26/06/2023
ټي بي يا تبرکلوز ناروغي
ټي بي یا تبرکلوز يوه ناروغي ده چه په ځينو سيمو کي نري رنځ يا سل هم ورته ويل کيږي چه اساس ميکروب يي ميکوباکتريوم تبرکلوزيس (Mycobacterium Tuberculosis ) دی. ددي ميکروب اساسي د هدف ځاي سږي دي پر هغه سربيره نور ځايونه هم تر هدف لاندي راولي لکه هډوکي ، عصاب ، پښتورګي ، هضمي ، سيستم او ستون فقرات دي .
په ټي بي يا تبرکلوز ناورغي باندي ميلينونه انسانان اخته دي دناورغي درملنه سته او په درملنه دمنځه وړل کيږي .
سرايت او انتقال : د ټی بی ميکروب په ميکروب ککړ انسا څخه بل روغ انسان ته په اساني سره سرايت او انتقال کولاي شي , دساه کښلو او پرنجي په وخت کي دميکروب ذري دهوا دلاري مقابل روغ شخص ته انتقال مومي او دوخت په تیریدو سره ناروغي منځته راوړي .تر ټولو خطرناکه اومضر سرايت هغه وخت کوي چه دمیکروب درملنه یی نه وی شوي او په سږو کي فعال وي .
کله چه ميکروب روغ شخص ته سرايت وکړي که چيري دشخص د وجود دفاعي سيستم قوي وي ميکروب تر کلونه کلونه خاموش پاته کيداي شي او که چيري د وجود دفاعي سيستم ضعيف وي او شرايط ورته برابر وی په فعاليت شروع کوي فعال حالت ته راګرځي او ناروغي منځته راوړي .
کله چه په ميکروب اخته شخص ته د ټي بي درملنه شروع شي تر دوه يا دروهفتو وروسته و بل انساته دسرايت کولو خاصيت يي دمنځه ځي بل شخص ته يي دانتقال احتمال ډير کم دي خو په خپله ناورغ شخص کي تر کلونه کلونه پوري خاموش پاته کيدلاي شي چه شرايط ورته برابرشي کيداشي تکرار فعال شی.
په لاندي حالتو کي ميکرو ژر فعال کيداشي : کله چه تازه ميکروب وجود ته سرايت وکړي ، ضعيف انسانان چه د وجود دفاعي سيستم يي کمزوري وي ، ماشومان او د زاړه عمر خلګ ، سګريت څکول ، دشکري ناورغي لرل ، دپښتورګي ناروغي لرل ، دايچ اي وي (HIV) شتون والي ....
د ټي بي نښي نښاني :
ټوخي ، بلغم ايستل ، په بلغم کي دويني شتون والي ، دسيني درد ، ساه لنډي ، نفس تنګي ، تبه ، دشپي خوله کيدل ، بي حالي ، ژر خسته کيدل ، بي اشتها يي ، دوزن کموالي ، کله کله په متيازو کي د ويني شتون والي او دمفصلو درد هم ورسره وي .
د اعتمادي او باوري تشخص دپاره په بلغم یا دوجود په مایعاتو کي ميکروب ليدل او ثابتول شرط دي ځکه نوري ناورغي هم سته چه پورته ذکرشوي نښي نښاي ورکوي له خاطره دتشيص دپاره يواځي نښي نښاني کيفايت نه کوي لابراتواري تشخيص بايد شتون ولري .
درملنه : درملنه يي په بهرني هوادو کي وړياده د ټي بي تشخيص معاينات درملنه او دتعقيب ټولي چاري دولت پر غاړه اخلي خو په افغانستان کي بيا دا سي امکانات نسته .
ددرملني لپاره لږ تر لږه شپږ مياشتو ته ضرورت دي درملنه يي د څو دواګانو ترتيب دي په يوخت کي چه د داکترتر تغقيب لاندي ورته شروع کيږي دوا يي قوي دوا ده مثبت او منفي جانبي تاثيرات لري ځکه بايد دداکتر تر تعقيب لاندي شروع شي.
د درملني دشروع لپاره سل فصيده باوري او د اعتماد وړ تشخص بايد شتون ولری ځکه شپږ مياشتي مسلسله او قوي دوا بيله تشخص څخه یوانسان ته ورکول دانسان دژوند سره دلوبي کولو په معني دي .
د درملني گټه يي داده چه ناروغي دمنځه وړي دناروغي دسرايت اوخپريدو مخه نيسي کله چه يي دوا شروع کړه بايد مسلسله شپږ مياشتي ادامه ورکړي که يي تر منځ فاصله ورکړه تر گټي يي تاوان څو چنده زياتيږي میکروب مقاومت پیداکوی د دوا ثاثیر پر کمیژی .مننه