01/03/2025
د آیسلنډ هېواد نوم به مو آورېدلی وي، ډېر جالب معلومات مې درته را ژباړلي. 🫣
دا د آیسلنډ هېواد دی چې خپلواک هم دی؛ خو هيڅ پوځ نه لري. دلته د کورونو آدرس شتون نه لرې، یوازې لیکي سور کور د فلانکي کتابتون څنګ ته!( دا د دوی ادرس دی).
دلته کورونه ګرمو اوبو ته اړتيا نه لري، ځکه چې ګرمي اوبه مستقیم له طبیعي ځایونو څخه هر کور ته ورغلي دي، جالبه لا دا چې په دې هېواد کې هیڅ مچ «پشه» هم شتون نه لري.
دې هېواد کې له یو لورې ډېرې واوري او له بل لورې ډېر خطرناک آتش فشانونه شتون لري، ځکه د دوزخ او یخچال په نوم هم مشهوره دی.
تر ټولو جالبه یې لا داده چې د اوړي په فصل کې یې ورځ تر «۲۲» ساعتونو اوږدېږي او ژمي کې یې بیا شپه تر «۲۰» ساعتونو اوږدېږي.
که مو غوښتل چې نور هم زما جالِب معلومات وګورئ نو زما پاڼه هم درسره تعقيب کړئ.