Shakirullah Wafadar J

Shakirullah Wafadar J د مهمو تاريخي مستندونو ژباړې، حيرانوونکې کيسې او مطالب. خپرول يې پر ما او قضاوت يې پر تاسو. هدف د سياسي حزبونو ننګونه نه ده، بلکې تاريخ ته ځغلنده کتنه ده.

19/09/2026

د افغانستان د تاریخ یوه نادره شېبه!
یو وخت په افغانستان کې یو پاچا او درې پخواني ولسمشران په یوه وخت په کابل کې ژوند کاوه. په دې تاریخي ويډيو کې پاچا محمد ظاهر شاه، د هغه وخت ولسمشر ښاغلی حامد کرزی، پخوانی ولسمشر صبغت الله مجددي او بل پخوانی ولسمشر برهان‌ الدین رباني یو ځای لیدل کېږي. دا د افغانستان د څو لسیزو تاریخ، د بېلابېلو نظامونو او د څو نسلونو د سیاسي ژوند یوه لنډه کیسه بيانوي. په دوی کې يوازې پخوانی ولسمشر ښاغلی حامد کرزی ژوندی دی چې اوس هم په کابل کې ژوند کوي. عمر دراز يې نصيب شه.

19/09/2026

په ۲۰۰۱ کال، کله چې امريکا پر افغانستان يرغل وکړ؛ په سلګونو ښځينه امريکايي سرتيرو يې هم ملتيا کوله. د راپورونو له مخې دوی په لوژیستیکي، توپچي او سيميزو ارتباطاتو کې ګمارل شوی وی. خو ډيرې يې ښی خاطرې نه لري. دوی بيرته زړه چاودې له افغانستانه ووتل.

18/09/2026

کله چې د داوود خان حکومت د خونړۍ کودتا وروسته د خلق دموکراتيک ګوند مشر نور محمد ترکیې ته په لاس ورغلې، نوموړې څو ورځې وروسته د رسنيو پر وړاندې راښکاره شو او د ګوند هدف يې وړاندې کړ.
په دې ورځو کې د ملاتکور (ارګ) دروازې د ټولو خلکو پرمخ خلاصې وی.

18/09/2026

زموږ د وطن یوه لویه بدمرغي!
په دې ویډیو کې دا نجلۍ عايشه نومېږي؛ زموږ د وطن لور ده. له بده مرغه، هغه د ناوړه دودونو او رواجونو قرباني شوې ده او د هغه انساني کرامت او عزت يې تر پښو لاندې شوی دی.
دا انجلۍ د خپل پلار له خوا په سوره کې مقابل جانب ته ورکړل شوې وه. خو د ستونزې د حل پر ځای، د هغې ژوند په کړاو بدل شو او خبره تر دې ورسېده چې د خپل خاوند له خوا یې پوزه پرې شوه. نوره کيسه يې دلته کتلی شئ. 👇
نوټ: دا پيښه له نن لسګونه کلونه مخکې پيښه شوی ده او دا انجلۍ اوس په امريکا کې ژوند کوي.

17/09/2026

د ۱۹۸۸م کال کندهار!

17/09/2026

د ااا مشر ملا محمد عمر مجاهد ځانګړې مرکه له بي بي سي سره!
دا ۲۰۰۱ کال دی او د بي بي سي خبريال داوود جنبش ورسره د افغانستان په وروستي وضعيت، د ايران لخوا د احتمالي بريد او ورته نورو مسايلو په اړه خبری کړي دي. 👇

17/09/2026

په ارزګان ولایت کې د اسټرالیايي ځواکونو جنايتونه؛ شپږمه برخه!
په دې برخه کې به وګورئ چې څنګه د آسټراليا ځانګړو ځواکونو په ارزګان کې د عامو خلکو د وژلو پلمې لټوي.

16/09/2026

هغه ملي دریځ چې د افغانستان د معاصر تاریخ په پاڼو کې به تل یادېږي؛ پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپلې واکمنۍ په دوام او اوس هم د افغانستان د ملي حاکمیت او خپلواکۍ پر موضوع ځانګړی ټینګار کوي. نوموړي نه غوښتل چې افغانستان دې د بهرنیو ځواکونو د دایمي پوځي حضور او اډو پر هېواد بدل شي. ښاغلي کرزي په پرله‌ پسې توګه ټینګار کاوه چې له نړیوالو سره امنیتي او ستراتېژیکې اړیکې باید د افغانستان د ملي ګټو، حاکمیت او د افغانانو د ارادې پر بنسټ وي. د امریکا له حکومت سره د امنیتي تړون په خبرو کې هم د افغان حاکمیت، د افغانانو کورونو د خوندیتوب، د ملکي وګړو د مرګ‌ ژوبلې او د بهرنیو ځواکونو د خپل‌ سرو عملیاتو موضوعات د هغه د بحث له مهمو موضوګانو څخه وو.👇

16/09/2026

د وطن د هرې ابادۍ او پرمختګ په خبر بايد له زړه خوشاله شو؛ د کریکټ ملي لوبډلې لوبغاړي نجيب ځدراڼ د سعودي له يو خصوصي شرکت سره په شراکت په کابل کې لوړ پوړيزې ودانۍ جوړوي. دې ته اوس ځوانان ويل کيږي بهرنی تجار يې هڅولی دی چې افغانستان ته راشي او پانګونه وکړي. افرين

15/09/2026

په ارزګان ولایت کې د اسټرالیايي ځواکونو جنايتونه؛ پنځمه برخه!
په دې برخه کې به وګورئ چې څنګه د آسټراليا ځانګړو ځواکونو په ارزګان کې عام وګړي ووژل.

Address

SHAHRINAW
Kabul
1002

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Shakirullah Wafadar J posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category