Qudratullah

Qudratullah screen shots

24/06/2025

The sound mind is in a sound body

Diabetes effects
30/07/2024

Diabetes effects

30/07/2024
👏دنیا څه ده خو بس هسی تش میدان دی 👏👈یوه مور ده هم جهان دی هم جانان دی👉🌹🌹🌹🌹💎کله وخت رانه خفه وی کله بخت را نه خفه وی💎💎چی ...
04/06/2023

👏دنیا څه ده خو بس هسی تش میدان دی 👏
👈یوه مور ده هم جهان دی هم جانان دی👉
🌹🌹🌹🌹
💎کله وخت رانه خفه وی کله بخت را نه خفه وی💎
💎چی رښتیا خبره وکرم خلک سخت رانه خفه وی💎
🌹🌹🌹🌹
یا اللهﷻ ته هر مسلمان ته تو فیق ورکری چی والدین ناراضه نه کړی اللهﷻ دی د دنیا او اخرت اجرونه د دوی په نصیب کړی
Qudratullah ghairat

🌹إن شاء الله دوهم ځل به یی ...💎
15/05/2023

🌹إن شاء الله دوهم ځل به یی ...💎

💎تل په الله تعالی توکل وکړه.☝💎هیڅکله له چا څخه مه ویریږه.💪💎نه څوک ستا روزی کمولی سی.🌽💎اونه هم څوک ستا نیټه را نږدی کولی ...
14/05/2023

💎تل په الله تعالی توکل وکړه.☝
💎هیڅکله له چا څخه مه ویریږه.💪
💎نه څوک ستا روزی کمولی سی.🌽
💎اونه هم څوک ستا نیټه را نږدی کولی سی.💀
💎نو بیا تل حق ویل د ځان عادت وګرځوهذا.👏
💎بی شکه الله تعالی انسان مکلف پیدا کړی.🌹

هغه ليک چې سخت يې وژړولم؛شپاړس کاله مخکې مې له پلار سره زړه بدي راغله ماسپخښين مهال و مونږ دواړو يو بل ته تېرې زياتې وکړ...
28/03/2023

