اصیل الرحمن خوستی

اصیل الرحمن خوستی Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from اصیل الرحمن خوستی, Marketing Agency, Khost.

02/10/2020

د المونځ ټکې په ټکی ترجمه-

په رزق پسې ځان مه لیونی کوه!رزق آسماني ده، ځان ورپسې مه لیونی کوه؛ ځکه الله تعالى د قرآنکريم د (سُوۡرَةُ سَبَإ) په (۳۹)...
18/06/2019

په رزق پسې ځان مه لیونی کوه!

رزق آسماني ده، ځان ورپسې مه لیونی کوه؛ ځکه الله تعالى د قرآنکريم د (سُوۡرَةُ سَبَإ) په (۳۹) نمبر آیت کې فرمایلي:
-«قُلْ إِنَّ رَبِّى يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ وَيَقْدِرُ لَهُۥ ۚ وَمَآ أَنفَقْتُم مِّن شَىْءٍ فَهُوَ يُخْلِفُهُۥ ۖ وَهُوَ خَيْرُ الرّٰزِقِينَ»
ژباړه:
=[اې پېغمبره(ص)!] دوى ته ووايه: زما رب چې له خپلو بندګانو څخه يې چاته اراده وشي، پراخه روزي وركوي او چاته چې، وغواړي روزي پرې تنګوي. څه چې تاسې لګوئ، د هغه په ځاى هماغه الله تاسې ته نور دركوي. هغه تر ټولو روزي وركوونكو څخه ښه روزي وركوونكى دى.

د الله شکر کوه!
ځکه چې په شکر کولو سره د الله تعالى له لوري پر بنده پېرزوينه کېږي، لکه څنګه یې چې، د قرآنکريم د (سُوۡرَةُ إبراهیم) په (۷) نمبر آيت کې فرمایلي:
-«وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِن شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ ۖ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِى لَشَدِيدٌ»
ژباړه:
-او په ياد ولرئ، ستاسې رب خبردار کړي واست چې، كه شكر وباسئ؛ نو پر تاسې به لا زياته پېرزوينه وکړم او كه د نعمت ناشكري وکړئ؛ نو زما سزا ډېره سخته ده.

له پورتني آیت څخه معلومه شوه چې، روزي له شکر سره تړلې ده؛ نو تل شکر کوئ.

له خپلو خپلوانو سره ټینګه خپلولي پاله!
ځکه، رسول اللهﷺ فرمايلي:
-څوک چې غواړي د هغه عمر زيات او رزق يې پراخه شي؛ نو هغه لره پکار ده چې خپلولي ښه وپالي.
(بخاري: ۵۶۴۰ ومسلم: ۲۵۵۷)

هیڅکله له بنده څخه تمه مکوه!
هر څه له الله تعالى څخه وغواړه؛ ځکه الله تعالى د قرآنکريم د (سُوۡرَةُ المؤمن/غَافر) په (۶۰) نمبر آیت کې فرمایلي:
-«ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ»
یعنې:
-له ما نه وغواړئ، څو ستاسې (غوښتنې) قبولې کړم.

د مهربانۍ له مخې مُسکا وکړه او وخانده آیا تر دې دمه دې هم نه دی زده کړی؟! که ټوله نړۍ هم د دې هوډ ولری چې تا ته دې ضرر و...
14/02/2019

د مهربانۍ له مخې مُسکا وکړه او وخانده

آیا تر دې دمه دې هم نه دی زده کړی؟! که ټوله نړۍ هم د دې هوډ ولری چې تا ته دې ضرر ورسوی او الله تعالی یې ونه غواړی، هغوې هېڅ هم نشې کولای، نو د الله تعالی په تدبیر اعتماد وکړه، حکمت ته یې زړه وسپاره، پرې توکل وکړه او د هغه په لور ګام پورته کړه! دا مه هېروه چې نړۍ په دې نه ارزی چې د یو چا زړه مات کړې،د هغو څیزونو په اړه تشویش مه کوه چې نه یې لرې. له غوسې او قهر څخه واټن واخله. د هر هغه څه په اړه فکر مه کوه چې نارامه کوی دې، ځان سره دې ووایه، چې آیا نن مې ژوره ساه اخېستې؟ که دې ځواب نه و، نو همدا اوس ژوره ساه واخله! د خپل روغ صحت په اړه دې له الله تعالی څخه مننه وکړه. د خپلې ښې کورنۍ لپاره دې له الله تعالی څخه مننه وکړه. د خپلو هغو څیزونو په اړه له الله تعالی څخه مننه وکړه چې ستا په واک کې دی. ژوند ته د مُسکا له دریڅې څخه وګوره. د لویانو او پوهو ځوانانو سره ناسته پاسته خپله دنده وګرځوه. د نا ه اهله او مطلب اشنا ملګرو څخه ځان لرې وساته. د نن کار سبا ته مه پرېږده. که کومې بدې پېښې سره مخ شوې، یوازې ترې درس واخله او نور یې پرېږده. د نورو په کار کې مداخله او له غیبت څخه اړیکې پرې کړه. نن غنیمت وګڼه، له پرون څخه پند واخله او د سبا لپاره هیله من واوسه. ژوره ساه واخله او هرڅه ته په مینې سره وګوره!

انسان یم،ځکه په انسانانو مینېږم،هغه څوګ چې په انسانانو نه میینیږي، په انسانیت کې یې شک دی.
10/09/2018

انسان یم،ځکه په انسانانو مینېږم،هغه څوګ چې په انسانانو نه میینیږي، په انسانیت کې یې شک دی.

د ژوند ښایست دا نه دی، چې ته څومره خوښ یې، بلکې په دې کې دی، چې خلک څومره ستا پر شتون خوښ دي.
20/07/2018

د ژوند ښایست دا نه دی، چې ته څومره خوښ یې، بلکې په دې کې دی، چې خلک څومره ستا پر شتون خوښ دي.

له هر چا څخه سړیتوب ګیله مه کوه،ځکه چې هر څوګ د سړیتوب په معیار نه دي برابر،،،،
15/07/2018

له هر چا څخه سړیتوب ګیله مه کوه،ځکه چې هر څوګ د سړیتوب په معیار نه دي برابر،،،،

Address

Khost

Telephone

+971552366099

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when اصیل الرحمن خوستی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to اصیل الرحمن خوستی:

Share