Tasal Khogyani

Tasal Khogyani هر نوی پوسټ، نوي فکر، نوې نړۍ! I am a logo & brand identity designer based in Kabul. I create powerful brand identities that people love.

I have been working as a designer for almost eight years. I have worked with printing presses, branding, and design agencies.

آیا غواړئ چې مسلکي ډيزاینر شي⁉️که تاسې د ګرافیک ډيزاین سره علاقه لرئ او غواړئ پدغه برخه کې ځانته راتلونکي او کریر جوړ کړ...
01/05/2025

آیا غواړئ چې مسلکي ډيزاینر شي⁉️
که تاسې د ګرافیک ډيزاین سره علاقه لرئ او غواړئ پدغه برخه کې ځانته راتلونکي او کریر جوړ کړئ. دلته اووه داسې سپارښتنې درسره شریکوم چې نه يوازې دا چې تاسې سره به د يو ښه او مسلکي ډیزاینر کیدو کې مرسته وکړي، بلکې تاسې سره به د کار موندې او ښه راتلونکې لپاره ډېر ګټور ثابت شي.

1️⃣ د ګرافیک ډیزاین تیوری زده کړئ.
د ګرافیک ډیزاین په تیوري کې ډېر اساسي شیان لکه د رنګ، فونټ، کمپوزیشن، او داسې نور موضوعات کې تاسې مرسته کولای شي چې يو ښه ډیزاین جوړ کړئ.

2️⃣ په ګرافيکي برنامه برلاسه پیدا کړئ.
د ګرافیک ډیزاین لپاره بیلا بیلې برنامې کاريږي، خو د اډوبي کمپني برنامي ډېر شهرت او اسانتیاوي لري. هڅه وکړئ چې دغه برنامې په ښه توګه زده کړئ.

3️⃣ په یو څانګه تخصص او په نورو څانګو کار کوول زده کړئ.
که غواړئ چې په ګرافیک ډیزاین کې ښه دنده ترلاسه کړئ، نو کوښښ وکړئ چې د ډیزاین مختلفو څانګو کې برلاسه اوسۍ. مثال د يو ډیزاینر په توګه تاسې باید د چاپي موادو په ډيزاین، موشن ګرافیک، برنډینګ، ویب سایټ او نورو ډېرو څانګه کې برلاسه اوسئ، ځکه زیاتره شرکتونه داسې کسان په دنده ګماري چې ډېر کارونه کوي. خو د دې ترڅنګ باید هڅه وکړئ په يو برخه کې ځان ډېر ورسوئ، هغه څانګه کولای شي ستاسې لپاره موش ګرافیک وي، يا هم د کتابونو او مجلو ډيزاین وي، يا هم د ویبسايټ جوړول وي.

4️⃣ تل نوي شیان زده کړئ.
د ګرافیک ډيزاین مسلک کې تل د نوي نوښتونو سره مخ کيږي، کوښښ وکړئ ځان اپډيټ وساتئ. د ډیزاين د مود په اړه معلومات باید ولرئ. د مصنوعي هوښ څخه ګټه اخیستل ممکن ستاسې ژوند خورا اسان کړي.

5️⃣ که غواړئ فريلنسر شئ باید خرڅلاو برخه کې ځان ورسوئ.
که غواړئ په ازاد ډول کار وکړئ، او پيردونکو څخه پروژې ترلاسه کړئ، نو تاسې باید د خرڅلاو د تخنیکونو ځان خبر کړئ څو ډېر پيردونکي وګټئ.

6️⃣ خپل کاري نموني په انلاین بڼه ولرئ.
کاري نموني پورټفولیو د يو ډیزاینر لپاره خورا اړينه ده چې باید کار پرې وکړي. که چېرې تاسې ښې کاري نمونې ولرئ نو ستاسې د دندې اخیستو يا هم د پيردونکي ګټلو چانس خورا لوړ دی. ځيني ډیزاینران په فلش کې خپلې نمونې ګرځوي. خو تاسې کولای شئ په انلاین بڼه د بیهنس، ډریبل يا هم د خپل ټولنيزې شبکو د اکاونټونو څخه د خپل پورټفوليو په توګه استفاده وکړئ.