هغه ليک چې سخت يې وژړولم؛
شپاړس کاله مخکې مې له پلار سره زړه بدي راغله ماسپخښين مهال و مونږ دواړو يو بل ته تېرې زياتې وکړې ، زه ځوان وم ګنی دا مسله دومره جدي نه وه چې خوا مې پرې بده شوې وای بس هسې احساسات مې په عقل غالبه وو نه مې غوښتل چې د پلار له ځوابه پاتې راشم ؛ پلار مې هم زما په څېر جدي،انديښمن ،سودايي و او زړه يې ډېر نازک و له زينو په تراټ راغی او ښه کلکه څپېړه يې مخ ته را سيخه کړه په هزارګي ژبه راته له غوسې سور شين واوښت په رېږدېدلي لهجه يې راته کړل چې( د تمام آغیل یک باچه نیه که د مقابل آته خو مثل تو وری ایستاد شونه)
يعنې په کلي کې ستا په څېر سپين سترګی مې نه دی ليدلی چې خپل پلار سره ژبه واړوي او دپلار په وړاندې ودرېږي .
همدې څپېړې ،همدې خوابدۍ او همدې لانجې زما پر مخ د برخليک نوي ورونه پرانيستل نور مې هېڅ ونه وېل ، شپې ناوخته لاندې خونې يعنې تل خونې ته کېوتم د پلار واسکټ مې په ديواله راځړېدلی و د پلار جيبونو ته مې لاس وروړ دقيق مې حافظه کې نه دي پاتې چې څومره نغدې پېسې وې خو دا مې ياد دي چې دهمدې ورځې په پرون يې پسه پلورلی و دپلار له جيبونو مې هرڅه را واخيستل ګهيځ ملا اذان له کوره ووتم همداسې روان وم ، کور رانه سوکه سوکه لرې کېده بيا مې رو رو کلی پناه کېده له کوره لرې شوم ،له کورنۍ هم فناه شوم بالاخره له ښاره هم ووتم په هغو لارو مې سترګې ښخې شوې چې کلونه وړاندې مې پلار پرې تللی د ايران زاهدان،تبرېز او اصفهان ته ورسېدم نه پوهېږم چې زما له تېښتې وروسته به مې په کورنۍ کومې ورځې راغلي وي .
په دې هم نه يم خبر چې د کور کلي په وړاندې به مې کورنۍ څومره سپکه شوې وي ؟په دې هم خبر نه يم چې پلار به راپسې څومره ځايونه لټولي وي ؟څومره ناکراره شپې به يې له اندېښنو رڼې تېرې کړي وي ؟خدای خبر چې مور به راپسې څومره له ځوره زړه خوړلی وي ؟خو ددې تېښتې د نفسګيره داستان زور يوازې ما حس کولی شو.
احساساتي ځوان وم او تجربه مې ډېره خامه وه د همدې خام باور او سرتمبګۍ له مخې مې مسير نه و معلوم بس ځان سره مې منلې وه چې (ځم چې هرځای ته ولاړم)
څلورکسيزه کورنۍ مې درلوده ؛ دې کورنۍ کې زه وم ،مور مې وه، پلار مې و او يوه لس کلنه خور مې وه چې مرجان نومېده.
د ژوند د زړه تنګون په سختو لارو کې مې ټول هېر کړل خو کله کله به مې د مور څېره سترګو ته ودرېده چې راته به يې وېل :زويه د پلار په وړاندې دې غږ مه جيګوه .
مور ته مې هم کومه اندېښنه نلرله له ټولو نهايت خفه او خوابدی وم .
له دې کشمشکونو پينځه کاله واوښتل داچې له ټولو خفه وم ددې ستړي کلونو په اوږدو کې مې دخپل د کورنۍ هېڅ غړي سره هېڅ ډول اړيکه نه لرله په يوې ګوښې ځای کې يوه کارخونه کې مې د غالۍ اوبدلو کار پېل کړ دځان ،وطن او کورنۍ په هکله مې چاسره بحث نه کاوه نه مې کورنۍ ته د ډاډ لپاره کوم ليک ولېږه ان له خپلو قوميانو مې ځان څنډې ته کړ .
هلته چا نه پېژندم؛ څوک نه پوهېدل چې زه څوک او له کوم ځايه راغلی يم. ښايي کورنۍ مې هم منلي وي چې زه نور ژوندی نه يم ؛ ښايي ددوی زړونو کې زما لپاره کوم ځای نه و پاتې ځکه دوی هم څوک نه و پوښتلي چې محمد چېرې او څنګه دی ؟
بيا به مې هم ځانته ويل: نه ، نه داسې نه ده زه د مور نازولی زوی وم ، په پلار هم ګران وم ځکه زه يې يوازنی نرينه اولاد وم زمونږ ټولنه کې د زوی لرل د بقا او پايښت په مانا ده ځکه چې څوک زوی نه لري دهغه مال ميرات وي .
خور راته د يو نهال اميد درلود چې سختو ورځو کې ددې نيالګي سيوري ته به پناه راوړي .زما د تېښتې پېښه يو تصادف و چې ما يې اټکل نه و کړی .
ددې ذهني کشمکشونو برسېره مې ځان هماغسې په څنګ نېولی و .
نه مې غوښتل له کورنۍ سره کومه اړيکه ولرم او نه هم ددې لېوال وم چې څوک مې احوال وپوښتي .
پينځه کلونه مې په يوازيتوب کې واوښتل ، نه پوهېږم چې ما مې پلار ته ولې دومره زجر ورکړ نه پوهېږم ما له هغه د څه شي غچ او انتقام اخيستل غوښتل؟ او ولې مې زړه د کينې له اوره داسې ورته پړسيدلی و ؟
په دې کلونو کې مې يوه ورځ زړه ښه نه کړ چې يوازې همدومره وايم چې پلاره ژوندی يم ؛ موری زه دلته يم او زه ښه يم. بس همدومره ويلو ته مې خوله نه جوړېده ؛ څومره ماشومانه ضد نيولی وم چې مې خپل پلار ته دا ډول زجر ورکړ .
