Malmo tv

Malmo tv مالمو تلویزیون پښتو فیسبوک پاڼه د نړۍ تازه خبرونه، مرکې، ویډیوګانې، ليکنې، د لوستونکو تبصرې او نور... https://www.youtube.com/channel/UClpkZIdBCvpPMBsGzd51uEQ

د تاریخ یوه ارزښتناکه یادګاري ډالۍنن ګران استاد پوهاند دوکتور محمد اسماعیل یون ته یو ځانګړی او تاریخي ارزښت لرونکی قلم ډ...
20/09/2026

د تاریخ یوه ارزښتناکه یادګاري ډالۍ

نن ګران استاد پوهاند دوکتور محمد اسماعیل یون ته یو ځانګړی او تاریخي ارزښت لرونکی قلم ډالۍ شو.

دا قلم د ښاغلي سیستاني صاحب له خوا استاد یون ته وړاندې شو؛ هغه قلم چې د افغانستان د پخواني پاچا غازي امان الله خان د لور، شهزادګۍ هندیه له یاد او تاریخ سره تړاو لري.

دا یوازې د یوه قلم ډالۍ کول نه وو، بلکې د افغانستان د تاریخ د یوې دورې د یاد، فرهنګي میراث او د نسلونو ترمنځ د معنوي اړیکې یوه ښکلې نښه وه.

قلم د علم او فکر سمبول دی؛ او کله چې له تاریخ سره تړلی قلم یوه علمي او فرهنګي شخصیت ته سپارل کېږي، ارزښت یې لا ځانګړی کېږي.

استاد یون ته دې دا تاریخي یادګار مبارک وي او هیله ده چې د افغانستان د علم، فرهنګ او تاریخ په خدمت کې یې د یوه ښکلي یاد په توګه وساتي. ✒️🇦🇫

19/09/2026

د مالمو فرهنګپالو له خوا پوهاند دوکتور محمد اسماعیل یون ته د عزت لونګۍ

د سویډن په مالمو ښار کې افغان فرهنګپالو پوهاند دوکتور محمد اسماعیل یون** ته د مینې او درناوي په پار د عزت لونګۍ ور پر سر کړه.

لونګۍ په افغاني فرهنګ کې د عزت، وقار او درناوي سمبول دی. د مالمو فرهنګپالو په دې دودیز اقدام سره له استاد یون څخه تود
هرکلی وکړ.
19/09/2026

دم کړئ!مالموښار!د پوهاند محمد اسماعیل یون صاحب په حضور کې د اریانا د لوبډلې لوبه په ژوندۍ بڼه ګورو!نن په مالمو کې له قدر...
19/09/2026

دم کړئ!
مالموښار!
د پوهاند محمد اسماعیل یون صاحب په حضور کې د اریانا د لوبډلې لوبه په ژوندۍ بڼه ګورو!

نن په مالمو کې له قدرمن پوهاند محمد اسماعیل یون صاحب سره د اریانا فوټبال لوبډلې لوبه له نږدې ګورو.

یون صاحب د لوبې له پیل وړاندې د سپورت، ځوانانو او ټولنیز یووالي په ارزښت خبرې وکړې او په خپلو ویناوو کې یې ټینګار وکړ چې سپورت یوازې سیالي نه ده، بلکې د ځوان نسل د یووالي، سالمې روزنې او د افغانانو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا یوه مهمه وسیله هم ده.

د خوښۍ ځای دا ده چې د لوبې په ۱۹مه دقیقه کې اریانا لوبډلې ګول وواهه او د ناستو افغان مینه‌والو خوښي یې لا زیاته کړه. ⚽👏

نننۍ شېبې یوازې د فوټبال د یوې لوبې شېبې نه دي بلکې فرهنګ، سپورت، دوستي او افغان یووالی په یوه ښکلي چاپېریال کې سره راټول شوي یو.

د اریانا لوبډلې ټولو لوبغاړو او مسؤلینو ته د بریا هیله کوو او له یون صاحب څخه مننه چې د خپل حضور او خبرو له لارې یې زموږ د ځوانانو او سپورت ملاتړ وکړ. 🇦🇫⚽❤️.

