Rahmanullah Zhman رحمن الله ژمن

Rahmanullah Zhman رحمن الله ژمن This page created to share experiences and other buisness advetisement

14/03/2024

د رمضان مبارک د څلورمې ورځې دعا

رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَا إِنْ نَسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا

12/03/2024

د رمضان مبارک د دوهمې ورځې دعا

رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ

11/03/2024

د رمضان مبارک د لمړی ورځې دعا
قُلْ رَبِّ اغْفِرْ وَ ارْحَمْ وَ ذأَنْتَ خَیْرُ الرَّاحِمِین
❤️❤️🌙🌙

06/03/2024

او کله چې ته خپل هدف ته رسیدو لپاره ارام بې له کوم چا د همکاری او بې له کوم شور څخه قدمونه اخلې او خلک درته تمسخر په شکل درګورې نو په داسې حال کې ته بلاخره خپل هدف ته رسیدو خوب په ریښتیا بدلوې، او دا نو بیا بیل خوند لري ☺️😊😇

20/02/2024

البرت انشتین وایي
په زړو جامو مه شرمیږه، بلکه پخپلو زړو او غلطو فکرونو وشرمیږه.

19/02/2024

ګوری، چې کله هم کریکت او یا نورې لوبې ګوری، نو باید ورزشکار په شان حوصله او زغم ولری. احساساتي برخورد مو روحا وژني. خیر دی دا پکې راځی بیا به داسې شیبې راځې چې ټول به یې صفتونو باندې نه مړیږو. که دلته ونشو نورو کې به یې جبران کړي. دغه سفر روان دی مزل دی کوی به یې، خامخا جګې ټیټې بکې راځي.
یو نظر لرم
منجمنټ باید ډیر شفاف او لوبغاړي خپل مهنت نور هم زیات کړي، ترڅو خپلو مینوالو ته خوښي ورکړی او د لوبو په میدان کې اتلوالی پخپل نام کړي.

19/02/2024

موږ ډیرۍ لارې د ستونزې د حل لپاره لرو، حال داچې زموږ افغاني تولنه کې موږ غیر له منفي افکارو، ضد او کینې څخه نور څه ورته نه لرو .
هغه چې وایې چې غر هر څومره لوړ دی په سر یې لار شته.
خبره مې پدې کوله چې مخکې له دې چې یو څه ولیکو ټول اړخونه دلیکنې په نظر کې ونیسو، ځکه بعضې لیکنې مستقیما زموږ کارکتر او شخصیت سره اړه لري ، او په اسانۍ سره زموږ کړه وړه دهغه لیکنې څخه تحلیل کیدای شي او خدای مه کړه چې خپل شخصیت پخپله لیلام کړو.

05/02/2024

که غواړی خوشاله ژوند ولری نو لاندې شپږ عملونه ترسره کړی
۱- لمونځ کوی
۲- همیشه له خلکو سره ښه کوی
۳- چاته ضرر مه ورکوی
۴-همیشه بخښنه کوی
۵- همیشه مثبت فکر کوی
او
۶- پخپل ځان باندې باور ولری

23/03/2023

ادب
د ادب د کلمې اصل:
اصلی یې (هذب) دی د بې عیبه په معنا
د هذب کلمه په اصل کې د هغې ونې له پاره استعمالیدله چې ځینې څانګې او ځینې ښاځونه به یې قطع شوه او صاف به شوه وروسته دا کلمه له محسوساتو نه معنویاتو ته رانقل شوه او هغه چاته هم وویل شوه چې عیبونه به یې ورک شوه یعنې مهذب به شو.
اهل لغت ټول په دې باندې متفق دي چې د مهذب کلمه د یو کامل انسان له پاره د ونې له تهذیبه رانقل شوې ده، ځکه چې معنوي او عقلي امور له حسي اشیاوو څخه ماخوذ دی لکه د عقل کلمه چې د اوښ له جلب، عقل عقال څخه ماخوذ ده.
نو د هذب د کلمې د (‌ذ) په (د) بدل شو او دغه ابدال په عربي کې ډیر مثالونه لري لکه د هذم، جدم، د قطع په معنا (هـ) هم په همزه بدله شوه او دا ابدال هم په عربي کې متعارف دی لکه اهل، آل، ماه، ماء او داسې نور....
نوهذب، هدب شو او هدب په ادب بدل شو.
ځینې وایي چې په یوناني ژبه کې ادیب هغه چاته ویل کیده چې خبرې به یې خوږې او د ښه اواز او ښې نغمې خاوند به ؤ، نو هر کله چې عربي او یونانی لغتونه یو له بله ګډ شوي دي دغه لغت هم له یوناني څخه اخستل شوی دی.
ځیني نور وایی چې ادب له (داب) څخه ماخوذ دی چې د عادت په معنا دی او د حال و شان په معنا هم ذکر شوی دی لکه (کداب آل فرعون) مګر دغه راز اشتقاق په عربي کې ډیر نظایرنه لري.

ادبي بحثونه کتاب
لیکوال : استاد ګل پاچا الفت

10/02/2023

بادام
بادام چې انګلیسي نوم یې Almond دی چې علمي نومونه یې “Prunus amygdalus, syn. Prunus dulcis” څخه عبارت دي چې د Rocsaceae په کورنۍ پورې اړه لري او فرعي کورنۍ یې د Prunoida په نوم یادیږي.
د بادامو تاریخچه
بادامو او دبادامو اړونده نوعو یا ډولونه د مدینترنیي اقلیم له منطقو څخه دی چې د منځني ختیځ او سویلي آسیا د مدیترنیي د اقلیم سیمې یې د اصلي سرچینو څخه شمیرل کیږي، چې له دغه ځایه بیا نورو سیمو ته ورپیژندل شوي او نقل شویدي.
حاصل
د 2012 او 2013 کالونو ترمنځ د تولید اندزاه د نړی په کچه 19,35 زره متریک ټنه حاصل ورکړی وو، چې له هغې جملې څځه تر ټول زیاته اندازه د حاصل یې د امریکا په متحده ایالتونود کلیفورنیا په ایالت کې تولید شوي وو چې تقریباً 84.1% فیصده تشکیلوي، ورپسې د استرالیا هیواد وو چې 8.2% فیصده حاصل یې ورکړی وو، تورکیه هیواد چې 1.5% او بیا د چیلي هیواد چې 0.9% فیصده حاصل یې ورکړی وو.
کرنیزه ساحه
په ټوله نړی کې هغه ساحې چې په 2012-13 کالونو کې بادام ورباندې کرل کیدل تقریباً 165 زره هکتارو ته رسیده چې له دغې ساحې څخه د کاله 19.35 زره متریک ټنه حاصل په لاس راغلی وو. په افغانستان او د امریکا په متحده ایالیتونو کې په مجموعي توګه 4.5/hac ټنه حاصل په یو هکتار کې ښودل شویدی

Address

Khost

Telephone

+93703164278

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Rahmanullah Zhman رحمن الله ژمن posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Rahmanullah Zhman رحمن الله ژمن:

Share