يو وخت د اروپا لارې اسانه شوې د کډوالو د يوې څپې سېل په اروپا ورمات شو چې زه هم ددې کډوالو يوه برخه وم ددې لوی سفر موزې مې کلکې پښو ته واچولې له يو اوږده مزل وروسته د اروپا په دروازو ور ننوتم ايټاليا ته لاړم او هلته راته د هغه ځای تابعيت راکړل شو. د يو انسان په توګه مې درناوی وشو. نوې لارې او نوې ارزوګانې مخ ته راغلې، نوي خلک مې ژوند ته راغلل؛ په دې رنګين ښار کې مې هغه له خټو د جوړ کور رنګين رنګ ونه وليد، د مور ،پلار او خور هجر راته ژوند خورا بې رنګه او پيکه کړی و. څه وخت له همدې رنګين ژونده ستړی شوم د مور ،پلار او خور ياد زما په هوساينو سيوری غوړولی و ، نه پوهېدم چې هغوی به چېرته وي مرجان به اوس ځوانه وي هغه به څنګه وي ؟کورنۍ به مې ښه وي کنه ؟همدې انديښنو په مخه کړم اوس مې د هغه عقدې اور سوړ شوی و نور مې له کورنۍ او خپل قومه کينه نه کېده.
هرڅه مې هېر کړي و دا هېرول هلته شوني شول چې زه يوې بلې ټولنې ته ننوتم او په يوې بلې ژبې غږېدل مې پېل کړل او بيا کله چې د يو کال بېلتون پر جريان کې دې څوک ديوې شېبې لپاره په زړه را ونه ګرځي نو طبعاً دوی ستا لپاره مړه دي ؛ يوه ورځ چا وپوښتلم چې افغانستان کې دې کورنۍ شته؟ نو بې له ځنډه مې ووېل چې نه ؛ نه يې لرم .
يوه شېبه مې سر ګرېوان ته کوز کړ ځان سره مې ووېل :هو وطن کې کور او داسې معصومه کورنۍ لرم چې ډېر بې باکه او احمقانه ډول مې يوازې پرېښودل .
او بيا مې دوی هېر کړل هېڅ مې ددوی په حال فکر ونه کړ چې دوی به څنګه وي څه حال به يې وي ؟
بله ورځ کار ته ووتم ژوند همداسې تېرېده لکه سړی يوازې په دې دنيا کې خپل دځان لپاره فکر کوي د بل چا هېڅ اندېښنه ونه لري. همدې بې تفاوتۍ کې شپې او ورځې اوړېدې چې تېر کال زما د تېښتې او فاميل سره زما د اړيکو د پرېکون پينځلسم کال پوره شو ؛ يو سهار مې دخپل د خونې ځړېدلې پردې راونغاړلې او له کړکيو مې يوه شېبه بيرون کتل چې زه يې د تېر ژوند ،کور او فاميل خاطرو ته يوړم کتل مې چې ماشومان د باران تر شبنمي څاڅکو لاندې لوبېږي مور او کورنۍ مې سترګو ته ودرېدل ددوی د يادونو دطوفان هجوم مې خونې او زما ژوند کې غوغا ګډه کړه .
يوه ورځ د اسمان لمن وريځو پوښلې وه د باران پاسته څاڅکي را ورېدل او د ونو پاڼې ورته نڅېدې دباران همدې څاڅکو لاندې يوه کورنۍ چې مور ،پلار او اولادونه وو په لوبو اخته وو باران دڅو شېبو لپاره ذهنا خپل کلي ته يوړم او هلته يې خپل د خټين کور دديواله ترڅېرمه تم کړم يوه شېبه همدې تصور کې وم چې زه د خپل خړګي کور خواته د باران څاڅکو ته ولاړ يم کله مې مور ته غږ وکړم او کله خپلې خور مرجان ته نارې وهم او په دې سره مې غريو ونيسي .
دا له معجزې کمه نه وه چې له پينځلس کلونو وروسته مې دکورنۍ د مينې طوفان په زړه را ننوت ، زړه او ذهن مې کلي کې و خپلې کورنۍ پسې زړه تنګون سخت پسې را اخيستی وم؛ په هغه ورځ له کوره ونه وتم کار ته هم نه شوم لاړ ؛ ټوله ورځ مې وژړل او ښه په چيغو چيغو مې وژړل سر مې له ديوال سره وجنګوه او هرڅه رانه تاوېدل د ژوندون ټولې خاطرې مې له سترګو تاوېدې د کلي تيږو او لرګيو پسې خفه وم دکلي هغه خټين کورګی مې ذهن ميخ و او پلار به مې هميشه دهمدې کورګوټي په زينه ناست و او ماته به يې خوشکې کولې بيا به مې مور را غبرګه کړه چې هلکه پلار سره دې خبرې مه اړوه .
زما ذهن سوال سوال و او همدې پوښتنو پسې را اخيستی وم چې وخت يې نه دی چې بايد کورته لاړ شم ؟ ايا ما بد نه دي کړي ؟ ايا شونې ده چې کورنۍ بد حال کې پرېدم او بې چورته ژوند وکړم؟ددې پوښتنو په ځواب زه هم نه پوهېدم په دوېمه ورځ لاړم وطن ته د تګ لپاره مې ټکټ وکړ اوس همدې کش وګير کې يم چې زما تګ منطقي دی ؟ کورنۍ پسې زړه تنګون مې تش احساسات دي که نه ؟ د پرواز شېبې ډېرې سختې وې خو ما خپل نهايي تصميم نيولی او تادي مې درلوده چې څومره ژر کېږي بايد لاړ شم او له پلار نه مې د احساساتي چلند بښنه وغواړم ، با وجود ددې چې ډېر بد انسان وم ، دومره عمر مې په ضد ،بې رخۍ او يوازېتوب کې تېر کړ له ټولو مې لاس اخيستی و ددې ټولو سربېره مې صبر ونه شو چې کابل ته ورسېدم شپه تر شپه مې ټکسي ترخپلې سيمې دشهرستان ولسوالۍ پورې کرايي کړه او له چلوونکي سره مې تر خپل کلي خبره وکړه او بيه مې ور پرې کړه ؛ کرۍ شپه مو ستړی مزل وکړ سبا ماسپخښين ورسېدو زمونږ د کلي بڼه هغسې نه وه څنګه چې پينځه لس کاله مخکې ترې را وتلی وم ، ترې لاړم او تری تم شوم او بيا مې هېڅ ترې خبر نه درلود .
