24/02/2026
غـــــــزل
"تګ او راتګ"
لږ شان مستې کااووم خمار اخلمه بیا راځمه
د یو چا لار سارم د هغه پام اخلمه بیا راځمه
نن مې د یو چا په درشل وجاړلې زړه مې سپک شو
د هاغو خلکو زه سلام اخلمه بیا راځمه
پوښتانه ټول د دردېدلي، سوک د پوښتنې نه شته
نن ده مهمندو سحر د خیبر احوال اخلمه بیا راځمه
ستا د نتکې او د پېزوان پوښتنه ونه کړمه نو سوک به یې کوي
ورځم په ښار تا ته ګلان اخلمه بیا راځمه
زرنوشه، مونږ به د یو چا په نامه ځان وتاړو
زه د دې خپلو خلکو احوال اخلمه بیا راځمه