06/04/2024
د زړۀ قرار لختې جيګر به پکښې وۀ نۀ وينم
اختر به راشي خو دلبر به پکښې وۀ نۀ وينم
بيا به بيمار وجود په خپله څنګل سملاؤمه
زړۀ ته به بيا د اطميان لباس په غاړه کړمه
ځان ته به بيا تسلي ورکړمه په څېر يتيم
بيا به تصوير د يو چا کښېږدمه په مېز دپاسه
بيا به تنکے ارمان د خپلو ښپونه لاندې کړمه
ځان به خپل ځان ته مخاطب کړمه د زړۀ لۀ درده
ځان ته به وژاړمه او بيا ځان ته اوخاندمه
د ځانه بل څوک در په در به پکښې وۀ نۀ وينم
اختر به راشي خو دلبر به پکښې وۀ نۀ وينم
داسې تۀ مۀ شه لکه زۀ چې يم بيمار تا پسې
بيمار وجود او بل د زړۀ نه ناقرار تا پسې
زۀ داسې يمه چې په ژؤند کښې مې سکون نشته
بغېر لۀ تانه هېڅ مزه مې د ژؤندون نشته
باؤجود بيا هم لۀ دې هر څۀ ستا پېغور اخلمه
اوس نيم مړ شوے يمه او نيمه سا په زور اخلمه
خلق به ډېر وي خو بس ستا په شان اوبرنګه ياره
د زړۀ قرار ښکلے بشر به پکښې وۀ نۀ وينم
اختر به راشي خو دلبر به پکښې وۀ نۀ وينم
داسې څوک نۀ وينم چې لاس د خپلؤلۍ راکړي
داسې څوک نۀ لرم چې اوښکې به زما پاکې کړي
يؤ پردے ښار دے بل بې حيسه خلق
دلته بل څوک نشته زما په شان بيمار د احساس
خو خېر په خپله زۀ د ځان په علاج ښۀ پوهېږم
زما علاج دا دے چې يو کمبل او دواه بالښته
د کمرے ګوټ يو ستا تصوير او ژاړه
اشنا بس تا او ستا نظر به پکښې وۀ نۀ وينم
اختر به راشي خو دلبر به پکښې وۀ نۀ وينم
يؤ ځل به بيا د خپل مړ شوې ارمان غم تازه کړم
بيا به په خپل مضطرب جسد فاتحه ولولم
بيا به تعزیت وکړم لۀ ځان سره خفه به شمه
بيا به په څېر زۀ د تېر شوې اختر چغې کړمه
حسرته! بيا به د چا لارې تر ماښام وڅارم
زره زره به د خپل ځان غېږه کښې بيا رامات شم
عبس به وکړم انتظار زۀ د مغروره جانان
عبس لۀ ما يار مراور به پکښې وۀ نۀ وينم
اختر به راشي خو دلبر به پکښې وۀ نۀ وينم