د کلي بڼه بدله وه ، خلک په کې بدل وو زلميان اوس دپاخه عمر خاوندان شوي وو او د پاخه عمر خاوندانو د زړښت په درشل ولاړ وو او دهغه وخت عمر خوړلي ټول په ابدي مرګ تللي وو ، کله چې موټر کلي ته رالنډ شو نو چلونکي ته مې ووېل: هغه څنډې خواته لاړ شه ، هغه څو ونې چې درته ښکاري هغه څنډې ته خټين کور زمونږ کور دی. زمونږ د کور شاوخوا زاړه کورنه نړول شوي وو په ځای يې نوې ودانۍ ولاړې وې چې له امله يې زمونږ دکلي بڼه يوڅه بدله برېښېدله خو يوازې زمونږ د غربت جونګړه په خپل حال ولاړه وه بادونو او بارانونو خوړلي ديوالونه ، د کړکيو اسماني رنګ او زما د ماشومتوب څلی هماغه په پخواني قامت ولاړه وه هماغه کورګي چې په جلا وطنۍ کې زما تخېل ته کډه وکړه کټ مټ هماغسې وو. له موټره را ښکته شوم خلکو ليدلم خو چا نه پېژندم ؛ څېرې مې بدلون کړی و خو زما همزولی نسل تر ما پاخه ښکارېدل د وطن سختو ورځو يې پر څېرو ژور اغېز درلود .
دسختو حالاتو تراژېدۍ يې په څېرو کې له وراېه مجسمې وې .زما پوستکی لس کاله هوسا ژوندانه ځوان ساتلی و. په هر حال ما هم څوک نه پېژندل پلی وخوځيدم روان شوم چلوونکي ته مې کړل چې زما غوټې راپسې را واخله. هغه غوټو کې مې يو څه ډالۍ او سوغاتونه خپلې مور ،خپلې يکي يوې خور مرجان ته را اخيستي وې او خپل پلار ته مې هم ځان سره ځانګړی سوغات راوړ دهغه قهر او غوسه مې هېره وه د کور په انګړ چې را ننوتم يو ناتوانه او کمزوری سپين ږيری په برنډه کې ناست دی؛ وجود يې خپله سيکه بايللې غټې چشمکې يې ايښې وې د غږ اورېدو غوږۍ يې غوږونو کې ايښې وې چې تارونه يې ځوړند پراته وو .خواته يې ورغلم ؛ پام يې راته نه وو ښه نږدې شوم چې ګورم پلار مې دی آه څومره کمزوره شوی و ...
منډه مې کړه په لاسونو يې پريوتم لاسونه مې ورته ښکل کړل، غاړه مې ترې تاوه کړه ، زما چيغو اسمان کوڼ کړ فضا زما د کړيکو له اورېدو ډېره ناتوانه وه په مخ مې ښکل غېږ کې مې ټينګ ونيوه او په غريو نيولي غږ مې وويل: ابامحمد يم!
خو ابا مې هېڅ عکس العمل ونه ښوده ښايي ؛هغه نور د ليدلو او اورېدلو ځواک له لاسه ورکړی و خو زه يې هماغسې غاړه کې پروت وم ژړا مې نه درېدله زه يې ځای ته راوستلی ونه شوم ، همداسې غلی او بې تفاوته ناست و. راسره ونه غږيد زما په راتګ نه خوښ و او نه خوابدی ، همدې حال کې يوه ښځه له زينو را کوزيدله ما فکر وکړ ښايي مور مې وي خو زما اټکل ناسم وخوت بلکې هغه ستړې ستومانه او تازه له کاره را ستنه شوې مېرمن مې خور وه چې نستوڼي يې هماغسې بډوهلي و زړې جامې پر تن وې غربت يې څېره سېزولې وه چې ماته مخامخ شوه يوه ناتراشه چيغه يې له خولې ووته او بېرته يې د زينو په طرف منډه واخيسته چې خواته يې ورغلم ومې نه پېژنده کرۍ شېبه ورته متوجې وم خو دا هماغه يوه او نازولی خور مې وه چې زما ناځوانيو د غربت د تناره لمبو ته پرېښې وه .مرجان خبرې نشوای کولای ټول بدن يې لړزې پسې اخيستی و ، دخپل د ټيکري پيڅکه يې د غاښونو لاندې ټينګه نيولې وه او اوښکې يې همداسې بې واره د سترګو له کاسو ورېدل غېږه مې ترې تاوه کړه د مرجان چيغو زمکه او اسمان لړځول غوښتل يې دپينځلسو کلونو دردونه راته وژاړي ، غوښل يې د پينځلسو کلونو بې وسي او بې کسي راته وژاړي ، غوښتل يې د پينځلسو کلونو انتظار او نهيلو درد راته وايي ، غوښتل يې چې زما د بې رخيو او ناځوانيو حال راته وايي خو غريو نيولې مرۍ يې نه پرېښوده يوازې يې دومره ووېل د ابا سترګو درپسې ديد پرېښوده، غوږونه يې زمونږ ساندو کاڼه کړل ، تېرکال مور هم مړه شوه مور مو نېستۍ ، نااميدۍ او غربت مړه کړه بيا يې چيغو فضا ولړوزوله زما ذهن کې دقيامت جرس غږيده د خور چيغو مې زما ذهن کې انګازې کولې هغه په حقه وه .
مرجان په يوازې ځان ډېر درانه غمونه راکاږل هغې نفقه ګټله د مور له خوړو تر درمله يې هرڅه برابرول د کوڼ او نابينا پلار پالنه يې کوله د خپل د ورک ورور د وير بار يې په زړه بار کړی و، مرجان د کور اخرنۍ اميد وه چې زمکې يې کرل د خلکو فصلونه يې ريبل کورنۍ ته يې يوه مړۍ ډوډۍ برابروله . ددې ټولو تراژيديو سيوری يې په څېرې غوړېدلی و د هغې چاودې او سوزيدلي مخ هرڅه ويل د هغې له پرې شويو ګوتو او تڼاکو لاسونو دردونه څڅېدل .
زه راغلم خو هرڅه هغسې نه و؛ زه ډېر ناوخته راستون شوم .....

🌹شپږ کلیمی چی باید موږ ټول یی یاد ولرو د ثواب لپاره یی د نورو سره شریک کړی الله تعالی به اجر درکړی🌹
08/03/2023

🌹شپږ کلیمی چی باید موږ ټول یی یاد ولرو د ثواب لپاره یی د نورو سره شریک کړی الله تعالی به اجر درکړی🌹

دا خرګوش دی که مرغاوی خپل نظر را سره شریک کړی
22/02/2023

دا خرګوش دی که مرغاوی خپل نظر را سره شریک کړی

که اوس یې نه شئ لوستی شېریې کړئ او  بل وخت یې ولولئ 1- ډیورنډ کرښې په نوم پاکستان سره د افغانستان کوم تړون نشتهد ډیورنډ ...
19/02/2023

که اوس یې نه شئ لوستی شېریې کړئ او بل وخت یې ولولئ

1- ډیورنډ کرښې په نوم پاکستان سره د افغانستان کوم تړون نشته

د ډیورنډ کرښې په نوم تړون نژدې ۱۲۴ کال مخکې امیر عبدالرحمن خان د برتانیا تر سخت فشار لاندې له بریتانوي هند سره لاسلیک کړی.

کله چې بریتانیا له هنده ووتله او هند وویشل شو، د انګریزانو له خوا له جوړ شوي پاکستان سره افغانستان د پولې یا سرحد په اړه هیڅ ډول تړون، توافق او معاهده نه لري.

2- د ډیورند کرښې تړون کې دا کرښه نړیوال سرحد نه دی ګڼل شوی

د ډیورنډ کرښې په نوم د امیر عبدالرحمن خان او د بریتانوي هند د بهرنیو چارو د وزیر هنري مورټمر ډيورنډ ترمنځ لاسلیک شوی تړون اوه مادې لري. په دې تړون کې هیڅ ځای ډیورنډ لاین د یو دایمي سرحد په توګه نه دي یاد شوی بلکې ټولې مادي یې د هغه وخت د بریتانوي هند او امیر عبدالرحمن خان ترمنځ پر دې کرښه د پرتو سیمو په تنظیم او ویش راڅرخي. په دې اووه ماده يي تړون کې، یوځل د«فرنټیر لاين» یوځل د «باونډری» پنځه ځله د«فرنټیر» یوځل د«باونډری لاین» او یو ځل د«بارډر» ټکی خوندی شوی دي چې دا ټول تناقض او ابهام ددې تړون په موقتوالي دلالت کوي.

بریتانوي څیړونکی هیریس په لندن کی د خپلی ډاکټرۍ په تیزیس کې لیکی: «په واقعیت کې د یو قوم د ویشلو په هکله د [ډیورنډ] د تړون یوازینی ثبوت هغه لیکه ده چی د تړون په نقشه ویستل شوی ده، او امیر[عبد الرحمن] دغه نقشه نه ده لاسلیک کړې.
ګڼ بریتانوي او افغان تاریخ پوهان داسې اسناد او شواهد لري چی بـرتانویانو د پاکستان ترجـوړولو پـوری د ډیورنډ لیکی ته د بین المللی لیکی په سترګه نه ووکتلی.