17/09/2026

تازه خبر!
د سویډن لومړي وزیر اولف کریسترسون د ټاکنو له ماتې وروسته خپله استعفا د پارلمان رئیس ته وسپارله. اوس د نوي حکومت د جوړولو بهیر پیلېږي

16/09/2026

تازه خبر !سویډن!
۹۹٫۹ سلنه احتمال شته چې د سویډن اوسنی حکومت واک له لاسه ورکړي او پر ځای یې د کډوالو په اړه د نرم سیاست ملاتړی حکومت رامنځته شي.

د سویډن مېشتو کډوالو لپاره ښه خبر!د شپې ۴:۰۲ بجې دي او د سویډن د پارلماني ټاکنو ۹۴ سلنه رایې شمېرل شوې دي. د سوسیال‌ډیمو...
14/09/2026

د سویډن مېشتو کډوالو لپاره ښه خبر!

د شپې ۴:۰۲ بجې دي او د سویډن د پارلماني ټاکنو ۹۴ سلنه رایې شمېرل شوې دي. د سوسیال‌ډیموکراتانو په مشرۍ اپوزیسیون ۱۷۶ څوکۍ او اوسني ښي اړخي حکومتي بلاک ۱۷۳ څوکۍ ترلاسه کړې دي.

دا پایله د هغو کډوالو لپاره هیله‌بښونکې ده چې د اوسني حکومت له سختو مهاجرتي سیاستونو اندېښمن وو. نتیجه لا لومړنۍ ده:

راپور: وارث خان

تازه: د سویډن ټاکنې ترسره شوې👇د ټاکنیزې نظرپوښتنې له مخې، د کیڼ اړخي اپوزیسیون ګوندونه د ۵۱٫۳ سلنه رایو او ۱۸۲ پارلماني ...
13/09/2026

تازه: د سویډن ټاکنې ترسره شوې👇

د ټاکنیزې نظرپوښتنې له مخې، د کیڼ اړخي اپوزیسیون ګوندونه د ۵۱٫۳ سلنه رایو او ۱۸۲ پارلماني څوکیو په ترلاسه کولو سره مخکښ دي.

حکومتي ښي اړخ ائتلاف بیا ۴۷ سلنه رایې او ۱۶۷ څوکۍ ترلاسه کوي. سوسیال‌ډیموکرات ګوند په ۲۸٫۴ سلنه تر ټولو لوی ګوند دی، ورپسې د سویډن ډیموکراتان ۱۸٫۵ او معتدل ګوند ۱۷٫۵ سلنه ملاتړ لري.

د ګوندونو اټکلي پایلې:

* سوسیال‌ډیموکراتان: ۲۸٫۴٪
* سویډن ډیموکراتان: ۱۸٫۵٪
* معتدل ګوند: ۱۷٫۵٪
* سنټر ګوند: ۹٪
* شین ګوند: ۷٪
* چپ ګوند: ۶٫۹٪
* مسیحي ډیموکراتان: ۶٪
* لیبرال ګوند: ۵٪

یادونه: دا د ټاکنو رسمي یا لومړنۍ نتیجه نه ده، بلکې د رایه ورکوونکو تازه نظرپوښتنه ده. اصلي ټاکنې لا نه دي ترسره شوې.

راپور:
وارث خان.
13/09/2026
Kl 20:13

د داود سرخوش د روغتیا هیله‌بښونکی خبر!الحمدلله، د افغانستان وتلی او نامتو هنرمند داود سرخوش له سرطاني ناروغۍ روغ شوی او ...
13/09/2026

د داود سرخوش د روغتیا هیله‌بښونکی خبر!

الحمدلله، د افغانستان وتلی او نامتو هنرمند داود سرخوش له سرطاني ناروغۍ روغ شوی او تازه یې خپلو ټولو مینه‌والو ته د خپلې روغتیا ډاډ ورکړی دی. د هغه د بشپړې روغتیا، اوږد عمر او لا ډېرو هنري بریاوو هیله کوو. دا خبر دې د هغه ټولو مینه‌والو ته مبارک وي!

خبر امیدبخش از سلامتی داوود سرخوش!

الحمدلله، داوود سرخوش، هنرمند برجسته و نام‌آشنای افغانستان، از بیماری سرطان بهبود یافته و به‌تازگی به همه دوستدارانش در مورد وضعیت سلامتی خود اطمینان داده است.