7️⃣ ډیزاین د پيردونکي لپاره نه، بلکې د ځان لپاره وکړئ.
لدې مې موخه دا ده چې په ډيزاین داسې زحمت کاږئ لکه د ځان او خپلې راتلونکې لپاره چې ډیزاین کوئ. ښه کیفیت ستاسې راتلونکې ته ډېر ګټه درسوي. نو تل باید په ښه کیفیت کار کوئ.

#ګرافیک #ډيزاین #ډیزاینر #ډيزاینګ

يو هندي سوداگر وایې زه تل پدې 🤔فکر کې وم چې ولي موږ د چین څخه وروسته پاتي يو؟ کوم داسې کارونه دي چې موږ يې نشو کولائ؟🤷‍♂...
23/04/2025

يو هندي سوداگر وایې زه تل پدې 🤔فکر کې وم چې ولي موږ د چین څخه وروسته پاتي يو؟ کوم داسې کارونه دي چې موږ يې نشو کولائ؟🤷‍♂️

وایې يو ورځ د سوداګريزو چارو په موخه چین ته تللی وم. يو شپه تر ډېر ناوخته مې د يوې کارخونې مالک سره ناسته لرله. کله چې ناسته پای ته ورسیده، غوښتل مې چې کار خونې څخه ووځم. و مې لیدل چې کارخونه لا هم روښانه ده، فکر مې وکړ چې ښایي دوی د شپي کار هم کوي. پوښتنه مې وکړه چې ستاسې کارکوونکي د شپې له خوا هم کار کوی.

- ويل يې نه صیب!
- ما ورته وويل نو بیا دا رڼا د څه شي ده؟
- هغه ويل زموږ انجینران د يوې تخنکي ستونزې سره مخ شوي او غواړئ چې د حل لار ورته ومومي، نو ځکه نه غواړي چې کور ته لاړ شي.

ما ويل درځي چې ويې ګورو. کله چې لاړم انجینران مې ولیدل چې د شپي ناوخته داسې پکار بوخت وو تا به ويل لکه اوس چې سهار تازه کار ته راغلي وي. د هغوې په څېره کې مې هيڅ د ستړيا او د خوب نښې نه ليدې. د دوې همدې کار ژور فکر کې ډوب کړم.

ګواکې هغه ځواب مې وموند چې په لټه کې يې وم.!!!

#تجارتي #سوداګر #چین #هند #انګیزشي #انګیزه

29/03/2023

د کاروبار د پيل لپاره د غوره او سم نوم ايښودنه پرمختګ ته لار هواروي. روښانه او قوي نوم کولای شي د بازارموندنې او برنډينګ په چارو کې ډېر ګټور ثابت شي.
د یو کاروبار نوم باید په اسانه ذهن کې هک شي، بی ساری، متمایزه او معنی لرونکی وي. او د کاروبار په پراخیدو سره لا هم منطقي وي.

I just update my new logofolio on Behance. You can see the logos I have designed from 2019 up to now.Click the link belo...
20/08/2020

I just update my new logofolio on Behance. You can see the logos I have designed from 2019 up to now.
Click the link below and watch it.

Graphic Design,Branding,Art Direction,Adobe Photoshop,Adobe Illustrator

Max Media is a fast-growing digital media in Afghanistan. They create & present video content on social media platforms ...
18/08/2020

Max Media is a fast-growing digital media in Afghanistan. They create & present video content on social media platforms to educate and entertain their audience. They stand to increase their audience information and bring smiles to their faces.

Max Media has an old fashion logo which not work on different platforms. They want me to design a logo for them that has to be in trend and design a modern and iconic logo that works all across the digital media.

The new iconic logo is a combination of an icon and a logotype. The icon was designed from an abstract letter M and a growth icon, which present their core value.

If you are looking to design your logo DM me at [email protected]

Monoline Hand writting Logo
14/08/2020

Monoline Hand writting Logo

 پاور اکاډمي د انګليسي ژبې د زده کړې په برخه کې تازه د غزني په لرغوني ښار کې په مډرنه او معياري بڼه په فعاليت پيل کړى. چ...
06/06/2020


پاور اکاډمي د انګليسي ژبې د زده کړې په برخه کې تازه د غزني په لرغوني ښار کې په مډرنه او معياري بڼه په فعاليت پيل کړى. چې په دغه ښوونيز بنسټ کې د غزني ښار د انګليسې ژبې تجربه لرونکي او مشهور ښوونکي د يو چتر لاندې تدريس کوي. پاور اکاډمي غواړي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې خپل هېوادوالو ته د انګليسي ژبې د زده کړې خدمات وړاندې کړي.