د ډیورنډ کرښې د تړون د مادو پښتو ژباړه دې لیکنه کې لوستلۍ شئ

3- افغان چارواکو له هماغه پیل راهیسې هیڅ کله دا کرښه د سرحد په توګه نه ده منلې

امیر عبدالرحمن خان په خپلو یادښتونو کې دا یوه موقته او پر زور تپل شوې کرښه بللې او هیله یې څرګنده کړې چې یو وخت به بریتانویان له هند ووځي او افغانان به خپله نیول شوې خاوره بیرته تر لاسه کړي.

په امیر عبدالرحمن خان پسې، امیر حبیب الله خان، امیر امان الله خان او نادرخان راغلل چې هر ځل بریتانوي هند اړ کړي چې ددې تړون دوام تایید کړي، دا کار خپله ددې تړون پر موقتوالي دلالت کوي. دې درې واکمنو هم له عبدالرحمن را وروسته له بریتانوي هند سره د ډیورنډ د کرښې د تړون موقت دوام یو ډول تایید کړی خو هیڅ داسې سند نه شته چې دوی دې دا کرښه د رسمي یا دایمي سرحد په توګه منلی وي.بلکې د هماغه عبدالرحمن خان له خوا د شوي تړون دوام ته يې غاړه ايښې.
خو د پاکستان پر جوړیدو هیڅ افغان چارواکي له پاکستان سره دا کرښه د سرحد په توګه په رسمیت نه ده پېژندلي. ان د رباني او طالبانو په څیر حکومتونه چې پاکستان پر افغانستان تپلي وو هم دې ته چمتو نه شول چې له پاکستان سره د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحد په توګه تایید کړي.

4- پاکستان د بریتانوي هند حقوقي ځای ناستی نه دی
برتانوی هند درنجیت سینګهه، شاه شجاع، امیردوست محمدخان،امیرمحمدیعقوب خان، امیرعبدالرحمان خان، امیرحبیب الله خان، امان الله خان او د محمدناد رشاه سره حقوقی اوسیاسی راشه درشه ساتلی وه، نه د پاکستان سـره . ځکه هغه مهال پاکستان هیڅ(حقوقی، سیاسی،تاریخی، کولتوری) وجود نه درلود. پاکستان چی هیڅ موجودنه و، څنګه به ورنه دښکیلاک ګری برتانیی وارث جوړشی؟

کله چې په ۱۹۴۷ م اګست کې بریتانوي هند وویشل شو او پاکستان رامنځ ته شو، افغانستان لومړنی او یوازینی هیواد و چې په ملګرو ملتونو کې یې د پاکستان د غړیتوب مخالفت وکړ او د لومړي ځل لپاره د ډیورنډ کرښې اخوا د پښتنو او بلوڅو د حقونو ناره او خپله ادعا په نړیوال سټیج راپورته کړه. په همدې وخت کې د لومړي ځل لپاره د برتانیا د مشترک المنافع چارو وزیر نیول بیکر ددې هیواد په پارلمان کې پاکستان خپل میراث خور وباله او د ډیورنډ کرښه یې د لومړي ځل لپاره بین المللي سرحد یاده کړه.

5- له ډیورنډ کرښې پورې غاړه پښتنو د پاکستان جوړیدل او دا کرښه نه ده منلې

د ډیورنډ د۲۴۳۰ کیلو متره اوږدې کرښې پورې غاړه پښتنو د ډیورنډ د کرښې په خلاف د هماغه پیل راهېسې وسلوال پاڅونونه پیل کړي وو، د انګریزانو چاوڼۍ یې وسوزولې او کله چې پاکستان جوړ شو د باچاخان په مشرۍ د کوزو پښتنو په میلونونو کسانو مظاهرې او اعتراضونه وکړل او د ډیورند کرښې د له منځه وړو نارې یې پورته کړې، چې د پاکستان د زپوونکو اقداماتو او د افغانستان د ورانونکي جګړې سربیره تر ننه هم په کوزه پښتونخوا کې ددې کرښې خلاف احساسات پر ځای پاتې دي.

6- ظاهرشاه د ډیورند کرښې د له منځه وړلو درې مهم فرصتونه ضایع کړلپه ۱۹۴۷ م کې چې د پاکستان په نوم يو نوی مملکت جوړ شو نو له قبايلي سيمو انګريزان ووتل. د برتانیا هند ټولې چاوڼۍ، ودانۍ پاکستان ته پاتې شوې او په دې توګه پاکستان ځان د بریتانیا او افغانستان ترمنځ د حقوقي تړونونو میراث خور هم وباله. په کابل کې د برتانیا د سفارت ودانۍ هماغه وخت د پاکستان لاس ته ورغله.

