22/08/2026
د سيرة النبي د درسونو لړۍ
لومړۍ برخه
د نبي عليه السلام د پيدايښت څخه لومړى د هغه د کورنۍ (پلرونو او نيکونو) او د جزيرةالعرب د قومونو حالات څېړوو
عربې قبيلې
عرب په نسلي لحاظ له 3 قبيلو څخه منځته راغلي دي
1⃣ بائده عرب
2⃣ عاربه عرب يا قحطانيه عرب
3⃣ مستعربه عرب يا عدناني عرب
💠بائده عرب هغه پخواني اقوام دي چې په بشپړه توګه فنا شوي او له منځه تللي دي او تفصيلي مالومات يې نشته لکه عاديان، ثموديان، طسم، جديس او داسې نور
💠عاربه عرب هغه دي چې د يعرب بن يشجب بن قحطان له نسل څخه دي چې د دوئ اړوند ډېر کم مالومات او تفصيل موجود دى د دوئ اصلي منشاء له يمن څخه ده
💠مستعربه عرب دا اقوام د حضرت اسماعيل عليه السلام له نسل څخه دي او مشر نيکه يې حضرت ابراهيم عليه السلام دى ،او موړږ همدا عرب قوم په تفصيل سره بيانوو ځکه چې د بشريت ستر لارښود له همدغه قوم عربو څخه دى
تفهيم القران اول جلد 553-556 کې ﺫکر دي چې حضرت ابراهيم ع د ع.راق د اُور په نوم ښار اوسېدونکى و، ابراهيم عليه السلام له اُور نه حرَّان سيمې ته لاړ او له هغه ځاى څخه ف.لسط ين ته لاړ او هلته يې خلک د يو الله وحدانيت ته رادعوت کړل.
ابراهيم ع د دعوت لمنه پراخوله او هرې خوا ته يې د وحدانيت لور ته دعوتونه ورکول چې پدې سلسله کې مصر ته لاړ او د هغه وخت د مصر فرعوني حاکم د ابراهيم ع د مېرمن (ساره) باندې د بدلمنۍ او بدنامۍ د تور داغ لګولو هڅه وکړله چې ددې کار په بدل کې د هغه فرعوني حاکم د بدن غړي فلج شول، نو فرعوني حاکم پدې پوه شو چې #ساره د الله ج په وړاندې نېکه او مقربه ښځه(بنده) ده نو د هغې د شرف او له هغې څخه د بخښنې غوښتلو په پار يې خپله لور چې #هاجره نومېدله د ساره د خدمت لپاره ورکړله.
د وخت په تېرېدلو سره ساره خپله خدمتګاره(هاجره) خپل خاوند ابراهيم ع ته په نکاح ورکړله، هغه هم ددې له وجې چې د ساره اولادونه نه درلودل ترڅو ابراهيم ع د اولاد څښتن شي چې دا موضوع رحمة للعٰلمين 2 جلد او په صحيح البخاري 3358 کې تفصيلي ﺫکر ده.
کله چې د حضرت ابراهيم ع کورنۍ بېرته ف.لسط.ين ته راغله نو ابراهيم ع ته الله ج له هاجرې څخه يو ﺯوى ورکړ،چې نوم يې اسماعيل و، چې پدې کار سره ساره ډېره خفه شوه او خپله بن او د هغې ﺯوى يې نشو برداشت کولى نو ابراهيم ع يې مجبوره کړ چې هاجره او ماشوم بچى يې دواړه وشړي او ترې جلا شي.
نو ابراهيم ع هاجره او ﺯوى دواړه دواړه #حجاﺯ يعنې اوسني سعودي عربستان ته راوستل او د بيت الله شريف خوا کې په يو وادې ډوله ځاى کې استوګن کړل هلته نه اوبه وې او نه د شنو نباتاتو کومه نښه نښانه موجوده وه، پرته له يوې ونې څخه.
ابراهيم ع خپله مېرمن او خپل ﺯوى د حرم په پاسنۍ برخه کې له همدغه ونې سره چې اوسنۍ د ﺯمزم اوبو چينه پکې موقيعت لري پرېښودل، او د دوى دواړو سره يې د خوراک څښاک لپاره يو څه خرما او اوبه هم پرېښودلې ، د څوورځو په تېرېدو سره موجوده خوراک څښاک ختم شو چې پدې وخت کې د الله ج د حکمت سره سم د ﺯمزم چينه هم جاري شوه، او که کومه بله قبيله به دلته راتلله او دلته به استوګن کېدله نو د هاجرې څخه به يې اجاﺯه غوښتله چې تفصيل يې په صحيح البخاري 3365 کې په يو ډېر اوږد حديث کې ﺫکر دى.
د هاجرې خاوند (حضرت ابراهيم ع) به هم کله ناکله د خپلې مېرمن او ﺯوى ليدلو لپاره مکې ته راتلو، البته معتبرو تاريخو منابعو يې څلور ځلې راتګ منلى دى.
لدې وروسته ابراهيم ع د الله ج له لورې په يو اﺯمايښت کې واقع کېږي، چې هغه د خپل ﺯوې( #اسماعيل) ق.رباني کولو اﺯمايښت و، چې دا موضوع قرانکريم د الصّٰفّٰت سورة له 102 اية څخه تر 107 اية پورې ﺫکر شوېده.
