29/03/2017
بلنليک
ګرانو او قدرمندو د خانخيلو (مندنړيوسف زی) قوم مشرانو
اسلام عليکم و رحمت الله برکاته:
تاسو د مندنړ قام سرخيله کورنئ يئ، ستاسو نيکان لکه بهاکو خان بابا، فتح خان بابا او مقرب خان بابا د پښتون قام نوموړی سرداران تير شوی دی، د دوئ تاريخ د سرو زرو په پانړو د ليکلو وو او نن هوم دى، دا اتلان د يواځی د مندنړ يوسف زی قام نه دى، دا د پختونخوا نوموړی سرداران دی، خو پسمانګان يئ د دوئ د تاريخی کارنامو نه ناخبره دى، نور خلق د خپلو مشرانو مزارونه د يادګار په طورجوړوى، چا چه دا وطن خرڅ کړى دى په هفوئ عاليشان مقبری جوړی دی خو ځمونږ مشرانو چه چری هوم د خپل ذات دپاره نه بلکه د ټول پښتون افغان د ازادئ او دفاع د پاره يئ د يرغل ګرو مغلو، سکهانو او فرنګيانو سره جنګونه کړى دى او د پښتون خوا وطن يئ ازاد ساتلی دى، د مندنړو، يوسفزو، خټکو د خاورى او بيا د ټولى پښتون خوا دفاع يئ هميشه کړى ده.
که مونږ چرى د خپلو سردارانو مشرانو پيژندګلو د خانخيلو، او د وطن نورو اولسونو ته اوکو نو پښتانه قومونه به ځمونږ د تاريخى کردار نه خبر شى او عزت به راکى.
د دى مقصد د پاره چه مونږ په يٶ مقام راجمع شو او ځان ته څه هدفونه په مخکښ کيږدو او په وړومبی قدم کښ د دى مشرانو يادګارونه جوړ کو، د خدائ فضل دى نن د دى سردارانو نمسى خه اسوده دى او په حکومتونو کښ هوم خه اثر لرى، چه دا تعميرونه به جوړ کړی ىشی، او دا شان په مونږ د خپلو مشرانو قرض هوم خلاص کړو.
ځما تاسو ټولو مشرانو او هم ځولو ته خواست دى چه په 2 اپريل سحر 10 بجى ځمونږ ديرى باجا ته تشريف راوړئ او په دى موضوع خپل قيمتى تاثرات راسره شريک کړئ.
په درناوى
ستاسو خپلوان
عالمزيب خان باجا