تاریخ پوهان په دې باور دي چې هغه وخت د افغانستان د پاچا محمد ظاهر شاه لپاره يوه ښه موقع وه چې پرخپلې سيمې يې دعوه کړی وی. خو د ظاهرشاه حکومت د ناڅرګندو دلایلو له کبله یوازې په بیانونو کې دا دعوه توده وساتله او د خپلې خاورې د نیولو لپاره د پیاوړي پوځ په لرلو سربیره هم عملي اقدام ونه کړ. د هغه وخت د حکومت چارواکي ددې فرصت بایللو په اړه بیلابیل دلایل بیانوي خو یو هم په سمه توګه نه شي توجیه کیدای.

دویم غوره فرصت چې په کې افغانستان پر خپلې خاورې دعوه کولی شوی په ۱۹۶۵ م کال کې هغه مهال چې پاکستان په خپل ټول پوځي توان هند سره په جنګ اخته و، افغانستان په یو پراخ پوځي بريد کې دا سيمې نيولې شوې خو افغان حکومت نه یوازې د خپلې پلرنې خاورې د بیرته تر لاسه کولو لپاره پوځي اقدام ونه کړ بلکې د هندوستان پر ځینو بمباریو یې چې د پېښور پر هوايي ډګر شوې وې د افغانستان له خوا اعتراض هم وشو.

د افغانستان لپاره د ډیورنډ لاین د له منځه وړلو لپاره درییم ښه فرصت په ۱۹۷۱ م کې هغه مهال و چې د پاکستان زيات پوځ په بنګال او وروستو هند کې بند شو، بنګله دیش ازادي واخیسته، خو افغانستان د محکومو پښتو د ازادي لپاره په دې مناسب وخت کې غوڅ اقدام ونه کړ.

7- اسلامي بنسټ پالو ډلو په سیمه کې د ډیورنډ د کرښې پر ضد ولسي داعیه وزپله

په افغانستان کې د ظاهر شاه او ورپسې سردار محمد داود په واکمنۍ کې او تر هغې راوروسته موده کې په افغانستان کې او له پولې اخوا په کوزه پښتونخوا کې اسلامي بنسټ پالې ډلې تل د پاکستان د پوځ تر مستقیم اغیز لاندې وې او ځینې یې پاکستاني او بریتانوي استخباراتي ادارو د ډیورنډ لاین پر ضد د ولسي احساساتو د کمزورې کولو لپاره رامنځ ته کړې.

د پاکستان او افغانستان یو شمیر بنسټپالو اسلامي ډلو د افغانستان د ملي ارزښتونو د کمزوري کولو لپاره پرلپسې هڅې وکړې او هڅه یې وکړه چې په کوز او بر پښتنو کې د ډیورنډ کرښې پر ضد شته کرکه راکمه کړي.

په افغانستان کې اسلامي جهادي تنظیمونو د پاکستان د پوځ او مذهبي ډلو سره یو ځای په مستقیم او غیرې مستقیم ډول کوښښ وکړ چې دواړو خواوو ته د ډیورنډ د کرښې نه منونکي ملي خوځښتونه وزپي چې دا چاره تر اوسه هم دوام لري.

په تیرو درې لسیزو کې د شوروي یرغل او د افغانستان له جهاد څخه د پاکستان استفاده او ورپسې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د طالبانو راپورته کول ددې سبب شول چې په سیمه کې ناخوالې دومره زیاتې شي چې خلک د ډیورنډ کرښې پر ضد کرکه هېره کړي.

8- پاکستان له هر افغان حکومت څخه د ډیورنډ د کرښې د منلو غوښتنه کړې

د پاکستان له رامنځ ته کیدو راوروسته پاکستان پر لپسې له بیلابیلو لارو د وخت پر افغان حکومتونو فشار راوړی چې د ډیورنډ کرښه دې د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي سرحد په توګه تایید کړي. دوی د ظاهر شاه او داود خان د واکمنیو پر ضد د حزب اسلامي د هغه وخت غړي لکه حکمتیار، مسعود او نور لا د کمونیستانو تر کودتا مخکې بریدونو او وسلوال مخالفت ته هڅول او دوی ته یې وسلې ورکولې. دې ډلو لا هماغه مهال په افغانستان کې د ښونځیو سوزول او د پلونو نړول پیل کړي و.

کله چې کمونیستانو کودتا وکړه پاکستان ته لا ښه پلمه په لاس ورغله او د مجاهدینو تر شا د همدې لپاره ودرید څو د افغانستان مرکزي حکومتونه کمزوري کړي او دا کرښه پرې ومني.

اسناد ښيي چې پاکستان په تیرو درې لسیزو کې د رباني، طالبانو او حامد کرزي له حکومتونو وخت پر وخت د رسمي سرحد په توګه ددې کرښې د منلو غوښتنه کړې، خو دې نظامونو که غوښتل یا نا غوښتل ددې کرښې د تایید توان یې نه درلود.

