14/07/2024
ولې دندې ته نه شارټ لیست کېږئ؟
د سهولت مراجعین په مخامخ لیدنه کې، پر تلیفون خبرو او وټساپ پیغامونو کې بار بار پوښتنه کوي او یا شکایت کوي چې دندو ته مکرراً نوملیکنه کوي، خو نه شارټ کیږي. له همدې امله په دې لنډه لیکنه کې هڅه کوو چې یادې پوښتنې ته ځواب ووایو.
له بده بخته، یو شمېر خلک فکر کوي چې په ساده ایمیل، وټساپ ته په پیغام، فیسبوک کې د کارموندنې خبرتیا ته په کمینت کې د خپلې شمېرې او ایا تذکرې او تحصیلي اسنادو شریکولو یې نوملیکنه وشوه؛ یو شمېر نور د نورو اشخاصو د سي وي، کور لیټر په کاپي کولو یا له انټرنیټ نړۍ څخه د بیلګو (سمپلو)
په ګټې اخیستنې سره دندو ته نوملیکنه کوي او ډېر شمېر بیا عین سي وي او نور کاري اسناد کټ مټ هرې دندې ته د نوملیکنې په موخه کاروي. په اصل کې دندې ته نوملیکنه دومره ساده نه ده.
بېلابېل ادارات دندو ته د نوملیکنې لپاره جلا جلا اسناد او معلومات غواړي او د هغې د ټولولو لپاره جلا جلا میکانیزم کاروي. له همدې امله دندو ته نوملیکنه هم یو له بل سره توپیر لري. د بېلګې په توګه، ځینې یې یوازې خلص سوانح/ سي وي غواړي، ځینې یې د هغې تر څنګ کور لیټر، اپلکیشن لیتر، انټرسټ لیټر او نور هم غواړي؛ ځینې نورې ادارې دا یو هم نه غواړي بلکې د نوملیکنې لپاره ځانګړی او مشرح فورم ډکول غواړي او ځینې د ذکر شویو ټولو اسنادو سره سره د هویت، تحصیل او کاري تجربې شواهد هم غواړي. فلهذا، دندې ته د نه شارټ لیست کېدو عوامل هم ګڼ او بېلابېل کېدلی شي چې له ځینو څخه یې په لاندې توګه یادونه کوو.
۱. د مسلک نه تړاو: د مسلک سره عدم تړاو یا کم تړاو دندې ته د نه شارت لیست کېدو له عمده عواملو څخه دی. د بېلګې په توګه، د ټولنیزو علومو متخصص د روغتیا او د روغتیا متخصص په ټولنیزو علومو کې د کاري فرصتونو لپاره نه شارټ لیست کیږي. پکار ده چې د نوملیکنې پر وخت له ځانه وپوښتئ چې اړونده دنده د تاسې له مسلک سره څومره تړاو لري؟
۲. د کاري تجربې نه شتون یا کموالی: ګمارونکي ادارې د بې تجربې اشخاصو په پرتله تجربه لرونکو اشخاصو ته ترجیح ورکوي، حق یې هم دی. له همدې امله، هغه اشخاص چې په یوه دنده کې تجربه نه لري، نه شارټ لیست کیږي.
۳. په ورته ادارو کې د کاري تجربې نه شتون: ځینې ادارات د خپلې ادارې یا د خپلې ادارې سیالو ادارو سره کاري تجربې ته ارزښت ورکوي. په دې صورت کې د نورو او وړو ادارو سره کاري تجربه په ن