19/09/2026
د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د چهلستون تاریخي منار د غره د دوامدارې ښویېدنې له امله د تخریب او زیان له جدي ګواښ سره مخ دی.
د دغه ریاست یوه پلاوي د منار له وضعیت څخه د ارزونې پر مهال ویلي، د غره دوامداره ښویېدنه نه یوازې د تاریخي منار د زیانمنېدو اندېښنه رامنځته کړې، بلکې د غره په لمنه کې مېشتو لسګونو کورنیو ته هم د احتمالي خطر په اړه اندېښنې شته.
یاد ریاست د منار د احتمالي تخریب د مخنیوي او د دې تاریخي اثر د ساتنې لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ د لا ډېرو همکاریو او همغږۍ ترڅنګ، د لازم او بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده.