ځوان فکرونه..Young Thoughts

ځوان فکرونه..Young Thoughts Contactgegevens, kaart en routebeschrijving, contactformulier, openingstijden, diensten, beoordelingen, foto's, video's en aankondigingen van ځوان فکرونه..Young Thoughts, Social-mediabureau, Ghent.

Dark days!
29/09/2024

Dark days!

29/09/2024

داسې ښکاري چې په نړئ کې به په نږدې راتلونکي کې ډېر ژر ځینې بدلونونه راشي:
1. د موټرو ترمیمولو هټۍ Workshops، د تیلو، ایګزاسټ Exhaust، او ریډیټر radiator هټۍ به ختمې شي.
2. د پټرول یا ډیزل انجن کې ۲۰۰۰۰ پرزې شتون لري، پداسې حال کې چې په برقي موټرو کې یوازې ۲۰ پرزې وي. دا موټرې د ټول عمر تضمین سره خرڅیږي او د تضمین په حالت کې به یې ډیلر ترمیموي. د انجن بدلول به یوازې لس دقیقې وخت ونیسي.
3. د برقي موټر خراب انجن به په سیمه ایزو ورکشاپونو کې د روباټیک ټیکنالوژۍ په مرسته جوړېږي.
4. کله چې ستاسو د برقي موټر انجن خراب شي، تاسو به یوه داسې ځای ته لاړ شئ لکه د موټر مینځلو سټیشن، خپل موټر به پرېږدئ، کافي به وڅښئ، او بېرته به خپل موټر نوی انجن سره ترلاسه کړئ.
5. د پټرول سټیشنونه به ختم شي. لکه څنګه چې د ویډیو فلمونو هټۍ ورکې شوې، همداسې به د پټرول سټیشنونه هم ختم شي.
6. په سړکونو به د بریښنا ویشنې میټرونه او د برقي چارج کولو سټیشنونه نصب شي (چې دمخه د نړۍ پرمختللي هېوادونو کې پیل شوي).
7. لویې سمارټ موټر جوړوونکې کمپنۍ یوازې د برقي موټرو لپاره فابریکې جوړوي.
8. د ډبرو سکرو صنعتونه به ختم شي. د پټرول او تیلو کمپنۍ به وتړل شي. د تیلو پلټنه او کیندنه به ودریږي.
9. په کورونو کې به په ورځ کې بریښنا تولید او ذخیره شي، ترڅو په شپه کې وکارول شي یا شبکه وپلورل شي. شبکه به یې ذخیره کړي او ډېره بریښنا به لویو صنعتونو ته ورسوي. د لا روښانتيا لپاره د ټیسلا چت لیدلی شئ.
10. د نن ورځې ماشومان به اوسنۍ موټرې په موزیمونو کې ګوري. راتلونکې ډېر ژر راځي.
11. په ۱۹۹۸ کې د کوډک کمپنۍ ۱۷۰۰۰۰ کارکوونکي درلودل، او دا په ټوله نړۍ کې ۸۵٪ عکس‌پاڼې (فلمونه) پلورل. په دوه کلونو کې یې سوداګریز ماډل مات شو او دوی دیوالیه شول. چا فکر هم نه کاوه چې داسې به کيږي؟
12. کوم څه چې د کوډک او پولاروئډ سره کمپنيو وشول، همداسې به په راتلونکو ۵-۱۰ کلونو کې د څو نورو صنعتونو سره وشي.
13. ایا تاسو په ۱۹۹۸ کې فکر کاوه چې درې کلونه وروسته به هیڅوک په فلم عکسونه نه اخلي؟ د سمارټ فونونو له امله نن هېڅوک د کیمرې ساتل نغواړي.
14. په ۱۹۷۵ کې ډیجیټل کیمرې اختراع شوې. لومړۍ کیمره ۱۰,۰۰۰ پکسلز لرل، مګر د مور More قانون یې تعقیب کړ. لکه څنګه چې هرې ټیکنالوژۍ سره کیږي، په لومړیو کې یې توقعات نه پوره کول، خو بیا ښه شول او بریالي شول.
15. دا به په چټکۍ سره د مصنوعي استخباراتو، روغتیا، ځان‌چلوونکو يا خودکاره موټرو، برقي موټرو، تعلیم، درې‌بعدي چاپ، کرنې او کارونو یا دندو سره هم وشي.
16. د "Future Shock" کتاب لیکوال ویلي: "څلورم صنعتي انقلاب ته ښه راغلاست".
17. سافټویر به ډېرو دودیزو صنعتونو ته بدلون ورکړي او په راتلونکو ۵-۱۰ کلونو کې به نور هم زيات شي.
18. د اوبر سافټ ويئر چې خپله هېڅ موټر نه لري، اوس د نړۍ ترټولو لوی ټیکسي شرکت دی. چا فکر هم نه کاوه چې داسې به وشي.
19. اوس ایئر بي این بي Air BNB د نړۍ تر ټولو لوی هوټل شرکت دی، که څه هم خپله هېڅ ملکیت نه لري. ایا تاسو کله د هیلټن هوټلونو Hilton Hotels په اړه داسې فکر کړی؟
20. مصنوعي ځيرکتيا(AI) کمپیوټرونه نړۍ په ښه توګه پېژني. سږ کال یوه کمپیوټر د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړي ته ماتې ورکړه (د هغه تمې نه چې وړاندوينه یې کېده، لس کاله مخکې).
