AbdulSamad Afghan

AbdulSamad Afghan Personal Blog

I have reached 400 followers! Thank you for your continued support. I could not have done it without each of you. 🙏🤗🎉
14/10/2023

I have reached 400 followers! Thank you for your continued support. I could not have done it without each of you. 🙏🤗🎉

توجو مو غواړو  (خبرتیا شېر کړئ!)یو کال مخکي دغه نجلۍ یو کس چوک مدد سره د یو مارکیټ مخ ته  کښینولې وه وروسته زموږ یو ملګر...
01/08/2023

توجو مو غواړو (خبرتیا شېر کړئ!)
یو کال مخکي دغه نجلۍ یو کس چوک مدد سره د یو مارکیټ مخ ته کښینولې وه وروسته زموږ یو ملګری کورته بیولې وه هغه وخت هم ما اعلان ورته کړی و
خو کوم دوست یې پیدا نه سو، اوس هم دغه نجلۍ چي لږ غټه سوې هم ده زموږ د ملګري سره ده او داسي مینه یې ورکړې لکه خپل اولادو ته
خو موږ وایو چي مور او پلار به یې لا هم سر ګردانه ګرځي شاید هغه وخت دا نجلۍ هغو یا غـ ـلا کړي وه یا بله کیسه وه نو ستاسو کومک پکار دی دغه تصویر یی نشر کړي چه اصلئ مور او پلار یی پیدا شي لاندی شمیری دغه زموږ د ملګری دي او ددغئ نجلی د هغه وخت تصویر کمینټ کي درته پریږدم
0700300566

I've just reached 400 followers! Thank you for continuing support. I could never have made it without each one of you. 🙏...
01/08/2023

I've just reached 400 followers! Thank you for continuing support. I could never have made it without each one of you. 🙏🤗🎉

07/06/2023

وای سریلانکا والا هم بدي کوډي کوي😜
پروند په روش کي یې څاښتونه په چښلي وه🫣🤣

همدا مو فرق دي زما او ددوئ😥عکس کلیک کړئ او معلومات وګورئ👇
16/08/2022

همدا مو فرق دي زما او ددوئ😥
عکس کلیک کړئ او معلومات وګورئ👇

04/07/2022

نه صنعت کاران او خصوصي سکتور ژغورل کیږي
نه د سون توکو قیمتونه کښته کیږي/کنټرولیږي
نه کومي اقتصادي بارنامې په لاره اچول کیږي
نه د انجونو ښوونځیو ته تر شپږم صنف لوړ اجازه ورکول کیږي
نه مسلکي باتجریبه ځوانانو ته رسمي وظیفې په دولت کي ورکول کیږي
نه د صنعت کارانو تجارانو ترحي نظریي او پلانونه عملي کیږي او نه غوږ په ګرول کیږي
نه د کانونو د استخراج قیمتونه پر نړیوال معیار ټاکل کیږي
نه د یوه هېواد په توګه رسمي قرار داد د یوه هیواد سره لرو خو بیاهم استخراج غیر معیاري، اصولي کیږي او بیرته پر یوه هیواد پلورل کیږي
کوم منطق؟
نه زموږ میوه جات هر وخت پر ناپاکستان په صحولت اړول کیږي
چي د هر وزارت د مشرانو سره په میاشت کي د مربوطه ستونزو د حل په موخه کښېنې خبري وکړې طرحه، حللاره ورته بیان کړې او ویې سپارې
خو چي ته تر دفتر را وزې هغه د کچردانۍ خوراک سي نو خود به موضوع فقط پر ږره او ښځه ولاړه وي

30/11/2019

90 پوښتنې چې یو مسلمان یې بایدذده کړی.
اوځواب یی کړای شي !

له ټولو ورونو او خویندو څخه هیله لرم چې خپلو اولادونو ته یې زده کړي .
او دغه پوست مو چی څومره وس کیږی شیر یی کړی چی ترنورو دوستانو هم ورسیږی.

