02/13/2026
په شمالي وزیرستان تحصیل میرعلی کې روان پرلت ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړي رازق صافي وينا .
په دغه روان پرلت کې وزیرستان د هر مکتب فکر استازو او عام ولس په پراخه کچه ګډون وکړ او خپل اواز یې د امن، انصاف او سوکاله ژوند لپاره پورته کړ.
ګډونوالو ټینګار وکړ چې نور باید د وزیرستان خلک د بدامنۍ او وېرې ژوند ته پرېنښودل شي، بلکې د دې خاورې بچیان د امن او عزت حق لري. دا پاڅون د ولس د یووالي او بیدارۍ څرګندونه وه.