21. په امریکا کې ځوان وکیلان وظیفې نه ترلاسه کوي، ځکه چې د آی‌بی‌ام IBM واټسن په څو ثانیو کې د ۹۰٪ دقت سره قانوني مشورې ورکوي، په داسې حال کې چې د انسانانو د مشورې دقت ۷۰٪ دی. نو که تاسو د قانون زده کړې کوئ، سمدستي یې ودروئ. په راتلونکي کې به د وکیلانو شمېره ۹۰٪ کمه شي او یوازې متخصصین به پاتې شي.
22. واټسن ډاکټرانو سره مرسته کوي چې د سرطان په څېر د پېچلو ناروغیو تشخیص کې (له ډاکټرانو څلور چنده دقیق) اوسي.
23. فېسبوک اوس (د انسانانو څخه په کراتو غوره) د مخ پېژندنې پروګرام لري. تر ۲۰۳۰ پورې به کمپیوټرونه تر انسانانو ډېر هوښیار شي.
24. ځان‌چلوونکي یا خودکاره موټرې: لومړی ځان‌چلوونکې موټرې راووتې، په دوه کلونو کې به د موټرو صنعت بدل شي. تاسو به نور د موټر مالک نه را غواړئ، ځکه تاسو به یواځې موټر ته زنګ وهئ او هغه به تاسو خپل ځای ته ورسوي.
25. تاسو به د خپل موټر پارک کولو ته اړتيا ونلرئ، بلکې د سفر واټن حساب سره به پیسې ورکوئ. په سفر کې به هم کار دنده پرمخ بېولی شئ. د نن ورځې ماشومان چې لوی شي نو د موټر چلولو لایسنس به نه اخلي او نه به کله موټر ولري.
26. په دی سره به ښارونه بدل شي. انسانان به ۹۰-۹۵٪ لږو موټرو ته اړتیا ولري. زاړه پارکینګونه به په شنو ځايونو بدل شي.
27. اوس هر کال ۱.۲ ملیونه کسان د موټرو په پېښو کې مري، چې د نشی په حالت کې چلولو نيولی تر تېز چلولو پورې پکې شامل دي. اوس په هر ۶۰,۰۰۰ میل کې یو حادثه کېږي. د ځان چلوونکو يا خودکار موټرو سره به دا حادثې به "هر ۶ ملیونه میله کې یوې" ته راښکته شي. پدې حساب به هر کال یو ملیون کسان له پېښو ژغورل کېږي.
28. دودیز موټر جوړوونکي به دیوالیه شي. یوازې هغه کمپنۍ به پاتې شي چې په انقلابي ډول د یوه ښه موټر جوړولو هڅه وکړي، پداسې حال کې چې ټیکنالوژيکي کمپنۍ (ټیسلا، ایپل، ګوګل Tesla, Apple and Google) به په انقلابي ډول د کمپیوټر پر بنسټ موټرې (ځيرکې برقي موټرې) جوړې کړي.
29. والوو Volvo اوس خپل موټرو کې د داخلي احتراق انجن Internal Combustion Engine ختم کړی او یوازې برقي او هایبرډ Hybrid انجنونه کاروي.
30. د وولکس ویګن Volkswagen او آوډي Audi انجینران د ټیسلا Tesla څخه په ویره کې دي، او باید ویره ولري. وګورئ ټولې هغه کمپنۍ چې برقي موټرې جوړوي. څو کاله مخکې ورته دا فکر کول هم ممکن نه وو.
31. د موټر انشورنس کمپنۍ به له لویو ستونزو سره مخ شي، ځکه چې د حادثو پرته به د لګښتونو کچه راکمه شي. د موټر انشورنس سوداګریز ماډل به ختم شي.
32. د جایداد په بازار کې به بدلون راشي. ځکه چې په سفر کې د کار او دندې ترسره کولو له امله به خلک لوړې ودانۍ پرېږدي او ښکلو او ارزانو سیمو ته به کډه وکړي.
33. تر ۲۰۳۰ پورې به برقي موټرې عامې شي. ښارونو کې به شور کم شي او ښارونو هوا به پاکه شي.
34. برښنا به ډېره ارزانه او په حیرانونکي ډول پاکه شي. د سولر انرژۍ تولید په زیاتېدو ده.
35. د فوسیل سونګ کمپنۍ (تیل او ګاز) هڅه کوي چې کورني سولر سیسټمونه محدود کړي، ترڅو سیالي بنده کړي، خو دا ناممکن دی. ټیکنالوژي په چټکۍ سره پرمختګ کوي. شنه انرژي Blue Energy، که هغه له شنه هایدروجن څخه وي یا نورو چاپيريال ساتونکو سرچینو څخه، راتلونکي کې به شنه ښارونه Green Cities جوړ شي او ډېر هېوادونه به اټومي رییکټرونه وتړي.
36. روغتیا: Tricorder X قیمت به سږ کال اعلان شي. ځینې کمپنۍ به یو طبي وسیله جوړوي (چې نوم یې "Tricorder" دی او له سټار ټریک Star Trek څخه اخیستل شوی)، چې ستاسو د ګرځنده ټيلېفونونو سره کار کوي. دا وسیله به ستاسو د سترګو پردې ګوري، ستاسو د وینې نمونه به اخلي، او ستاسو د ساه څېړنه به کوي. دا به ۵۴ بيولوژیکي نښې تشخیص کړي چې تقریباً هر ډول ناروغۍ معلوموي. په اوس وخت کې د دې چارې لپاره ستاسې په موبايل کې لسګونه مختلف اپلیکیشنونه موجود دي.
Sayed Hashim Amin