۱- مسلمان یې؟
- هو الحمد الله مسلمان یم.
۲- مسلمان یم وایې خو د دې مانا څه شی دی؟
- دالله په وحدانیت ایمان او د قران او حضرت محمد (ص) تصدیقول.
۳- د څه وخت نه مسلمان یې؟
- د بَلَىٰ د وخت راهیسې.
۴- د بَلَىٰ وخت څه شی دی؟
- میثاق ته وایي. یاني کله چې الله (ج) زمونږ روحونه خلق کړل نو دوی ته یې په خطاب کې وفرمایل: أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ ؟ (زه ستاسو رب نه یم؟) هغوی هم ځواب ورکړو بَلَىٰ (هو ته مو رب یې). نو د هغه وخت نه زه مسلمان یم.
۵- رب د څوک دی؟
- الله جل جلاله
۶-چا پیدا کړی یې؟
- الله جل جلاله
۷- د چا بنده یې؟
- د الله جل جلاله بنده یم
۸- د اسلام او مسلمانیت زدکړه فرض ده؟
- هو، د اسلام او مسلمانیت زدکړه مطلق فرض دی
۹- د الله د وحدانیت دلیل څه شی دی؟
- د اخلاص د سورت لومړی ایت شریف «قُلْ هُوَاللهُ اَحَدْ»
۱۰- د دې مانا څه شی ده؟
«ووایه چې الله یو دی»
۱۱- د الله د صفتونو زدکړه فرض ده؟
- هو، فرض ده. د ایمان له اساساتو څخه دی.
۱۲- د الله د ذات په اړه فکر جایز دی؟
- نه، جایز ندې. ځکه چې زمونږ عقل د الله د ذات په اړه پوهیدو نه عاجز دی.
۱۳- له کوم ځایه راغلی یې او کوم ځای ته به ځې؟
- د الله لخوا راغلی یم او بیرته به هغه ته ورځم.
۱۴- د څه لپاره راغلې یې؟
- د الله د بندګي لپاره.
۱۵- ایمان الیأس څه شی دی؟
- د فرعون پشان د مرګ په وخت کې ایمان راوړلو ته وایي.
۱۶- دا ایمان معتبر دی؟
- نه
۱۷- توبة الیأس څه شی دی؟
- ایمان او عمل لرونکی انسان چې د مرګ په وخت کې له خپلو ګناهونو توبه وکړي.
۱۸- دا توبه معتبره ده؟
- هو
۱۹- دین دې کوم دی؟
- دین مې اسلام دی.
۲۰- کتاب دې کوم دی؟
- کتاب مې قران دی.
۲۱- قبله د کومه ده؟
- مکه معظمه
۲۲- د چا اولاده یې؟
- د آدم علیه السلام
۲۳- د چا په ملت یې؟
- د ابراهیم علیه السلام په ملت یم.
۲۴- د چا په امت یې؟
- د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم
۲۵- حضرت محمد صلی الله علیه وسلم چیرته وزیږیده اواوس چیرته ده؟
- په مکه کې وزیږیده. په پنځوس کلنۍ کې مدینې منورې ته یې هجرت وکړ او اوس په روضه مبارکه کې دی.
۲۶- د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څو نومونه دي؟
- ښایسته مبارک نومونه یې ډیر دي خو څلور یې باید مونږ زده وي. «محمد، مصطفی، احمد، محمود»
۲۷- د حضرت محمد ډیر کاریدونکی نوم کوم دی؟
- حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم دی.
۲۸- د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د پلارم نوم څه شی دی؟
-عبدالله
۲۹- د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د مور نوم څه شی دی؟
- آمنه
۳۰- د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د شیدو مور نوم څه شی دی؟
- حلیمه
۳۱- د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د نیکه نوم څه شی دی؟
- عبدالمطلب
۳۲- حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په څو کلنۍ کې په پیغمبری مبعوث شو؟
- په څلویښت کلنۍ کې.
۳۳- حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څو کاله پیغمبري وکړه؟
-۲۳ کاله
۳۴- حضرت محمد صلی الله علیه وسلم چیرته وزیږید؟
- په مکه معظمه کې.
۳۵- حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په کوم کال کې وزیږید؟
- په ۵۷۱م کال کې
۳۶- حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په کوم کال کې مدینې ته هجرت وکړ؟
- په ۶۲۲م کال کې یې مدینې ته هجرت وکړ.
۳۷- حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له دې فاني نړۍ په کوم کال او په څو کلنۍ کې رحلت وکړ؟
- په ۶۳۲م کال کې یې په ۶۳ کلني کې له دې فاني نړۍ رحلت وکړ.
۳۸- د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څو لوڼه وې؟
- حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څلور لوڼه وې. زینب، رقیه، ام کلثوم، فاطمه
۳۹- د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څو زامن وو؟