پخواني ولسمشر حامد کرزي وخت په وخت دا خبره په ډاګه کړې چې پاکستان ورڅخه په رسمي غونډو کې د طالبانو له ملاتړ څخه د لاس اخیستو په بدل کې په څرګنده د ډیورنډ کرښې د منلو او له هندوستان سره د اړیکو د پرې کولو غوښتنه کړې چې نوموړی وايي نه یې ده منلې. د اشرف غني په مشرۍ اوسنی حکومت هم په دې اړه له د پاکستان له جدي غوښتنې سره مخ دی.

9- د امریکا او بریتانیا په شمول یو شمیر هیوادونه ډیورنډ د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله ګڼي خو یو شمیر یې نه مني.

د امریکا ، بریتانیا او سعودي عربستان په شمول ځینې هیوادونه ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي سرحد بولي خو ددې سرحد لانجمن وضیعت هیڅ هیواد نه ردوي. له همدې کبله خو د ملګرو ملتونو په شمول نړیواله ټولنه تل د دواړو لورو ترمنځ په دې اړه یوې وروستۍ پریکړې ته د رسیدو لپاره د خبرو اترو او جوړجاړي غوښتنه کوي.همدارنګه د هندوستان په څیر یوه وړه ډله هیوادونه داسې هم دي چې ډیورنډ لاین ته لکه د افغانانو په څیر د یوې تپلې شوې کرښې په سترګه ګوري او ګرد سره یې د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په توګه نه مني.

10- حکومتونه په یوازې سره د ډیورنډ کرښې په اړه پریکړه نه شي کولی

د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان د حکومتونو څخه ډیره د پښتنو د ستر ولس مسله ده چې ددې کرښې په اوږدو تر شپیتو میلونو څخه په زیات شمیر کې پراته دي او دې کرښې په دوو برخو داسې ویشلي چې د یوې کورنۍ غړي یې سره بیل کړي.

ددې کرښې د منلو او یا نه منلو په اړه هره پریکړه هم په همدې پراخو پرګنو یا د دوی په منتخبو استازو پورې تړلې ده. شمالي ټلواله، افغان حکومت، پاکستاني پوځ او نور لوري ددې پولې د منلو یا تایید واک نه لري.

د نړیوالو حقونو له مخې په سیمه کې یوه پراخه، بې پرې او عادلانه ټولپوښتنه ددې کرښې برخلیک ټاکلی شي، د کومې ټولپوښتنې لپاره چې اوس شرایط نه دي برابر.
له دې پرته که ولسونه په دې اړه پریکړو کې شامل نه وي د حکومتونو ترمنځ هر ډول پریکړې به بیا هم لکه عبدالرحمن خان او بریتانوي هند ترمنځ تړونونو ته ورته وي چې کاغذ کې به وي خو هغه ولسونه به یې هیڅکله هم ونه مني چې پر خیټه یې دا کرښه ښکل شوې ده.

همدارنګه د افغانستان د نورو وروڼو قومونو اخلاقي مسولیت دادی چې ددې کرښې پر ضد د پښتنو د داعیې ملاتړ وکړي، تر دې پرته د دوی له خوا ددې کرښې منل یا نه منل د ستونزې هواري سره کومه مرسته نه شي کولی او د دوی لپاره هم کومه ګټه نه لري.

11- ایا د ډیورنډ کرښې د معضلې حل نشته؟

ولې نه. لکه مخکې مو چې وویل که په سیمه کې داسې شرایط رامنځ ته شي چې د کرښې دواړه غاړې میشت پښتانه چې دې کرښې ویشلي په بې طرفه او ازاده توګه خپله اراده څرګنده کړی شي او د هغوی ارادې ته درنښت تضمین شي کولای شي ددې کرښې په اړه یوې دایمي پریکړې ته لاره هواره کړي.

البته افغان حکومت د کوزو او برو پښتونو د یوې لویې جرګې په ترڅ کې ددې کرښې په اړه بحث او خبرې پیلولی شي چې ښايي اوږد وخت ونیسي څو پریکړې ته ورسیږي.

همدارنګه د افغانستان او پاکستان حکومتونه کولی شي پر کرښې د کړکیچ راکمولو لپاره پر ځینو موقتو حل لارو غور وکړي څو د معضلې یو دایمي حل ته لاره هواره شي.

دې کې هیڅ شک نه شته چې ددې کرښې پر سر راپورته شوي کړکیچ د کرښې دواړه غاړه پښتانه ناارامه کړي او دا سمه نه ده چې په اړه دې هیڅ ډول خبرې نه کیږي. خبرې کیدای شي خو دا خبرې باید د دواړو لورو د حکومتونو په صلاحیتونو پورې محدودې وي او د کرښې په اوږدو کې د پرتو ولسونو خوښه او ښیر ښیګڼه باید په کې شامله وي.
دومره یی شیر کړی چی هر پښتون او افغان خبر شي؟
که مو لوستی وی کمینت وکړی

Address

Kandahar

Telephone

+93745860165

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Qudratullah posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Qudratullah:

Share