03/09/2024

د بیل ګيټس پنځه نصیحتونه د اریزونا پوهنتون په فراغت غونډه کې!!

۱) هېڅ کله فکر مه کوئ، چې يو ځل مو کوم کار پيل کړ، نو بايد د ژوند تر پايه يې وکړئ. د خپل مسلک او مسير بدلول هېڅ بده خبره نه ده.

۲) فراغت د پوهنتون پای دی، خو د زدکړې پای نه دی. ضرور نه ده، چې په هر شي پوه اوسئ، خو ضرور ده، چې په دې پوه اوسئ، چې نه پوهېږئ.

۳) د ملګرتيا ځواک ته هیڅ کله په ټيټه سترګه مه ګورئ. هغه ملګري چې د څنګ په څوکۍ کې درسره ناست وي، ممکن ستاسو د راتلونکي شرکت شريک‌بنسټګر مو وي.

۴) هغه کار وکړئ، چې يوه مهمه ستونزه هواروي. دا د بهترين کار انرژي درکوي، نوښت او خلاقيت مو را ويښوي او د ډېر څه لپاره مو هڅوي.

۵) ضرور نه ده، چې په کار، کار او کار خپل ځان او ژوند خوار کړئ. هیڅ بده نه ده، چې دمه وکړئ، خپلې برياوې ونمانځئ، خپلې کورنۍ ته وخت ورکړئ او خوند واخلئ.
Copy

01/09/2024

ځواني د زده کړې، وده، او نوې تجربو وخت دی.

31/08/2024

سلام ځوانانو!
"ځوان فکرونه" ته ښه راغلاست. دلته به تاسو نوې او تازه مفکورې، د ژوند لارښوونې، الهام‌بخښونکي کیسې، او د پرمختګ لارې چارې ومومئ. زموږ هدف دا دی چې ځوانان وهڅوو تر څو د خپل ژوند په ټولو برخو کې بریا ترلاسه کړي. ستاسو نظرونه او پیشنهادونه زموږ لپاره ډیر مهم دي. د خپلې خوښې موضوعات، ستونزې، یا نظریات شریک کړئ، او راځئ چې یوځای یو مثبت بدلون رامنځته کړو.
ځوان فکر په ټولنه کې د مثبت بدلون یوازېنئ هېله!

Adres

Ghent
9000

Website

Meldingen

Wees de eerste die het weet en laat ons u een e-mail sturen wanneer ځوان فکرونه..Young Thoughts nieuws en promoties plaatst. Uw e-mailadres wordt niet voor andere doeleinden gebruikt en u kunt zich op elk gewenst moment afmelden.

Delen