- د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم درې زامن وو. قاسم، عبدالله (بل نوم یې طیب)، او ابراهیم.
-۴۰ د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم بی بی یانو مبارکو نومه څه شی وو؟
- حضرت خدیجه، حضرت سودا، حضرت عایشه، حضرت حفصه، حضرت زینب بنت خزیمه، حضرت ام سلمه، حضرت زینب بنت جحش او حضرت جویریه
۴۱- د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم بي بي یانې زمونږ څه کیږي؟
- هغوی د ټول مومنانو میندې دي.
۴۲- د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم لومړی میرمن څوک وه؟
- بی بی خدیجه ده، د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نه ۱۵ کاله مشره وه او ۲۵ کاله ژوند یې سره وکړ.
۴۳- د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وروستنی میرمن څوک وه؟
- حضرت عایشه (رض)
۴۴- د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په ۵۳ کلنی نه وروسته د واده کولو سببونه او حکمتونه یو څو ویلی شی؟
- د ښځو په اړه مسایل د ښځو له لارې ورته رسول. د قبيلو په اسلام پورې تړل. د ځینو سره یې د هغوی د عفت او ناموس د ساتلو لپاره واده کړی. اصلی سبب یې د ښځو په واسطه د اسلام خپرول وو.
۴۵- د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د بی بی یانو څخه وروستنی وفات کوونکي څوک وه.
حضرت عایشه.
۴۶- تر اوسه پورې تلونکي او راتلونکي انسانانو کې لوړ مقام د چا دی؟
- حضرت محمد صلی الله علیه وسلم
۴۷- د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څو لمسیان وو؟
- دوه لمسیان یې وو، حسن او حسین.
۴۸- حسن او حسین د چا زامن دي؟
- د حضرت علی او حضرت فاطمي
۴۹- د الله په اوامرو کې د ټولو نه مهم څه شی دی؟
- توحید
۵۰- توحید څه شی دی؟
- د الله په یووالی ایمان او باور لرل او یوازی د هغه بندګي کول.
۵۱- د لله جل جلاله په اوامرو کې لویه ګناه څه شی ده؟
- شرک
۵۲- شرک څه شی دی؟
- د الله سره شریک منل، د هغه نه سوا بل خدای د وجود منل.
۵۳- پیغمبر چا ته ویل کیږي؟
- د الله جل جلاله لخوا رالیږل شوی استازی چې د الله احکام انسانانو ته ورسوي.
۵۴- الله جل جلاله ولي پیغمبران راولیږل؟
- د دې لپاره چې انسانان د شرک نه د منع کړي او د یو الله په لوري یې راوبلي.
۵۵- د الله جل جلاله لخوا رالیږل شوي پیغمبرانو تعداد څومره دی.
- د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نه نقل شوي روایت له مخې یو لک او څلوریشت زره او بل روایت کې دوه لکه څلورویشت زره ښودل شوي.
۵۶- معظم پیغمبران کوم دي؟
- پینځه پیغمبران دي. حضرت محمد صلی الله علیه وسلم، حضرت نوح علیه السلام، حضرت ابراهیم علیه السلام، خضرت موسی علیه السلام او حضرت عیسی علیه السلام.
۵۷- په قران شریف کې د څو پیغمبرانو نومونه ذکر شوي؟
- د اته ویشت پیغمبرانو نومونه په قران کې ذکر شوي.
۵۸- په قران کې ذکر شوي پیغمبرانو نومونه ویلی شی؟
- آدم، ادریس، نوح، هود، صالح، ابراهیم، لوط، اسماعیل، اسحاق، یعقوب، یوسف، ایوب، شعیب، موسی، هارون، داود، سلیمان، یونس، الیاس، الیسع، ذوالکفل، ذکریا، یحیی، عیسی ، عزیر، لقمان، ذولقرنین، او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم
۵۹- حضرت محمد صلی الله علیه وسلم یو ملت ته رالیږل شوی او که ټولو انسانانو ته رالیږل شوی؟
ټولو انسانانو ته رالیږل شوی.
۶۰- رسول څوک دی؟
- نوی شریعیت راوړونکی او یا د تیرو پیغمبرانو شریعت ته نوي حکمونو راوړنکی
۶۱- نبی څوک دی.؟
- د تیرو پیغمبرانو او یا هم د هغه په وخت کې د کوم بل پیغمبر د شریعیت تابع ته نبی وایي. هر رسول نبی دې خو هر نبی رسول نشي کیدای. دواړو ته پیغمبر ویل کیږي.
۶۲- لومړنۍ نبي څوک دی؟
- حضرت آدم علیه السلام
۶۳- لومړنۍ رسول څوک دی؟
- نوح علیه السلام
۶۴- په انسانانو د مرګ نه وروسته څه کیږي؟
- د الله په امر بیرته راژوندي کیږي.
۶۵- د بیا راژوندي کیدو نه وروسته څه کیږي؟
- په دنیا کې یې د کړي اعمالو مکافات او مجازات ويني.