برای این هنرمند محبوب، سلامتی کامل، عمر طولانی و موفقیت‌های بیشتر هنری آرزو داریم. این خبر خوش بر همه دوستداران او مبارک باد!

Song : Singer : Subscribe us For Pashto Latest Entertainment...

09/09/2026

ډېره چوپتیا هم خوند نه کوي!

سعودي کې مېشتو مسافرو ورونو!

د افغانستان سفارت ریاض ته!

سفارت د دې لپاره نه دی جوړ شوی چې هره ستونزه د یوې «خبرتیا» په خپرولو ختمه کړي او د افغانانو پر مخ د خدمت دروازه وتړي. ستاسو دنده د خلکو د ستونزو حل کول دي، نه له مسؤلیت څخه ځان خلاصول!

هغه افغانان چې په قانوني کاري ویزو سعودي عربستان ته راغلي، مجرمین نه دي چې د یوې ټاکلې نېټې له امله دې د قونسلي خدمتونو له حقه محروم شي. دوی افغانان دي، اسناد لري او له خپل سفارت څخه د خپلو قانوني او قونسلي چارو د ترسره کولو غوښتنه کوي.

تاسو لیکلي چې له ۱۹ جولای ۲۰۲۶ وروسته راغلي کسان د «نقل معلوماتو» پروسې لپاره وړ نه دي. پوښتنه دا ده: ولې؟ د کوم قانون له مخې؟ د کومې مادې له مخې؟ او د کومې رسمي پرېکړې پر اساس؟

که دا رښتیا د سعودي عربستان د اړوندو ادارو رسمي پرېکړه وي، نو یوازې د «اړوندو ادارو د پرېکړې» جمله مه لیکئ؛ رسمي حکم، قانوني اساس، د پرېکړې شمېره او اړوند مرجع هم له خلکو سره شریکه کړئ.

او که کوم قانوني خنډ موجود وي، ستاسو مسؤلیت یوازې دا نه دی چې افغانانو ته ووایئ: «ستاسو کار نه کېږي!»
ستاسو دنده دا هم ده چې له کوربه هېواد سره خبرې وکړئ، د خپلو هېوادوالو ستونزې تعقیب کړئ او ورته قانوني بدیله لاره پیدا کړئ.

سفارت د خلکو د خدمت ځای دی، نه د «نه کېږي» د ټاپې دفتر!

د لسګونو یا سلګونو افغانانو سرګردانه کول، د هغوی غوښتنې په یوه عمومي خبرتیا ردول او بیا د «کوربه هېواد د پرېکړې» تر جملې لاندې ځان پټول، د مسؤلیت ادا کول نه دي؛ دا له مسؤلیت څخه ځان ایستل دي.

د سعودي مسافر له تاسو خیرات نه غواړي، احسان نه غواړي او غیرقانوني غوښتنه هم نه کوي؛ خپل قانوني او قونسلي حق غواړي.

نو یا د خلکو قانوني کارونه ترسره کړئ او ستونزو ته یې د حل لاره پیدا کړئ، او یا په بشپړ وضاحت هغه قانون او رسمي سند خپور کړئ چې ستاسو د دې پرېکړې قانوني اساس ثابتوي.

یوازې «نه کېږي» ویل خدمت نه دی!
د خلکو کار کول ستاسو دنده ده، احسان مو نه دی!
د سعودي مسافر نور د مبهمو خبرتیاوو پر ځای روښانه ځواب، قانوني دلیل او عملي حل غواړي.
ستونزې یې ورته حل کړئ قانوني غوښتنې یې ورته ومنئ کنه نو د سعودي له چارواکو سره اړیکه نیسو چې په کوم اساس په کوم قانون په سعودي کې مېشتو افغان مسافرو ستونزې نه حل کیږي!

مننه او درناوی.
09/09/2026

وارث خان هوتک:

Adress

Malmö
21368

Aviseringar

Var den första att veta och låt oss skicka ett mail när Malmo tv postar nyheter och kampanjer. Din e-postadress kommer inte att användas för något annat ändamål, och du kan när som helst avbryta prenumerationen.

Genvägar

Dela