28/03/2022
دلته عقل او دانش دواڼه بدنام دي
که سقراط که افلاطون دے سرخوړے
د قاتل لاسونه هغسي اذاد دي
دا لا څرنګه بدلون دے سرخوړلے
په دي مخ تلي دنیا کښی چي پښتون دے
یا مزدور دے او یا شپون دے، سر خوړلے
ته لیلا شوے او کنه شوے، خبرنه شو
ستا خاطر خو اوس مجنون دے، سرخوړلے,