کونړ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست

  • Home
  • Afghanistan
  • Kunar
  • کونړ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست

کونړ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست

18/11/2020
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیرې معصومه خاوری سره د اوولس ولایتونو د مخابراتو رییسانو تعارفي لیدنهپنج شنبه، ...
17/09/2020

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیرې معصومه خاوری سره د اوولس ولایتونو د مخابراتو رییسانو تعارفي لیدنه

پنج شنبه، د وږی ۲۷مه

پدې ناسته کې، د هیواد ۱۷ ولایتونو ډیجیټل همغږی کونکي (کابل، پنجشیر، بغلان، کنر، نورستان، ‏ننگرهار، لغمان، غور، پروان، فاریاب، جوزجان، لوگر، نیمروز، میدان وردک، کندز، خوست، کاپیسا و بدخشان) رئیسانو، د وزارت نوي مشرتابه ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د خپلو اړوندو ریاستونو د فعالیتونو، اجرااتو، ننګونو او د کار څرنګوالی په اړه مالومات ورکړل.
اغلې معصومه خاوري د واليانو دندو او مسؤلیتونو ته په اشارې سره او د ولایت په کچه غوښتنو او اړتیاو ته په کتو سره په دندو کې د دوی د لا زیاتو هڅو او پاملرنې غوښتنه وکړه؛ په ځانګړي توګه د کرونا دورې وروسته، چې د ټکنالوجۍ او مخابراتو رول او اهمیت خورا ډیر شوی.
په دې ناسته کې د پروګرامونو او پروژو د پلي کولو څرنګوالي او ذیربطو ادارو ترمینځ د همغږۍ پیاوړې کولو او اهمیت په اړه تفصیلي خبرې وشوې. همداراز د مخابراتو ولایتي رئیسانو ته لارښوونه وشوه چې هره ورځ د په منظم ډول په خپلو دندو کې حاضر اوسئ.
د وزارت مشرتابه ژمنه وکړه چې د ولایتي څانګو سره به اړیکې او همغږي زیاته کړي ترڅو په وخت سره مسلې او ستونزې حل کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نوې سرپرست او نوماند وزیره معرفي شوهدوشنبه، د وږي ‏24 مه نیتهنن دو شنبه د روان کال...
16/09/2020

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نوې سرپرست او نوماند وزیره معرفي شوه

دوشنبه، د وږي ‏24 مه نیته

نن دو شنبه د روان کال د وږي میاشتې په څلور ویشتمه نېټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نوې سرپرست او نوماند ‏وزیره معصومه خاوري د ولسمشر د دوېیم مرستیال قانونپوه محمد سرور دانش له لوري ددې وزارت کارکوونکو ته وروپېژندل ‏شوه‎.‎
د آغلې معصومه خاوري د معرفي په غونډه کې د دولت لوړ پوړو چارواکو، ګڼ شمېر سیاسیونو، د ملي شوا غړو، رسنیو استازو ‏او ددې وزارت کارکوونکو ګډون کړی وو‎.‎
جلالتماب سرور دانش په خپلو خبرو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دولت یوه له مهمو او عایداتي څانګو څخه ‏وبلله، چې د ټکنالوجۍ په برخه کې وروستي لاسته راوړنو ته د لاسرسي لپاره د دولتي او خصوصي سکتور ترمنځ د پل حیثیت ‏لري‎.‎
هغه هیله څرګنده کړه چې د نوي مشرتابه په راتګ او د پخوانیو برنامو په دوام سره به د بریښنایي حکومتولی موخې او د دولتي ‏ادارو ډیجیټل کیدل به په راتلونکو کلونو کې پلي شي‎.‎
ورپسې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیرې اغلې معصومه خاوري د دې مسؤلیت لپاره د حکومت مشرتابه له ‏باور څخه خپله مننه او قدرداني څرګنده کړه او د وزارت راتلونکي لپاره یې د خپل د پلانونو په اړه خبرې وکړې‎.‎
اغلې خاوري په تیرو کلونو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مشرتابه د خدمتونو یادونه وکړه او ویې ویل چې ‏نوی مشرتابه، د وزارت د موجوده پلانونو په تسلسل سره، د معلوماتي ټکنالوجۍ او مخابراتو سکتور ودې، برښنایی حکومتولی ‏رامینځته کولو لپاره نوي پلانونه او برنامې پلي کړي او د فساد او تبعیض پر وړاندې مبارزه کې به هراړخیزې هڅې وکړي‎.‎
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ پخواني سرپرست ښاغلي محمد فهیم هاشمي د وزارت نوې سرپرست او نوماند وزیرې معصومه ‏خاوري ته د مبارکي ویلو تر څنګ په چارو کې هغې ته د بریا غوښتنه وکړه‎.‎

14/09/2020

Address

Kunar
2801

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when کونړ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to کونړ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست:

Share