کله چې اسماعيل ع له ﺫب.حې څخه نجات پيدا کړ او ځوان شو د #جرهم په نوم يوې عربي قبيلې څخه يې فصيحه عربي ژبه ﺯده کړله، او ددغه قبيلې خلک د اسماعيل ع له ښو اخلاقو ، روښانه فکر او کلامي فصاحت او بلاغت څخه متاثره شول نو د خپلې کورنۍ څخه يې يوه انجلۍ هم هغه ته په نکاح ورکړله.
په کې ﺫکر دي چې يو ځل ابراهيم ع د خپل ﺯوى احوال اخستلو لپاره مکې ته راغى خو اسماعيل ع په کور کې نه و له مېرمنې يې ورته پوښتنه وکړله خو مېرمنې يې ورته له تنګدستۍ څخه شکايت وکړ، ابراهيم ع ورته وويل چې کله دې خاوند(اسماعيل) راشي ورته ووايه چې د خپلې درواﺯې چوکاټ بدل کړه، کله چې ساره دا خبره خپل خاوند اسماعيل ع ته وکړله هغه د خبرې په مطلب پوه شو او ښځه يې طلاقه کړله او د #جرهم قبيلې د مشر مضاض بن عمرو د لور سره يې نکاح وکړله، کله چې بيا ابراهيم ع مکې ته راغى او د ﺯوى کور ته ورغى ﺯوى يې په کور کې نه و، له مېرمنې څخه يې د هغه په اړه پوښتنه وکړه هغې د الله ج شکر ادا کړ او د خوشحالۍ اظهار يې وکړ، نو ابراهيم ع ورته وويل کله دې خاوند راشي ورته ووايه د درواﺯې چوکاټ مضبوط وساته.
بيا ابراهيم ع بېرته ف.لس.طين ته لاړ او د څه وخت په تېرېدو سره بېرته مکې ته راغى او دا د ابراهيم ع هغه راتګ دى چې پدې کې پلار او ﺯوى د بيت الله شريف تعمير وکړ.
اسماعيل ع ته الله ج له دويمې مېرمنې څخه 12 ﺯامن ورکړ چې نومونه يې په لاندې ډول دي
1- نابت
2- قيدار
3- أدبائيل
4- مبشام
5- مشماع
6- دوما
7- ميشا
8- حدد
9- تيما
10- يطور
11- نفيس
12- قيدمان
چې لدې 12 ﺯامنو يې 12 غټې قبيلې جوړې شوې او د وخت په تېرېدو سره غير له #نابت او #قيدار څخه دا ټولې قبيلې ورکې شوې
د #قيدار اولاده په مکه کې اوسېدله او سلسله يې روانه وه تر دې چې #عدنان پيدا شو او دده خپله قبيله جوړه شوه.
#عدنان د نبي عليه السلام په نسب کې 21 نيکه دى
د الطبري 2 جلد 191- 194 صفحه او الأعلام 5 جلد 6 صفحه کې يو روايت راوړى چې رسول الله ص به کله د خپل نسب سلسله بيانوله نو هرکله چې به عدنان ته ورسېده نو مخ ته به يې نور ويل او فرمايل به يې چې د نسب بيانونکي غلط وايي
د عدنان يواﺯې يو ﺯوى و چې #معد نومېده.
د معد ﺯوى #نزار نومېده.
نزار 4 ﺯامن درلودل.
1- إياد
2- ربيعه
3- مَضر
4- أنمار
د مَضر اولاده په دوه غټو قبيلو مشتمله وه.
1⃣ الياس بن مَضر
2⃣ قيس عيلان بن مَضر
د الياس بن مَضر له قبيلې څخه 4 نورې قبيلې منځته راغلې.
1- تميم بن مرة
2- هُذَيل بن مدرکه
3- بنو أسد بن خُزَيمه
4- کِنانة بن خُزَيمه
د کِنانة ﺯوى #نضر نومېده.
د نضر ﺯوى #مالک نومېده.
د مالک ﺯوى #فهد نومېده.
چې په غټه د قريشو قبيله د کِنانه څخه منځته راغلې ده.
چې قريش هم په ډېرو قبيلو ويشل شوي و لکه
#جمح
#تَيْم
#ﺯُهْره
#سهم
#عدي
#مخزوم
#کلاب
د کلاب ﺯوى قُصَىّ نومېده.
قُصَىّ 3 ﺯامن درلودل
1⃣ عبدالدار بن قُصى
2⃣ أسد بن عبدالعُزّٰى بن قُصَىّ
3⃣ عبد مَناف بن قُصَىّ
د 4 ﺯامن و
1⃣ نوفل
2⃣ عبد شمس
3⃣ مُطلِب
4⃣ هاشم
د #هاشم ﺯوى #عبدالمطلب نومېده.
د عبدالمطلب ﺯوى #عبدالله نومېده.
او ﺯمونږ خوږ پېغمبر #محمد ص د همدغه عبدالله ﺯوى دى.
د سيرة النبي د لومړۍ سلسلۍ مأخذونه
قرانکريم
صحيح البخاري
الطبري
الأعلام
قلب جزيرة العرب
رحمة للعٰلمين