Sangar Technical Tips & Trends

Sangar Technical Tips & Trends Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Sangar Technical Tips & Trends, Graphic designer, Laghman.

(سنگر تکنیکل) صفحه کې تاسو ته د تکنالوژۍ، موبایل، کمپیوټر او ټولنیزو شبکو ګټور او ساده طریقې وړاندې کوو.
صفحه رسمی (سنگر تکنیکل تیپز ایند تریندز ) جایی است که ترفندهای ساده و کاربردی تکنولوژی، موبایل، کامپیوتر و شبکه‌های اجتماعی را به شما ارائه می‌دهیم. دلته تاسو ته د ګرافیک خدمات، ویبسایټ جوړونه، هر نوعه ډیټابیس او د موبایل اپلیکیشن جوړول په پوره ضمانت او ارزانه بیه ترلاسه کولای شی.
او همداء رنګه د موبایل او انټرنیټی ستونزو حل...

🎓 د ۱۴۰۴ کانکور پایلې - خپله نتیجه مو دلته معلومه کړئ!🎓 نتایج کانکور ۱۴۰۴ - نتیجه‌ تان را  از اینجا دریافت کن!که غواړې د...
20/07/2025

🎓 د ۱۴۰۴ کانکور پایلې - خپله نتیجه مو دلته معلومه کړئ!
🎓 نتایج کانکور ۱۴۰۴ - نتیجه‌ تان را از اینجا دریافت کن!

که غواړې د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایله دې معلومه شي، نو خپل کانکور ID دلته په کمنټ کې ولیکه.
زه به یې وپلټم او نتیجه به درسره شریک کړم.
📌 مهرباني وکړئ ID په سمه توګه ولیکئ.

اگر می‌خواهی نتیجه امتحان کانکور ۱۴۰۴ خود را دریافت کنی، لطفاً آی‌دی کانکور خود را در کامنت بنویس.
من آن را بررسی می‌کنم و نتیجه‌ات را با تو شریک می‌سازم.
📌 لطفاً آی‌دی‌تان را درست و واضح بنویسید.

#کانکور



12/07/2025

د فېسبوک د حساب یا پاڼې ټیک مارک (آبي نښې) اخیستو طریقه
که غواړئ چې خپل د فېسبوک ایډي یا صفحې ته آبي نښه (✅) واخلئ، نو لاندې مرحلې قدم په قدم تعقیب کړئ:
دا طریقه د فسبوک شخصي ایډيانو، صفحو (Pages)، او انسټاګرام سره وصل پروفایلونو لپاره کار کوي:

✅ د فېسبوک دتائیدي یا وریفای کولو شرطونه:

اصلي هویت:
ستا نوم، معلومات، او انځورونه باید حقیقي وي.

مشهور شخصیت یاهم یو رسمي اداره:
د تائیدي نښه اکثر هغو کسانو ته ورکول کیږي چې عام خلک یې وپېژني.

عامه علاقه‌مندي:
ستاسو پروفایل یا پاڼه باید عامو خلکو ته د علاقې وړ وي.

فعال حساب:
حساب باید فعال، پوره معلومات، او تصویر ولري.

📝 څنګه آبي نښه ترلاسه کړو؟

1️⃣ د تائیدي د غوښتنې فورمه خلاصه کړه:
🔗 د فېسبوک تصدیق فورمه :
https://www.facebook.com/help/1288173394636262

2️⃣ معلومات ډک کړه:
• د خپل حساب یا پاڼې لینک ولیکه
• هیواد ولیکه
• رسمي سند اپلوډ کړه (تذکره، پاسپورټ...)
• که اداره یې، نو تجارتي اسناد هم ورسره واستوه

3️⃣ اختیاري توضیحات ولیکه:
• ته څوک یې او ولې آبي نښه درپکار ده
• که رسنیو یا ویب‌سایټونو کې ذکر شوې، لینک ورکړه

4️⃣ او په اخر کې چې پورته ټول معلومات دې درج کړل نو بیا یې Submit کړه.

⏳ تائیدي به څومره وخت ونیسي؟
فېسبوک معمولاً 1 نه تر 4 اونیو کې ځواب درکوي. که معلومات دې پوره ورکړي وي، نو چانس به هم ډېر وي چې ژر تائید شي.

📌 یادونه:
که ته د Meta Verified ګډون‌کوونکی کیدلی شې، فېسبوک د میاشتني فیس په بدل کې هم دا ابي نښه درکوي.

سلامونه او نیکې هیلې!نن درته د موبایل پنځه داسې طریقې ښایم، چې ډېرو خلکو ته نه دي معلومې. ✅ لومړی ترفند : د موبایل چټکول...
11/07/2025

سلامونه او نیکې هیلې!
نن درته د موبایل پنځه داسې طریقې ښایم، چې ډېرو خلکو ته نه دي معلومې.

✅ لومړی ترفند : د موبایل چټکولو ساده طریقه!
که مو موبایل ورو شوی، نو دا کار وکړئ:
د Settings > Developer Options ته لاړ شئ،
هلته Window animation scale، Transition scale، Animator duration scale کم کړئ یا یې بیخي صفر کړئ.
دا کار به ستاسې موبایل ډېر چټک کړي!

✅ دوهم ترفند : د چارج ژر ختمېدو مخنیوی!
ستاسې موبایل چارج ډېر ژر خلاصېږي؟
د Settings > Battery > Battery Usage ته لاړ شئ،
هلته وګورئ کوم اپلکیشن ډېر چارج خوري، او غیرضروري اپلکیشنونه بند کړئ.
همدارنګه Battery Saver هم فعاله کړئ.

✅ دریم ترفند : د انټرنیټ سرعت زیاتول!
د Settings > Network Settings Reset باندې کلیک وکړئ.
دا به ټولې شبکې ریفرېش کړي او سرعت به ښه شي.

✅ څلورم ترفند : د موبایل حافظه خالي کول پرته له اپلکیشن نه!
ستاسې موبایل کې ځای نشته؟
د Settings > Storage > Cached Data ته لاړ شئ،
او ټول cache پاک کړئ.
دا به هېڅ کوم مهم فایل نه خرابوي او نه هم حذف کوي، خو حافظه به ډېره خالي شي.

✅ پنځم ترفند (مهم‌ترین): د پټ رازونو او اپلکیشنونو ساتنه!
که غواړئ خپل شخصي اپلکیشنونه لکه WhatsApp، Gallery یا Messenger پټ کړئ،
نو له اپ‌سټور یا Play Store څخه AppLock یا Norton App Lock ډاونلوډ کړئ.
بیا به هر اپلکیشن باندې پاسورډ کېږدئ، له دې سره به ستاسو محرمیت وساتل شي.

مننه له لوستلو څخه مو!

د همدې ترفندونو طریقه په عملي ډول به انشاءالله ډیر ژر په ویډیوي شکل ثبت او له همدې صفحې نشر شي.

که ترفندونه مو خوښ شوي وي، نو لایک، فالو او شریکول مه هېروئ.

Ehsanullah Tawhid Sangar 🥰

Address

Laghman
2701

Telephone

+93730600914

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Sangar Technical Tips & Trends posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Sangar Technical Tips & Trends:

Share