دوى زه د خپلې لوګو او نورو ډيزاينونو لپاره وټاکلم. په ټوله کې هدف دا وه چې يو داسې سمبول جوړ شي چې د مرغانو د پادشاه يانې باز له انځور جوړ وي او دوى وکولاى شي چې مختلفو ځايونو کې يې په ډېره اسانۍ وکاروي.

ما د هغوى د غوښتنې سر سم دغه لاندې لوګو جوړه کړې چې د باز د يو ساده شوي سمبول او د اکاډمۍ نوم د انګليسي ژبې څخه جوړه ده. هېره دې نه وي چې څلور ستوري د څلور ستورو استادانو نماينده ګي کوي، کومو چې د دې اکاډمۍ بنسټ ايښى دى.

که تاسې هم تازه په کار پيل کول غواړئ او يا هم له مخکې مو کاروبار شته او غواړئ چې لوګو، د برنډ هويت او نور تبليغاتي توکي مو ډيزاين کړى. زه مو هر وخت په دغه برخه کې چوپړتيا کوم.

زما اړيکې:
0780900781
[email protected]

#لوګو #برنډ #سمبول #نښه #برنډينګ #بازارموندنه #تبليغات #غزني #ډيزاين #انګليسي #ګرافيک

نبي جان تازه په يوټيوب کې په خپرونو پېل کړي. نوموړی د يوټيوب له لارې بېلا بېلې خپرونې چمتو او نشروي.  د هغه له وډيو ګانو...
16/04/2020

نبي جان تازه په يوټيوب کې په خپرونو پېل کړي. نوموړی د يوټيوب له لارې بېلا بېلې خپرونې چمتو او نشروي. د هغه له وډيو ګانو څخه داخلي او خارجي کتونکي ګټه اخیستلای شي.
هغه خپل يوټيوب او شخصي برنډ هويت (برنډينګ) په موخه زه غوره کړم، ما ورته دغه لوګو او ځيني اپلیکشنه جوړ کړل.
د هويت په دغه ډيزاين کې موخه دا وه چې نبی جان ته داسې هويت جوړ شي تر څو د هغه ليدونکي هغه په اسانۍ سره وپيژني او دغه راز د هغه نورې ټولنيزي پاڼې هم د يو بل سره ونښلوي.
د بشپړي پروژې ليدو لپاره لاندې لينک ته لاړ شئ.

https://www.behance.net/gallery/95484467/Nabijan-Logo-and-Identity-Desgin?

له ليدو څخه مو منندوی یم.

#لوګو #برنډينګ #برنډهویت #ډیزاین #ګرافیک

تر ډېره به د لوګو لغت سره اشنا وئ، دلته به د لوګو په اړه داسې څه ولولي چې تر اوسه مو فکر هم نه وي کړی.مخکې لدې چې په لوګ...
16/02/2020

تر ډېره به د لوګو لغت سره اشنا وئ، دلته به د لوګو په اړه داسې څه ولولي چې تر اوسه مو فکر هم نه وي کړی.
مخکې لدې چې په لوګو باندې وغږیږو راځئ پدې پوه شو چې ډېری خلک پدې اړه څه نظر لري او آیا د هغوي نظرونه او اندونه سم دي او که ناسم؟

1- زياتره خلک داسې فکر کوي چې لوګو باید د دوې د شرکت او برنډ په اړه هر څه ووايې. لکه دا چې دوي کوم کارونه کوي، کوم ډول خدمات او جنسونه وړاندي کوي، لوګو بايد د دوي په اړه هر څه ووايې. د بېلګې په ډول که څوک د بوټ جوړولو فابريکه لري نو باید په لوګو کې يې بوټان راشي.
2- هغوي پدې نظر هم دي چې لوګو بايد د دوي په لمړي ځل ليدو خوښه شي.
3- ځينی بيا دا هم وايې چې لوګو بايد په زړه پورې او زړه راښکوونکي وي او ليدونکي يې په ليدو سره سم له واره د دوي محصولات او خدمات را وپېري.
د نیويارک په پوهنتون کې د لوګو او برنډ جوړوني استاد Sagi Haviv، چې نېږدي شل کاله په لوګو او برنډ جوړوني کې فعاليت کوي، پورتني ټول نظريات ناسم بولي او زياتوي چې لوګو اړېکه نېونه نده بلکې لوګو پيژندګلوی دی. نوموړی پدې اړه داسې وايې:

