Durrani Online Services درانی آنلاين خدمات

Durrani Online Services درانی آنلاين خدمات Afghan Global Online Visa Consultant and services افغان ګلوبل د اونلاين ويزو اوخدماتو مرکز

د POR کارډونو په باره کی کره معلومات!که څوک د کارډونو نوې کولو څخه پاته وي نو کوشش وکړئ چې دغه مياشت د دسمبر 2022 تر آخر...
06/12/2022

د POR کارډونو په باره کی کره معلومات!
که څوک د کارډونو نوې کولو څخه پاته وي نو کوشش وکړئ چې دغه مياشت د دسمبر 2022 تر آخره پوري کارډونه نوي کړئ.
2 ) د جنوري مياشت 2023 کال په شروع کې د نوم،عمر، يعنې هر ډول غلطۍ اصلاح او تغير و تبديل پکې کولې شئ.
3)راتلونکي کال کې به ACC کارډونه تبديل شي او هم ممکن نوي کارډونه يا اسناد هغه چا ته ورکړل شي چې تر اوسه هيڅ اسناد نلري.
3)که د چا څخه نوي کارډ ورک شوي وي يا په کارډ کې تغير وتبديل کوئ نو ځان سره د ښوونځي اصلي اسناد،تذکره يا د پيدايښت سرټيفکټ سره له فوټو کاپۍ ور وړئ.دا به هم له يادې نيټې وروسته جوړ کړل شي.
4) هر يو کس بايد د خپل د کور شاوخوا هغه خلکو ثبت نام يا ريکارډ جوړ کړي چې څوک کارډونه نه لري،
د کارډ د ورکولو په صورت کې تاسو بايد اول بايد د مهاجرينو رياست، يا محلي پوليس سټيشن څخه د کارډ د ورکيدو درخواست جوړ کړي.
دا خبر شير کړئ تر څو هر يو کس ځينې خبر اوسي.

د پاکستان هېواد  ميډيکل ويزه Medical visa په 7  کارې ورځو کې په پوره اطمينان سره زموږ څخه تر لاسه کړي.نوټ: د پاکستان د ن...
06/12/2022

د پاکستان هېواد ميډيکل ويزه Medical visa په 7 کارې ورځو کې په پوره اطمينان سره زموږ څخه تر لاسه کړي.
نوټ: د پاکستان د نادرا قانونی فروسس د ميډيکل ويزی د 7 ورځو څخه تر 10 ورځو پوری دی مګر ويزه په 4 يا 5 ورځو کې راځې.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره موږ سره اړیکه ونیسئ
واټسپ شمیره: 0700054506
اړين اسناد:
- پاسپورت
- تذکره
- يو عکس
-ميډيکل اسناد
ايکزيټ پرمټ Exit permit :
که چېرې تاسو په پاکستان کې یاست او ويزه مو تر وخت تيره سوی وی نو موږ ستاسو دپاره ايکزیټ پرميټ Exit permit هم په يوه ورځ کې په پوره اطمینان سره تر لاسه کوو .
د ويزه تمديد Visa Extend :
کچيرې تاسو په پاکستان کې یاست او غواړی چې خپله ويزه تمديد کړي نو موږ ستاسو ويزه په پوره اطمینان سره تر تمديد وو .
نوټ: موږ فقط فیملی ويزیټ ويزه تمديد وو.

دعوت نامه Invitation letter :
د فیملی ويزټ ويزی دپاره موږ ستاسو د پاره دعوت نامه هم ترتيبه ولای سو فقط په يوه ساعت کې.
(Durrani Online Internet Services)'

د پاکستان حکومت وروستی اعلان او حل لارې:د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د ۲۰۲۲ کال تر پای دې ټول هغه بهرني اتباع له پاکستان...
01/12/2022

د پاکستان حکومت وروستی اعلان او حل لارې:

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د ۲۰۲۲ کال تر پای دې ټول هغه بهرني اتباع له پاکستان څخه ووځي چې ویزې یې ختمې دي. د همدې لپاره د پاکستان حکومت د ۲۰۲۲ کال تر پای د غیر قانوني وخت تېرولو جریمه معاف کړې، چې پخوا به دغه جریمه په لاندې ډول وه.

۱. د ویزې له اقامې (Stay Duration) څخه زیات وخت تېرول تر ۱۴ ورځو جریمه نه لري.

۲. د ویزې له اقامې (Stay Duration) څخه زیات وخت تېرول له ۱۴ ورځو تر ۱ میاشت ۵۰ آمریکايي ډالر جریمه.

۳. د ویزې له اقامې (Stay Duration) څخه زیات وخت تېرول له ۱ میاشت تر ۳ میاشتو ۲۰۰ آمریکايي ډالر جریمه.

۴. د ویزې له اقامې (Stay Duration) څخه زیات وخت تېرول له ۳ میاشتو تر ۱ کال ۴۰۰ آمریکايي ډالر جریمه او کال په کال ۴۰۰ ډالر زیاتېدل.

: له ۲۰۲۲ وروسته به دغه جریمه بېرته په عادي ډول پیل شي، او له هماغې ورځې به جریمه پیل شي په کومه ورځ چې د ویزې وخت ختم وي.

پوښتنه دا ده چې اوس هغه خلک چې پاکستان کې اوسېږي او ویزې یې ختمې دي څه وکړي؟

۱.. که چېرې ستاسو د ویزو وخت ختم نه وي، نو د ویزې تمدید Visa Extension ته اپلای وکړی، خو وگورئ چې ستاسو ویزه ویزیټ یا فامیلي ویزیټ وي.

۲.. که چېرې ستاسو په ویزو ډېر وخت وتلی وي او ستاسو جریمه ډېره زیاته وي یعنې له کال څخه ډېره، بهتره ده تاسو د کال تر پای نورمال ویزو ته د کابل میشن ته نوم لیکنه وکړئ.
د نورمال ویزو له راتګ وروسته تاسو اګزیټ پرمټ Exit Permit واخلئ او په اګزېټ پرمټ تورخم ته راشئ او بېرته په نورمال ویزه لاړ شئ. هلته بیا وخت په وخت د ویزو تمدید ته اپلای کوئ.

۳.. که چېرې ستاسو ویزه د مریضي ویزه وي، او جریمه هم نه وي درباندې راغلې، تاسو هم نورمال ویزو ته اپلای وکړئ. د نورمال ویزو له راتګ وروسته پاسنۍ لاره عملي کړئ.

۴.. په یاد ولرئ، جریمه یوازې د هغو خلکو لپاره بښل شوې ده چې غواړي له پاکستان څخه ووځي د هغه چا لپاره جریمه نه معاف شوې چې غواړې خپلې ختمې ویزې تمدید کړي.

#نوټ: د ویزو د تمدید لپاره د پولیسو راجستریشن یا سپیشل برانچ ضروري دی.

دا معلومات له خپلو هغو دوستانو سره شریک کړئ چې اوس مهال پاکستان کې په ویزو دي او اندېښنه لري چې څہ وکړ‎ي.

درنښت
درانی آنلاين خدمات

01/12/2022

Welcome 🤗 to all 🫴
شه راغلاست د درانی آنلاين انټرنټ خدماتو صفحه ته

Address

Kandahar

Telephone

+93700054506

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Durrani Online Services درانی آنلاين خدمات posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Durrani Online Services درانی آنلاين خدمات:

Share