۴۰۳ هـ ش کال کې د افغانستان د پوهنې وزارت څخه د ۳۸۱۶ ګڼه رسمي جواز په ترلاسه کولو سره په نورستان ولايت کې لومړی ځل لپاره تأسیس شو.
د بلورستان خصوصي ښوونځي عملي تدریسي فعالیتونه ۱۴۰۳ هـ ش کال د وري میاشتې څخه پیل شول. دغه خصوصي ښوونځی د نورستان ولایت د پارون ښار، د پشکي بازار په سیمه کې د زده کوونکو لپاره د زده کړې مناسب چاپېریال رامنځته کولو په موخه خپل فعالیتونه مخ ته وړي.
د دې ښوونځي د جوړېدو اساسي موخه دا وه چې د مناسب او لږ فیس په بدل کې ماشومانو ته معیاري زده کړه، سالم روزنیز چاپېریال او د استعدادونو ودې زمینه برابره کړی، ترڅو زموږ ګران زده کوونکي وکولای شي د هېواد له نورو ماشومانو سره په علمي او روزنیزو برخو کې سیالي جوګه شی.