۶۶- د مرګ نه وروسته په ژوند باندې ایمان نه لرونکی څه کیږي؟
- د دین نه وځی، کافر کیږي.
۶۷- ملایکه څه شی دی؟
- الله تعالی د نور نه پیدا کړي مخلوق دي، د ښځي او حیوان له پرته بل په هر شکل ځان بدلولی شي. تل د خدای عبادت کوي او د ګناه نه پاک دي.
۶۸- څلور مقربې ملایکو نومونه څه شی دي؟
- جبراییل، میکاییل، اسرافیل او عزراییل
۶۹- د ملایکو دندې څه شی دي؟
- د الله حمد ویل، د هغه تسبیح کول، د هغه ذکر کول، هغه چې هر امر وکړي د هغه پر ځای کول. د ځینو ملایکو خاصې دندې دي.
۷۰- د حضرت جبراییل دنده څه شی ده؟
- پیغمبرانو ته وحې راوړل.
۷۱- د حضرت میکاییل دنده څه شی ده؟
- د طبیعیت پیښې، د رزق ویشل
۷۲- د حضرت اسرافیل دنده څه شی ده؟
- د قیامت په ورځ په شپیلی کې پوکول.
۷۳- د حضرت عزراییل دنده څه شی ده؟
- د الله په امر روح اخلي.
۷۴- څلور کتابه کوم دي او په چا نازل شوی؟
- تورات په حضرت موسی، زبور په حضرت داود، انجیل په حضرت عیسی او قران کریم په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندې نازل شوی دی.
۷۵- صحیفې څه شی دي، څو دي او په چا نازلې شوې دی؟
- د الله لخوا نه د جبراییل په واسطه د څلورو کتابونو نه پرته، په پیغمبرانو نازل شوې صحیفي دي. چې ۱۰ په حضرت آدم، ۵۰ په حضرت ادریس، ۳۰ په حضرت ابراهیم او ۱۰ په حضرت یوسف نازل شوې دي.
۷۶- مذهب په څو ډوله ده؟
- دوه ډوله
۷۷- کوم کوم دي؟
اعتقادي مذهب، عملي مذهب
۷۸- د اعتقادي مذهب امامان څو او کوم دي؟
- دوه دي، اما بو منصور محمد ماتریدي او امام ابو الحسنې الاشاري
۷۹- د عملی مذهبونه څو او کوم دي؟
- څلور دي. حنفي، شافعي، مالکي او حنبلي.
۸۰- اعتفادي مذهب څه شی دی؟
- د اهل سنت او جماعت مذهب دی.
۸۱- په عمل کې مذهب څه شی دی؟
- حنفي مذهب دی.
۸۲- د اعتقادي مذهب امام مو څوک دی؟
-ابو منصور محمد ماتریدی
۸۳-د شافعي، مالکي، حنبلي مذهبونو اعتقادي امام څوک دی؟
-ابوالحسنی الاشاری
۸۴- امام ابو محمد ماتریدی د کوم ځای دی او څه وخت وفات شوی؟
- د سمرقند د ماتریدي د کلی دي. په ۳۳۳ هجری کال کې وفات شوی.
۸۵- امام ابوالحسنی الاشاری د کوم ځای دی او څه وخت وفات شوی؟
- د بصرې دی او په ۳۲۴ هجری کال کې وفات شوی.
۸۶- د لمانځه قضا کیدو مشروع سببونه څو او کوم دي؟
- درې دي. خوب، د دښمن سره د جنګ په وخت کې وخت نه موندل، هیرول.
۸۷- څو مبارکي شپی دي او کومې دي؟
- مولود شریف: د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د زیږیدو شپه، د رغایب شپه: پدې شپه کې حضرت آمنه پدې پوه شوه چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندې حامله ده. او د معراج شپه: پدې شپه کې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د الله په امر او قدرت معراج ته لاړو.
۸۸- قبر کې سوال اوځواب د چا سره نه کیږي؟
- د پیغمبرانو سره، د ماشومانو سره (چې بالغ شوي نه وي) او د لیونیانو سره.
۸۹- دین څه شی دی؟
- د عاقل انسانانو د خپل خوښې او غوښتنې سره خیر او سعادت ته د رسیدو لپاره یو الهی قانون دی.
۹۰- اسلام څه شی دی؟
- د الله تعالی ټول احکام چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مونږ ته راوړي دي په هغو باندې د زړه نه تصدیق او په ژبه اقرار کول او په ټول عمر کې یې عملي کولو ته وایی.

ددغو معلوماتو په نشرولو کی راسره مرسته وکړی او شیر یی کړی.

نورو ملګرو سره شریک کړئ!

یوه غوښتنه:
که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي؛ نو لطفاً کمنټ کې ولیکئ چې، پوره ولوستل شوه.

د نورو ښایسته معلوماتو لپاره همدا پاڼه لایک کړئ.
کاپي

Address

District 2
Kandahar
0093

Opening Hours

Monday 08:00 - 17:00
Tuesday 08:00 - 17:00
Wednesday 08:00 - 17:00
Thursday 08:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00

Telephone

+93703073900

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when AbdulSamad Afghan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to AbdulSamad Afghan:

Share