" خلک داسې فکر کوي چې لوګو باید د دوي په اړه هر څه ووايې، دوی بايد لوګو په لمړي ځل ليدو خوښه کړي او لوګو بايد په زړه پورې وي خو لوګو هيڅ يو لدې څخه نده. لوګو پرمختګ او اړېکه نېونه نه ده بلکې لوګو پېژندګلوی دی".

د لوګو مډرن او جامع تعريف پدې ډول دی: لوګو د هويت نښه ده چې يو شرکت، محصول، ارګان او برنډ پرې پېژندل کيږي.

د لوګو لپاره به زه تاسو ته يو ډېر ساده بېلګه وړاندي کړم، په کليوالي ژوند کې کله داسې وي چې د يو ګاونډي کره غم ښادي شي نو بیا د نورو ګاونډيانو څخه لوښي او پيالي راوړي، تر ډېره برېده دغه لوښي سره ورته وي نو د دې لپاره چې د نورو سره ګډ نشي او په اساني سره وپېژندل شي ټولو کېلوالو خپل لوښي په يو خاص رنګ نښه کړي وي. دغه نښه د لوګو يو ډېره ساده بېلګه ده.
يا د ساري ناروغانو د خوراک او څښاک لوښي د نورو څخه جلا وي او يوه ځانګړي نښه پرې وي تر څو د کور نور غړي يې په اسانۍ وپېژني چې دا د مريض لوښی دی.
نو لوګو هم د يو شرکت لپاره د پېژندګلوي او هويت نښه ده.

#برنډينګ #برنډ #برنډهويت #لوګو #ډیزاین #ګرافیک #کابل #افغانستان

ولې یو شرکت بايد، د برنډ په هويت پانګونه وکړي؟مخکې له هر څه اړينه ده چې اول د برنډ هويت در وپيژنو.د برنډ هويت د يو شرکت ...
08/02/2020

ولې یو شرکت بايد، د برنډ په هويت پانګونه وکړي؟

مخکې له هر څه اړينه ده چې اول د برنډ هويت در وپيژنو.
د برنډ هويت د يو شرکت او برنډ هغه شمتني ده چې د لمس کيدلو وړ وي، په سترګو ليدل کيږي، په غوږونو اوريدل کيږي، په لاس کې اخيستل کيږي او حرکت يې ليدل کيږي.
د برنډ هويت د پيژندګلوي لامل کيږي، توپېر ډېروي او لويې او سترې معناوي لېږدوي.

پوښتنه دا راولاړيږي چې ولې د برنډ په هويت پانګونه وشي؟
ځکه چې د برنډ د هويت غوره برنامې:
* د شرکت د پرمختګ لامل وګرځي.
* پېرودونکو ته پېرودل يا اخيستل اسانه کوي.
* پلورونکو ته پلور يا خرڅول اسانه کوي.
* شرکت ته د يو ځانګړي ارزښت او شهرت موندلو کې مرسته کوي.

د برنډينګ اړتيا
- په ياد ولرئ چې موږ په يو داسې نړۍ کې ژوند کوو چې د برنډنو نه ډک ده.
- د ټولو هغه فرصتونو څخه بايد ګټه واخلئ، کوم چې ستاسو تصوير د پېرودونکو په ذهن کې جوړوي.
- د سيالي په ډګر کې يو قدم مخکې لاړ شئ، او خپل غوره والی په سيالانو، د ويلو پر ځای په عمل کې راولئ.
- د برنډ د هويت نه په ګټې اخیستنې سره داسې حسي مقناطیس جوړ کړئ چې پېرودونکي را جذب او حفظ کړي.

Address

Shahre-now
Kabul
1001

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 08:00 - 16:00
Wednesday 08:00 - 16:00
Thursday 08:00 - 16:00
Saturday 08:00 - 16:00
Sunday 08:00 - 16:00

Telephone

+93780900781

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Tasal Khogyani posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Tasal Khogyani:

Share