17/09/2026
د پکتیا د احمدابا ولسوالۍ ولسونو د یوې غونډې په ترڅ کې د امیرالـ ـمؤمنین حفظ الله تعالی ۱۷ ګڼه فرمان تطبیق او د بدو دودونو مخنيوي په اړه ۱۴ ماده ییز ولسي تړون وکړ.
د احمداباد ولسوالۍ قومي مشر خواني جهاني وايي، دا ولسي تړون ۱۴ مادې لري چې د ولسوالۍ د ټولو ولسونو استازو په ګډې موافقې لاسلیک کړی او تطبیق ته یې ژمن دي.
هغه زیاتوي، چې د دغه تړون له مهمو او اساسي مادو څخه د امیرالمـ ـؤمنین حفظهالله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان بشپړ تطبیق، په ودونو، جنازو، حج، عمرې او نورو مراسمو کې د ناسمو دودونو مخنیوی، د نظام ضد اشخاصو، کړیو او د نشهیي توکو د قاچاق مخنیوي کې له اسـ ـلامي امـ ـارت سره همکاري ده.
په دغه ولسي پریکړه کې د پیغلې ولور ۴۰۰ زره، د دبنې ۵۰۰ زره او د کونډې ۲۰۰ زره افغانۍ ټاکل شوی دی.
دیني عالم مفـ ـتي محمود غونډې ته په وینا کې وویل، په وادونو، جنازو، حج، عمرې او نورو مراسمو کې باید د امیرالـ ـمؤمنین حفظه الله ۱۷ ګڼه فرمان په پام کې ونیول شي او هغه دودونو څخه باید ډډه وشي چې د اسلامي شریعت خلاف دي او د ګناه سبب کېږي.
ولسي خلک له یاد تړون څخه هرکلی کوي او وایي، چې تطبیق سره یې د خلکو ترمنځ خپلمنځي دښمنۍ او بدو دودونو مخنیوی کېږي.
د پکتیا اوسیدونکي ټینګار کوي چې دا ډول ولسي پریکړې ډیرې ګټورې دي او باید په ټولو قومونو او ولایتونو کې وشي.